پاکستان دوو مرستندویه ټولنو ته د وتلو امر وکړ

د انځور حقوق AFP
Image caption اکشن اېډ وايي، د دوی د کار بندېدلو سره زرګونو خلک له مرستې بې برخې کېږي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې دوو نړیوالو ناحکومتي مرستندویه ادارو ته ویلي چې خپلې چارې ودروي او شپېتو ورځو کې له دغه هېواد ووځي.

په دې ادارو کې یوه هم اکشن اېډ ده او ايي، په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر مدني ټولنو بریدونه ډېر شوي او دا یې وروستۍ بېلګه ده.

د پاکستان کورنیو چارو زارت په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو اکشن اېډ ته په یوه لیک کې- چې بي بي سي هم لیدلی- دا لیکل شوي:

" شپږو میاشتو کې د راجسټرېشن لپاره بیا غوښتنه کولی شي".

* "واشنګټن به پر پاکستان ټولې مالي مرستې ودروي"

* د هند سېلاب ځپلو سره د عمران خان د مرستې وړاندیز

اکشن اېډ بي بي سي ته ویلي چې اتلس خیریه ادارې له دغه هېواد اېستل شوې دي.

دا ګام په داسې حال کې دی چې پاکستان کې د بیا ازادۍ په هکله د انساني حقونو د فعالانو او د بیان ازادۍ ملاتړو اندېښنې زیاتېږي.

د انځور حقوق EPA
Image caption پاکستان کې د سي ای اې له خوا د څارګرۍ لپاره واکسین کارولو پر خیریه موسسو هم شکونه ډېر کړل.

د ۲۰۱۱ کال مۍ کې د سي ای اې له خوا پاکستان کې د جعلي واکسین پروګرام د چلولو له امله پر ناحکومتي خیریه ټولنو د دغه هېواد د څارګرو ادارو شک زیاتېږي.

په هغه پروګرام کې سي ای اې د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن د اسلام اباد څو پنځوس کیلومترۍ کې اسامه بن لادن وموند.

پخوا د ماشوم وژغوره یا سېو د چلډرن موسسه هم دې پلان سره په تړاو لرلو رسمي تورنه شوې وه، خو دې ادارې دا تور رد کړ.

اکشن اېډ او یو شمېر نورو نړیوالو ناحکومتي موسسو ته ویل شوي و چې د ۲۰۱۷ کال ډیسمبر کې پاکستان پرېږدي.

خو د لوېدیځو حکومتونو د فشار له امله دوی دغه هېواد کې ځکه پاتې شوې چې د دې پرېکړې په هکله یې اعتراض وکړ.

اوس اکشن اېډ او پلان انټرنېشل مني چې له دواړو په لیکونو کې غوښتل شوي چې استیناف یې بریالۍ نه و، مګر کوم لامل یې په ګوته کړی نه دی.

پاکستان کې د اکشن اېډ مشر عبدالخالف بي بي سي ته ویلي، چې د واکمنو خلاف نور اعتراض کولو امکان نه ویني.

خو د هغو "زرګونو" معلولو او اړمنو خلکو په هکله یې اندېښنه وښوده چې دا خیریه اداره ور سره کار کوي.

پلان انټرنېشنل هم یوه بیانیه کې وايي، چې دا موسسه "له شپاړس لکو ډېرو ماشومانو" سره مرسته کوي او د اسلام اباد د چارواکو پرېکړې "خپه" کړي دي.

ورته مطالب