ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي استعفا وکړه

نيكي هيلي د انځور حقوق Reuters
Image caption نیکي هلي ناڅاپه سپینه ماڼۍ پخپله استعفا خبره کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د استازې نیکي هیلي استعفا منلې ده، خو د روان کال تر پایه به ملګرو ملتونو کې پاتې کېږي.

ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، نیکي هیلي به چې "دنده یې په ښه ډول ترسره کړه" راتلونکی کال خپله دنده پرېږدي.

۴۶ کلنې نیکي هیلي چې د ټرمپ په اداره کې یوه له هغو ښځو وه، چې لوړه څوکۍ ورکړل شوې وه،‌ د خپلې دندې پرېښودو لامل نه دی روښانه کړی.‌

نوموړې له دوو کلونو راهیسې ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ده.

نیکي هیلي هغه ګنګوسې رد کړې چې ګني د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماندوي. هغې خبریالانو ته وویل، دا د "دغه کس" ملاتړ کوي او ټرمپ ته یې اشاره وکړه.

نیکي هيلي: افغانستان پر سم لوري روان دی

"د قدس په اړه پر مخالفو هېوادونو مرستې بندوو"

نوموړې رسماً د خپلې استعفا تر اعلانولو وړاندې پر ټویټر خپلې استعفا ته اشاره کړې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ او هیلي تېره میاشت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې

ټرمپ وویل، هیلي شپږ میاشتې وړاندې ورته ویلي وو چې ګني غواړي یوه موده ارامه ژوند وکړي.

ولسمشر ټرمپ زیاتوي، نیکي هیلي ده ته ډېر ارزښت لري "هغه په خپل کار کې عالي وه، ښه ښځه ده او بل ښه والی یې دا دی چې ژر په خبره پوهېږي."

ټرمپ وايي، تر درېیو اونیو پورې به د نیکي هیلي ځایناستی وټاکل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ وايي، تر درېیو اونیو پورې به د نیکي هیلي ځایناستی وټاکل شي.

هیلي په تېره اپرېل میاشت کې له سپینې ماڼۍ سره هغه مهال خوابدې شوه چې د ټرمپ یوه مرستیال وویل، نیکي هیلي د روسیې پرضد بندیزونو لګولو کې بیړه کړې ده.‌

هیلي له هنده د یوې کډوالې کورنۍ غړې ده، چې لومړي سر کې یې کله چې د ساوټ ‌کارولینا ایالت والۍ وه،‌ د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مخالفت کاوه.‌

په تېر ډیسمبر کې یې وویل، هغو ښځو ته باید "غوږ" شو چې ټرمپ په جنسي ځورونې توروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ زیاتوي، نیکي هیلي ده ته ډېر ارزښت لري "هغه په خپل کار کې عالي وه، ښه ښځه ده او بل ښه والی یې دا دی چې ژر په خبره پوهېږي."

هغې دا هم ویلي وو چې د ټرمپ خبرې په نړیواله کچه اړدوړ رامنځ ته کوي.

جمهوریپالو د هغې د استعفا هرکلی کړی.‌

ورته مطالب