د امریکا او چین سوداګریزه جګړه نړۍ لا 'بې وزله او خطرناکه کوي'

امریکا او چین ویلي د یو او بل پر وارداتي محصولاتو به لسګونه میلیارده ډالر تعرفه لوړه کړي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا او چین ویلي د یو او بل پر وارداتي محصولاتو به لسګونه میلیارده ډالر تعرفه لوړه کړي.

د پیسو نړیوال صندوق خبرداری ورکړی سوداګریزې جګړې ته د امریکا او چین ورننوتل نړۍ لا پسې 'بې وزله او خطرناکه کوي' او له مخ پر ځوړ اقتصادي حالت سره یې مخامخوي.‌

په ورته وخت کې، د پیسو نړیوال صندوق د روان او راتلونکي کال په هکله د نړۍ د اقتصادي ودې په اړه خپله وړاندوېینه خپره کړې ده.‌

دغه بنسټ چې د نړۍ له اقتصادي پرمختیا سره د همکارۍ ‍په موخه رامنځ ته شوی، په خپل وروستي رپوټ‌ کې ټینګار کړی چې د چین او امریکا ترمنځ‌ سوداګریزه جګړه به د نړۍ ټول صنعت ته زیان ورسوي.

په وروستیو کې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزې تعرفې لوړولو بیجینګ دې ته اړ کړ چې له امریکا پر وارداتي محصولاتو ۶۰ میلیارده نوره تعرفه لوړه کړي.

د اوبلن ګاز په څېر لوی تولیدوونکي تر ډېره په امریکا کې مېشت دي چې په ۲۰۱۶ کال یې ډونلډ ټرمپ ته رایې ورکړې وې.

امریکا پر چینایي توکو نوې تعرفه ولګوله

افغانستان کې پر وارداتي توکو ګمرکي محصول درې برابره لوړ شوی

د امریکا او چین سوداګریزه جګړه

چین د امریکا پر ۱۲۸ توکو تعرفه ولګوله

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم څو ورځې وړاندې پر ټویټر چین ته خبرداری ورکړی "که زموږ بزګر، کروندګر او صنعتي کارګر په نښه کړل شي، د چین پر وړاندې به لوی او چټک اقتصادي ګامونه واخلو."

تېره میاشت ټرمپ د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د سوداګریزو خبرو د نارضایتۍ په درشل کې امر وکړ چې له چین نه د وارداتي توکو پر سر د تعرفې لوړولو کې ۲۰۰ میلیارد نور ډالر هم شامل دي.

د نړۍ اقتصادي ودې ته کوم خطر دی؟‌

د پیسو نړیوال صندوق په تېره جولای میاشت کې وړاندوېینه کړې وه چې په روان او راتلونکي میلادي کال کې به نړۍ له ۳٫۹ سلنه اقتصادي ودې سره مخامخ شي،‌ خو اوس یې دا کچه ۳٫۷ سلنې ته راټیټه کړې ده.

دریم ځل تعرفې لګول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د چین په وریځو هم مالیه لګولې ده.

دا په روان کال کې دریم ځل دی چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت دغه هېواد ته پر چینايي وارداتو تعرفه لګوي.

په تېر جولای کې واشنګټن د چین د ۳۴ میلیارد ډالر په ارزښت تولید مالیه لوړه کړه.

تېره میاشت یې په دویم ګام کې د ۱۶ میلیار ډالرو په ارزښت چینايي توکو ۲۵ سلنه مالیه لوړه او له چین سره سوداګریزه جګړه نوره هم سخته کړه.

دا وروستی ګام یې په دې مانا دی چې امریکا ته د چین د ټولو صادراتو پر نیمايي تعرفه لوړه شوې ده.

* تجارتي جګړه څه ده؟

* سوداګریزه جګړه څه ته وايي؟

دا تراوسه تر ټولو ستره تعرفه ده او د نورو پخوانیو تعرفو اپوټه د کور وسایل لکه المارۍ او څوکۍ هم په نښه کوي.

دا په دې مانا ده چې عادي کورنۍ به د لوړو بیو اغېز احساس کړي.

د امریکا کمپنیو لا د مخه د لوړو بیو له اغېزمنېدلو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ور کړی چې دې سره د دندو کمېدو وېره هم شته.

که څه هم اقتصادپوهان په ټول کې اټکلوي چې د امریکا پر اقتصاد به د تعرفو اغېز کم وي، خو دا خبرداری هم ور کوي چې د دې اغېز اټکل سخت دی.

کوم توکي په نښه شوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا په نوې مالیه کې د چین په هر ډول کبانو هم تعرفه لوړه کړې ده.

چارواکو ویلي دوی تر خپل وس هڅه کوي د کورنیو توکي له لوړو مالیو بچ کړي.

خو د تعرفې وروستي پړاو کې ډېر ورځني کارېدونکي توکي لکه المرۍ، لاسي بکسونه تشناب کاغذونه او وړۍ هم شته.

* چین به پر کاروباري نړۍ واکمن شي؟

* چین د اختراع د امتیاز ثبتولو کې پر امریکا مخکې شو

په دې تعرفه کې څو خوراکتوکي هم دي، لکه یخچالي غوښه، هر ډول کبان، سویابین، ډول ډول مېوې او وریجې او نورې غلې دانې.

هغه توکي هم پکې دي چې د کمپیوټري شبکو چارو سره مرسته کوي لکه روټرونه.

کوم توکي لرې شول؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د چین د ۴۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت توکو د مالیې زیاتولو خبره کړې.

هغه توکي چې د امریکا تعرفه پرې لګېدله شمېر یې له شپږ زرو ډېر و.

خو امریکايي چارواکو وروسته وویل چې درې سوه ډوله توکي یې ترې لرې کړل.

په لرې شویو توکو کې ځیرکې ګړۍ، د سیکل خولۍ، لوبتوکي، لوړې څوکۍ او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د ګاډو څوکۍ راځي.

* ولسمشر ټرمپ ولې فضايي پوځ جوړوي؟

* امریکا ته د چین ځواب؛ هر ځای ته پوځ او وسلې لېږو

دا بدلون د اپل، ډیل او هیولېټ پاکارډ په څېر د کمپنیو له مخالفت وروسته وشو.

دا کمپنۍ وېرېدلې چې نوې تعرفې سره به د دوی د هغو ډېرو توکو لګښت زیات شي چې په چین کې یې جوړوي.

امریکا ولې مالیه لوړوي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د پیسو نړیوال صندوق وايي، د ډونلډ ټرمپ تعرفې نړیوال اقتصاد وده ګواښمنوي.

سپینه ماڼۍ وايي، د چین د ناسمې سوداګرۍ پالیسۍ له امله د دغه هېواد پر توکو مالیه لوړوي.

امریکايي چارواکي هیله من دي چې دغه اقتصادي ګوزار به د چین حکومت د خپلې سوداګرۍ پالیسۍ بدلولو ته اړ کړي.

خو له دې سره سره امریکا کې ډېر سوداګر د واشنګټن دغه ګام نیوکې کوي.

په مقابل کې چین له خپلې سوداګریزې پالیسۍ دفاع کوي.

بېجینګ د امریکا د تعرفو لوړولو په ځواب کې د پنځوس میلیارد ډالرو په ارزښت امریکايي تولیداتو مالیه لوړه کړې ده.

بېجینګ دا هم ویلي چې د ۶۰ ملیارد ډالرو په ارزښت نورو امریکايي توکو هم د مالیې زیاتولو پلان لري.

دواړه لوري خبرې کوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا او چین تر منځ د تعرفو لوړولو په تړاو خبرې مۍ میاشت کې ناکام شوې.

د ستونزې د حل لپاره د دواړولورو د لوړې کچې خبرې تېره مۍ کې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د بیا خبرو لپاره روانو هڅو کې هم کوم پرمختګ نشته.

امریکايي او چینايي چارواکي د سپټمبر لومړیو کې د نویو خبرو لپاره سره وغږېدل، خو د ښاغلي ټرمپ وروستی ګام ښايي د دوی اړیکي نور هم خراب کړي.

چینايي چارواکوویلي که ټرمپ د ۲۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت توکو تعرفه ولګوي، دوی له واشنګټن سره پر اړوند مسله خبرې نه کوي.

ورته مطالب