'لومړی یې دنده نه شوی موندلی، اوس میلیاردره ده'

  • 9 اکتوبر 2018 - 17 تله 1397
کیرن مزومدار شا د انځور حقوق Getty Images
Image caption مزومدار شا د بنګلور ښار یوه متوسطه کورنۍ کې زیږېدلې، له بنګلور پوهنتون یې په ژوپوهنه کې یې لیسانس واخیست بیا د بیرو جوړولو برخه کې د لوړو زدکړو لپاره استرالیا ته ولاړه.

کله چې کیرن مزومدار شا په ځوانۍ کې غوښتل د بیر جوړولو یوه شرکت کې دنده ومومي، پر مخ یې ټولې دروازې وتړل شوې، ځکه چې ښځه وه، خو اوس د درمل جوړونې د یوه هندي شرکت "بیوکون" بنسټګره او مشره ده.

نوموړې څنګه دې ځای ته ورسېده؟

کیسه ی ۱۹۷۸ کال ته ورګرځي، چې مزومدار شا د استرالیا په یوه پوهنتون کې د بیر جوړولو کې د ماسټرۍ تر سند اخیستو وروسته خپل هېواد (هند) ته ستنه شوه.

که څه هم هغې د بیر جوړولو برخه کې د لوړو زدکړو سند لاره، خو د بیر جوړولو ټولو شرکتونو یې له ګومارلو ډډه وکړه.

۶۵ کلنه مزومدار وايي: ''په دې شرکتونو کې د ګومارنې چارواکو راته وویل د بیر جوړولو برخه کې د ښځې ګومارل یې نه خوښېږي.''

له شک پرته دا کار د هغې په حق کې ناانصافي وه، خو تقدیر یې همدا و چې د بیر جوړولو له کاره به لیرې پاتېږي.

په تاریخ کې تر ټولو شتمن سړی څوک و؟

کاناډا کې یو میلیاردر او مېرمن یې مړه موندل شوي

مصری میلیاردر محمد الفاید په جنسي تېري تورن شوی

کله چې په هند کې د بیر جوړولو شرکتونو کې د دندې نه موندلو له کبله نهیلې شوه، د درمل جوړونې ''بیوکون'' په نوم شرکت جوړولو هوډ یې وکړ.

نن د دغه شرکت ارزښت شاوخوا ۴۰۰ میلیارد هندۍ روپۍ دی، چې ۵٫۶ میلیارده ډالره کېږي او د مزومدار شخصي شتمني شاوخوا ۳٫۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي او په هند کې د خپل لاس له ګټې لومړۍ ګټه اخیستونکې هندۍ میلیاردره ده.

مزومدار شا د بنګلور ښار یوه متوسطه کورنۍ کې زیږېدلې، له بنګلور پوهنتون یې په ژوپوهنه کې یې لیسانس واخیست بیا د بیر جوړولو برخه کې د لوړو زدکړو لپاره استرالیا ته ولاړه.

کله چې په هند کې ټولو شرکتونو د هغې له ګومارلو ډډه وکړه، بهر کې یې دندې اخیستو ته هوډ وکړ.

د انځور حقوق Biocon
Image caption مزومدار شا په ۲۵ کلنۍ کې په ۱۹۷۸ کال د "بیوکون" په نامه د درمل جوړولو یو شرکت جوړ کړ.

خو کله چې سکاټلنډ کې د بیر جوړولو شرکت کې د دندې پیلولو وخت راغی، په مرکه کې له ایرلنډي سوداګر لیسلي اوشینکلوس سره مخامخ شوه.

نوموړي غوښتل په هند کې د درمل جوړولو کاروبار پیل کړي.

هغه ته د مزومدار شخصیت او خبرو دومره خوند ورکړ چې هند کې یې هغې ته د شرکت د مشرې او شریکې په توګه وړاندیز وکړ.

مزومدار په لومړي سر کې دا وړاندیز رد کړ، دا وايي: "ورته ومې ویل چې دې کار ته زه مناسبه نه یم، زه په سوداګرۍ او راکړه ورکړه کې هېڅ تجربه نه لرم او دومره پیسې هم نه لرم چې پانګونه وکړم."

د انځور حقوق MALLIKARJUN KATAKOL
Image caption شرکت له طبیعي سرچسنو نه ځینې طبي توکي جوړوي.

خو اوشینکلوس په پای کې قانع کړه چې خپل بخت وازمايي ښايي بریالۍ شي، همدا وو چې په ۱۹۷۸ کال د "بیوکون" شرکت کار پیل شو.

مزومدار شا په لومړي سر کې د موټرو ګراج کې کار پیل کړ او خپله ټوله شتمني یې چې ایله ۱۵۰ ډالره وه، ولګوله، خو د ښځې ضد تعصب پروړاندې یې ټینګه مبارزه وکړه.

مزومدار وايي "ټولو دندو غوښتونکو، که ښځې وې یا سړي، داسې نه انګیرله چې ګني د ښځې په مشرۍ کې کار وکړي. کله به چې ګراج ته ننوتل، فکر به یې کاوه چې ګني زه د شرکت سکرتره یم."

هغې له ۴۰ کسانو سره د دندې موندلو مرکې وکړې، خو لومړی کارکوونکی یې یو داسې څوک وګوماره چې موټر یې جوړول.

مشهور میلیاردر د ناقانونه ښکار د جرم په تور نیول شوی

د انځور حقوق PETE SOUZA
Image caption کیرن مزومدار شا د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما په ګډون له ځینو نړیوالو مشرانو سره هم کتلي دي.

د دې په مخ کې بله ستونزه د پیسو راغونډول وو، ځکه ټولو مالي سرچینو هغې ته ددې کار د پیلولو لپاره له پور ورکولو ډډه کوله.

دا وايي: "هغه وخت ۲۵ کلنه وم، کله به چې مالي سرچینو زما غوښتنلیک وکوت، او پوه به شول چې زه نجلۍ یم او غواړم داسې یو شرکت پرانیزم چې هېڅوک یې په فعالیت نه پوهېږي، هرڅه به یې رد کړل؛ ځکه په هند کې د پور ورکولو د رد لپاره همدا دوه لاملونه کافي وو."

په پای کې، د یوه بانک چارواکو په ۱۹۷۹ کال هغې ته پور ورکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مزومدار شا مېړه جان شا، چې د شرکت د اداري شورا مرستیال مشر هم دی

په پیل کې "بیوکون" په الکولي څښاک توکو، پاڼو او نورو تولیداتو کې کارېدونکي انزایمونه تولیدول، چې ډېری مشتریان یې په امریکا او اروپا کې وو.

بیا د مزومدار شرکت بیولوژیک درمل جوړول پیل کړل، چې په ۲۰۰۴ کال د ډېرې ګټې له اړخه په هند کې دویم شرکت شو.

د دغه شرکت کلنی عاید ۱۷۲ میلیون ډالرو ته ورسېد، او خالصه ګټه یې ۱۸ میلیون ډالره وه، شرکت په کابو ۱۰۰ هېوادونو کې څانګې پرانیستې او له نړیوالو بازارونو یې ۶۸ سلنه عاید ترلاسه کړ.

مزومدار کاروباري کسانو ته دا پیغام لري چې: ''پاتې راتلل موقتي وي، خو په پای کې باید ځان تسلیم کړئ. له پاتې راتلو مه وېرېږئ، بلکې مقاومت وکړئ، هرڅه وزغمئ او وروستۍ کرښې ته د ځان رسولو هڅه وکړئ.''

ورته مطالب