د خاشقجي دوسیه: برتانیا له سعودي نه سملاسي توضیحات غوښتي

په دې انځور کې ښکاري چې تېره اونۍ جمال خاشقجي ترکیه کې د سعودي کونسلګرۍ ته ننوځي د انځور حقوق TRT World
Image caption په دې انځور کې ښکاري چې تېره اونۍ جمال خاشقجي ترکیه کې د سعودي کونسلګرۍ ته ننوځي

په هغو ټیلیفوني خبرو کې چې د برتانیا د بهرنیو چارو د وزیر جېرېمي هنټ او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر عادل الجبیر ترمنځ شوي، برتانوي وزیر ویلي چې "ملګرتیا پر شریکو ارزښتونو ولاړه ده."

جمال خاشقجي تېره اونۍ وروستی ځل هغه مهال لیدل شوی و، چې سعودي کونسلګري ته لاړ او ترکیې کې چارواکي وايي، ښايي نوموړی هلته وژل شوی وي.

خو سعودي عربستان دغه تورونه ردوي او وايي، کونسلګرۍ ودانۍ ته له ننوتو لږ وروسته نوموړی بېرته بهر ووت. بل لور ته ترکي چارواکي وايي، خاشقجي له ودانۍ د وتلو پر مهال نه دی لیدل شوی.

جېرېمي هنټ پرون پر ټوېټر هم لیکلي ول چې، د سعودي له سفیر سره مې وکتل چې د جمال خاشقجي په تړاو د ژرترژره ځواب غوښتنه وکړم. په نړیواله کچه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی مخ په ډېرېدو دی چې دا د بیان ازادۍ ته لوی ګواښ دی. که د رسنیو رپوټونه سم ثابت شي، نو موږ به پېښه جدي ونیسو. ملګرتیاوې پر مشترکو ارزښتونو ولاړې وي.

ترکيې چارواکي سعودي کونسلګرۍ ودانۍ کې لټون کوي

ډونلډ ټرمپ ته د سعودي ۸۳ ور کړې ډالۍ

ټرمپ سعودي عربستان کې د میلیاردونو ډالرو هوکړې کړې

د بي بي سي د ډیپلوماتیکو چارو خبریال جېمز روبنز لیکلي:

ظاهراً برتانیا سعودیانو ته ویلي چې که غواړي وښيي ښاغلی خاشقجي ژوندی دی، تر ټولو غوره لار یې دا ده چې پر ټلوېزیون څرګند شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جېرېمي هنټ پرون پر ټوېټر هم لیکلي ول چې، د سعودي له سفیر سره مې وکتل چې د جمال خاشقجي په تړاو د ژرترژره ځواب غوښتنه وکړم.

که دا کار ژر ونه شي، ښکاره ده چې برتانیا او متحدین یې ښايي دې پایلې ته ورسېږي چې سعودي عربستان له یوې نه منونکې کرښې پښه اړولې.

له بلې خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم له سعودي غوښتي که ورک خبریال یې له کونسلګرۍ وتلی وي، نو شواهد دې وړاندې کړي.

خو ریاض د دې ادعا لپاره د امنیتي کمرو انځورونه نشي وړاندې کولی.

د ټرمپ غبرګون

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ هم د سعودي د حکومت مخالف خبریال پر ناڅاپي ورکېدو د دوشنبې په ورځ اندېښنه وښوده.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د جمال خاشقجي ترکۍ کوژدنه خدیجه ارزو چنګیز وايي، له کونسلګرۍ بهر یې ۱۱ ساعته انتظار وکړ، خو هغه بېرته راونه وت

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل، "زه اندېښمن یم، په دې تړاو څه اورېدل نه غواړم، هیله ده هغه ترې ووځي."

خاشقجي کونسلګرۍ ته د خپلو هغو اسنادو ترلاسه کولو لپاره تللی و چې ګني خپله پخوانۍ ښځه یې طلاقه کړې او له یوې ترکۍ کوژدنې خدیجې ارزو سره واده کوي، ښځه یې هم کونسلګرۍ ته ورسره تللې وه،‌ خو بهر یې په انتظار وه، خو وايي بېرته راونه وت.

امریکا کې تر جلاوطنه کېدو وروسته ښاغلي خاشقجي تېر کال څو لیکنو کې د سعودي پر ولیعهد محمد بن سلمان نیوکې کړې وې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سعودي کونسلګري وايي، جمال خاشقجي د کار تر بشپړولو وروسته ووت

د رپوټونو له مخې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د خاشقجي د وژل کېدو تر ادعا وروسته ترکیې د دې کونسلګرۍ د تلاشۍ غوښتنه هم کړې ده.

د یکشنبې په ورځ ترک چارواکو وویل، پلټونکو سره کره شواهد شته چې ښيي خاشقجي وژل شوی دی او دا کار هم هغې ۱۵ کسیزې سعودۍ ډلې کړی چې له تېرې اونۍ راهیسې ترکیې ته تللې ده.

سعودي چې تېر کال د خپلو نیوکګرو او خبریالانو ځپل پیل کړل نو جمال خاشقجي په خپله خوښه امریکا ته جلا وطن شو او هلته یې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره کار پیل کړ.

هغه تېر کې د سعودي شاهي کورنۍ سلاکار و، خو کله چې ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ لرلید په نوم سمون پیل کړ، نو ده یې پر پالیسۍ سختې نیوکې کولې.

ترکیه‌:‌ سعودی خبریال خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې 'وژل شوی'

ورته مطالب