برتانیا د ځان وژنې د مخنیوي وزیره ټاکلې

Man in bed د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نړۍ کې هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژني

په داسې حال کې چې د برتانیا حکومت د رواني روغتیا د نړیوالې غونډې کوربتوب کوي، ددغه هېواد لومړۍ وزیرې د "ځان وژنې د مخنیوي" وزیره ټاکلې ده.

تېرېزا مې وویل: "دغه نوي مقام ته د روغتیا وزیرې جکي ډویل پرایس غوره کول د ځان وژنې داغ او ننګ ته د پای ټکي اېښودو کې همکاري کولی شي."

په داسې حال کې چې برتانیا کې د ځان وژنې کچه ټیټه شوې ده، خو هر کال شاوخوا ۴۵۰۰ کسان په دې هېواد کې د ځان وژنې له کبله مري.

له ځانوژنې یو څوک څنګه ژغورلی شو؟

د بي بي سي موندنه؛ تېر کال هرات کې ۱۴۰۰ ښځو د ځانوژنې هڅه کړې

دا ګومارنه داسې مهال شوې، چې لندن کې د نړۍ له څه باندې ۵۰ هېوادونو وزیران او جګپوړي چارواکي د رواني سلامتیا یوه غونډه کې ګډون کوي.

د برتانیا حکومت ژمنه کړ ده چې د زدکوونکو د رواني روغتیا د ملاتړ او اروزنۍ په ګډون به لا ډېر ګامونه واخلي.

Image caption هنا لیویس وايي، د رواني روغتیا ستونزه یې ان له ماشومتوبه ورسره مله وه

د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې وویل: "موږ دغه شرم او تور داغ له منځه وړلی شو؛ موږ د ځان وژنې غمیزه درولی شو."

پردې سربېره، اغلې مې دا ژمنه هم وکړه چې د "سامریتان" په نومله یوې خیریه مؤسسې سره به ۱٫۸ میلیون پونډه مرسته وکړي چې دغه بنسټ تر راتلونکو څلورو کلونو پورې خپل فعالیتونه جاري وساتلی شي.

هرات کې د ځانوژنې پېښې، ٪۹۰ یې ښځې دي

د انځور حقوق UK Parliament
Image caption تېرېزا مې وویل: "دغه نوي مقام ته د روغتیا وزیرې جکي ډویل پرایس غوره کول د ځان وژنې داغ او ننګ ته د پای ټکي اېښودو کې همکاري کولی شي."

خو ځینو نادولتي بنسټونو د ځان وژنې د مخنیوي لپاره د اغلې مې د حکومت پر کړنو نیوکه کړې او وايي حکومت "چې دوه کاله مخکې کومې ژمنې کړې وې، تر اوسه یې عملي کړې نه دي."

نړۍ کې ځان وژنه

  • په نړۍ کې هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژني
  • د ۱۵ او ۲۹ کلنو ترمنځ ځان وژنه د مړینې تر ټولو لوی لامل ګڼل شوی
  • په هرو ۲۰ هغو کسانو کې چې ځان وژنې ته مخه کوي، یو یې په پایله کې ژوند له لاسه ورکوي
  • په ۲۰۱۶ کال د ځان وژنې شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په لږ یا متوسط عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته شوې دي.
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په ښځو کې د ځانوژنې علتونه؟

ورته مطالب