"د بلک واټر مشر او ملاتړي افغانان یې نه غواړي اشرف غني بیا ولسمشر شي"

د انځور حقوق Getty Images

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي په دې ورځو کې یو شمیر امریکايي چارواکي د افغان جګړې د وضعیت د ارزولو لپاره دغه هېواد ته تګ راتګ کوي خو یو امریکایی چې له نورو توپير لري او په کابل کې یې په اړه ډیرې خبرې کیږي هغه د خصوصي امنیتي کمپنۍ بلک واټر مشر اریک پرنس دی.

ورځپاڼه لیکي دا شرکت په عراق کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله ښه نوم نه لري، خو مشر یې نن سبا په هر ځای کې لیدل کیږي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې اریک پرنس کابل ته د خپل سفر پرمهال له یو شمیر اغیزمنو افغانانو سره د خپلې طرحې په اړه خبرې کړې دي او ځینو غونډو کې د ولسمشر ټرمپ د سلاکار په توګه معرفي شوی هم دی.

نیویارک ټایمز لیکي ځینې چارواکي وايي ایریک پرنس د یو شمیر پخوانیو چارواکو پام خپلې طرحې ته اړولی، په دې ډله کې چې ده ورسره کتلي ځینې یې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماندان هم دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي د پرنس د طرحې په ملاتړو افغانانو کې ګډ ټکی دادی چې دوی ټول نه غواړي ولسمشر غني راتلونکې دوره کې هم د افغانستان ولسمشر وي.

ورځپاڼه لیکي د بلک واټر کمپنۍ مشر د افغانستان، متحده عربي اماراتو او واشنګټن ترمنځ پرلپسې سفرونه کړي خو ده ته اوس په افغانستان کې په ورین تندي ښه راغلاست نه ویل کیږي او افغان ولسمشر له ده سره کتنه له بار بار غوښتنو سره ، سره رد کړې ده.

او ان ځینو چارواکو هڅه کړې ده چې ایریک پرنس ته د افغانستان د ویزې ورکولو مخه ونیسي.

افغان کرېکټ غوره لیګ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راشد خان کابل لوبډله کې لوبېږي.

اماراتۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼې خلیج ټایمز په دغه هېواد کې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په تړاو یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه لیکي چې د دې لیګ سیالیو پيل د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې یو نوی پړاو دی، ځکه په دې پرمختګ سره د ورځپاڼې په وینا اوس افغانستان د کرېکټ د مخکښو هېوادونو لکه هند، اسټرالیا، ویسټ انډیز او انګلینډ په کتار ځای موندلی دی.

خلیج ټایمز لیک د کرېکټ په برخه کې د افغانستان بریاوې ډیرې حیرانوونکې دي ځکه په نسبتا کمه موده کې یې د کرېکټ نړیوالې شورا له دویم درجه غړي ځان د دغې شورا د بشپړ غړیتوب پړاو ته ورساوه.

خیلج ټایمز د نننیو سیالیو په اړه چې د اماراتو په شارجه کې ترسره کیږي د کابل ځوانان لوبډلې مشر راشد خان سره هم مرکه کړې.

هغه ورځپاڼې ته ویلي د لیګ پیل ته شیبې شماري او دا سیالۍ د راشد خان په وینا د ځوانو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې خپله وړتیا وښيي.

ده ویلي هڅه به یې دا وي چې د لیګ په لوبو داسې برخه واخلي لکه د ملي ټیم په سیالیو کې یې چې لرله او له خپلو مینه والو سره یې ژمنه دا ده چې ښه لوبه به کوي.

د انځور حقوق EPA

یو شمیر عربي ورځپاڼو د وتلي سعودي ژورنالست جمال خاشقجي په اړه مطالب خپاره کړي دي.

دی چې پخوا د سعودي حاکمې ډلې ته نږدې و په دې وروستیو کې پر دولت نیوکې کوي او په امریکا کې اوسیږي، خو وړمه ورځه دی په ستانبول کې د خپل هېواد کونسلګرۍ ته ورغی او بیا له هغه راهیسي تری تم دی.

القدس العربي ورځپاڼه لیکي دا ډول چلن د نظر له مخالفینو سره د سعودي چارواکو په چلن کې حیرانوونکی بدلون دی.