د خاشقجي دوسیه؛ ډونلډ ټرمپ د پلټنو غوښتنه وکړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ټرمپ: د خاشقجي ورکېدو په اړه دې سعودي ځواب ووايي

ولسمشر ټرمپ ټینګه ژمنه کړې چې د سعودي تري تم شوي خبریال جمال خاشقجي د قضيې جرړې ته ځان ورسوي.

په ورته مهال د امریکا د ولسمشر لویو سلاکارانو جارډ کوشنر او جان بولټن او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سعودي له ولیعهد سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هوکابي سنډرز وویل، جان بولټن او جارډ کوشنر په ټلېفوني تماس کې د جمال خاشقجي پر ورکېدو محمد بن سلمان ته خپله اندېښنه ښودلې ده.

* ترکيې چارواکي سعودي کونسلګرۍ ودانۍ کې لټون کوي

* ترکیه‌:‌ سعودی خبریال خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې 'وژل شوی'

مېرمن سنډرز زیاته کړه، نن مایک پمپیو هم په تازه ټلیفون کې له محمد بن سلمان وغوښتل چې د دې دوسیې په هکله معلومات برابر کړي او همدارنګه په دې هکله رڼې پلټنې وکړي.

په ورته مهال د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، هوډ یې کړی چې د ښاغلي خاشاقجي د ورکې پېښه تر اخره وڅاري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ترکیي د داسي پنځلس کسیزې سعودۍ ډلې انځورونه خپاره کړي چې کونسلګرۍ ته د خاشقجي د ورتلو پر مهال ترکیې او بیا دغې کونسلګرۍ ته تللي دي.

هغه زیاته کړه چې د سعودي له خورا لوړ پوړو چارواکو سره یې پر دې مسله خبرې کړې دي، خو ویې نه ویل چې منظور یې د سعودي پاچا که ولیعهد و.

کشف شوې خبرې

د انځور حقوق TRT World
Image caption جمال خاشقجي د اکتوبر پر ۲ کونسلګرۍ ته ننوت، خو بیا ونه لیدل شو.

په دا مهال واشنګټن پوسټ ورځپاڼې- چې خاشقجي به ورته یادښتونه لیکل- پرون رپوټ کړې ده؛ د امریکا څارګرو ادارو د سعودي چارواکو هغه خبرې اورېدلې "چې په لومه کې د جمال خاشقجي د اچولو پر څرنګوالي سره غږېدل".

د ترکیې رسنیو هم د امنیتي کمرو انځورونه خپاره کړي او وايي، ښايي د جمال خاشقجي په برخلیک روښانولو کې مرسته وکړي.

نږدې لس ورځې مخکې د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته بیا جمال خاشاقجي لیدل شوی نه دی.

* اسرائیلو د سعودي شهزاده محمد بن سلمان ورغوښتی

* د شهزاده محمد بن سلمان جرمنی سلاکار څوک دی؟

ترک رسنیو داسې انځورونه هم خپاره کړي چې ښيي کونسلګرۍ ته د ښاغلي خاشاقجي تر ننوتلو مخکې د سعودي پنځلس کسیزه ډله رسېدلې ده.

دغه کسان څو ګړۍ وروسته له ترکیې ووتل.

د ترکیې پولیس باوري دي چې ښاغلی خاشقجي په کونسلګرۍ کې وژل شوی دی، خو سعودي چارواکي وايي، د اداري کارونو تر بشپړولو وروسته وتلی او کوم زیان نه دی ور سېدلی.

خو ترکیې د امنیتي کمرو داسې انځورونه ښودلي چې کونسلګرۍ ته د ښاغلي خاشقجي ننوتل ښيي، مګر سعودي د نوموړي د وتلو انځورونه نه دي خپاره کړي.

ویډیو څه ښيي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سعودي له خوا اجاره شوې چارټر الوتکه چې د پنځلس کسیزې ډلې سره تللې او بیا ستنه شوې ده.

د ترکیې ټي ار ټي تلوېزوني شبکې په ویډیو کې- چې له امنیتي کمرې اخیستل شوې ده- کونسلګرۍ ته د دې کسانو او د یوه تور موټر په ګډون د ګاډو وتل ننوتل ښيي.

په دې ویډیو کې یوه ډله سعودیان د استانبول هوايي ډګر له لارې ترکیې ته ځي، هوټل ته ننوځي بیا له دغه هېواد پښې سپکوي.

په دغه مهال د سعودي له خوا اجاره شوې چارټر الوتکه هم هوايي ډګر کې وي.

ښاغلی خاشقجي له خپلې ښځې د طلاق د اخیستلو او له ترکۍ خدیجه چنګېز سره د واده لپاره د پاتې کارونو بشپړولو په موخه کونسلګرۍ ته تللی و.

خدیجه هم د کونسلګرۍ وره کې ورته منتظره وه.

د ترکیې صباح ورځپاڼه وايي، داسې څارګره ډله یې پېژندلې چې د خاشقجي په ورکولو کې لاس لري.

خاشقجي

د انځور حقوق EPA
Image caption جمال خاشقجي د اکتوبر پر دویمه د سعودي کونسلګرۍ ته تر تللو راهیسې ورک دی.

سعودي چې تېر کال د خپلو نیوکګرو او خبریالانو ځپل پیل کړل نو جمال خاشقجي په خپله خوښه امریکا ته جلا وطن شو او هلته یې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره کار پیل کړ.

هغه تېر کې د سعودي شاهي کورنۍ سلاکار و، خو کله چې ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ لرلید په نوم سمون پیل کړ، نو ده یې پر پالیسۍ سختې نیوکې کولې.

د ۲۰۱۷ کال سپټمبر کې خاشقجي پر ټویټر لیکلي وو:

"کور او کورنۍ مې پرېښودل چې خپل غږ اوچت کړم،‌ که د دې خلاف کار مې کولی له هغو کسانو سره به مې خیانت کړی و چې د زندان تیارو کې پراته دي. زه هغه وخت غږېدی شم چې ډېر نور خوله هم نه شي پرانیستی".

خاشقجي پخوا د الوطن ورځپانې مدیر و، پر دې سربېره یې له بي بي سي سره د سعودي او منځني ختیځ په هکله پروګرامونو کې کار کړی دی.

ورته مطالب