خلیلزاد: افغانستان کې سوله د پاکستان او سیمې په ګټه ده

خلیلیزاد د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلیلزاد ویلي، افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په افغانستان کې سوله نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ده.

ښاغلي خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ پاکستان ته خپل دوه ورځنی رسمي سفر بشپړ کړ او هلته یې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شا محمود قریشي او نورو مهمو چارواکو سره وکتل.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت له لوري رسنیو ته په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، ښاغلي خلیل زاد پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي او پر دې غږېدلی چې ښکېلې غاړې څرنګه کولی شي په دې برخه کې لاسته راوړنې ولري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي خلیلزاد پر پاکستان ږغ کړی چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه دي.

د انځور حقوق PAKISTAN FOREIGN OFFICE
Image caption خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل بیا په یوه ټویټ کې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ښاغلي خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې پاکستان افغانستان کې د سولې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داسې مهال پاکستان ته سفر درلود چې هلته د عمران خان په مشرۍ نوی حکومت جوړ شوی.

ښاغلي خلیلزاد اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان له سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال سره هم لیدنه کړې.

ښاغلي زاخېلوال پر خپله ټیوټر پاڼه لیکلي چې دغه سفر مثبت و.

ښاغلی خلیلزاد د اکتوبر له ۴مې تر ۱۴مې پورې د افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان په سفر دی.

د نوموړي د سفر موخه د سیمې له مشرانو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کول دي.

افغان حکومت تل پر پاکستان تور پورې کوي چې په پټه او ښکاره د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

خو پاکستان دا تورونه تل رد کړي او ټینګار کوي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.

ورته مطالب