د افریقا تر ټولو ځوان میلیاردر ولې وتښتول شو؟

د انځور حقوق AFP
Image caption فوربز مجلې د دوجي شتمني یو نیم میلیارد ډالر اټکل کړې ده.

د افریقا په تنزانیا کې پولیس وايي، پلازمېنه دارالسلام کې د یوه هوټل مخ ته مخ پټو وسلوالو محمد دیوجي وتښتاوه.

۴۳ کلن دیوجي د دې لویې وچې تر ټولو ځوان میلیاردر بلل کېده.

* په تاریخ کې تر ټولو شتمن سړی څوک و؟

* سعودی میلیاردر افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري

رپوټ شوې چې محمد دیوجي د پنجشنبې په سهار( د اکتوبر ۱۱) د هوټل ورزشي کلب ته د تمرین لپاره روان و چې له دې پېښې سره مخ شو.

پولیسو د پېښې په تړاو درې کسان نیولي او ویل کېږي دوه تښتوونکي د تانزانیا وګړي نه دي.

تراوسه د تښتولو انګېزه معلومه نه ده.

محمد دیوجي څوک دی؟

د انځور حقوق EPA
Image caption پولیس د محمد دوجي تر تښتول کېدو وروسته د هغه موټر څاري.

د اقتصادي مجلې فوربز د معلوماتو له مخې، محمد دیوجي په تنزانیا کې یواځنی میلیاردر دی.

دې مجلې د نوموړي شتمني یو نیم میلیارد ډالر اټکل کړې ده.

فوربز ښاغلی دیوجي پر ۲۰۱۷ کال د افریقا تر ټولو ځوان میلیاردر وباله.

* غریبو ته د شتمنو له بانکي حسابونو پیسې لېږل

* د سعودي میلیاردر طلاقې ښځې ۱۰۰ میلیون ډالر وګټل

نوموړی د تنزانیا د فوټبال د سیمبا لوبډلې لوی مالي ملاتړی هم دی.

د فوربز مجلې ۲۰۱۶ کال رپوټ وايي، ښاغلي دیوجي ژمنه کړې چې د خپلې شتمنۍ نیمايي برخه به پر خیریه چارو لګوي.

ښاغلی دیوجي په ځایی کچه په مو مشهور دی.

له کورنۍ سوداګرۍ د لویې وچې پر شرکت بدلېدل

ښاغلی دیوجي ته چې په سیمه کې د "مو" په نامه پېژدل کېږي دا ویاړ تر لاسه دی چې د عمده او پرچون پلورنې خپل کورنی کاروبار یې د افریقا په کچه په یوه شرکت بدل کړی.

د هغه شرکت مي-تل د نساجۍ، اوړو، څښونیو او غوړیو په ګډون مختلفو برخو کې کاروبار او له نږدې شپږو افریقايي هېوادونو سره راکړه ورکړه لري.

ښاغلي دیوجي تر ۲۰۱۵ کال پورې نږدې یوه لسیزه د واکمن ګوند د پارلماني غړي دنده هم درلوده.

نوموړي پر ۲۰۱۴ کال له بي بي سي سره مرکه کې ویلي و؛ دغې چارې ورته اسانه کړه چې لوړپوړو سیاستوالو سره وویني، خو د نورو سوداګرو په څېر یې له دې اسانتیا ناوړه ګټه نه ده اخیستې.

د محمد دیوجي ملګري او د چاپېریال وزیر جنوري مکمبا ټوېټ کړې چې د نوموړي له پلار او کورنۍ سره یې خبرې کړې او هغوی هم د دوجي تښتول کېدل منلي دي.

خاکسار انسان

محمد دیوجي په تنزانیا کې ډېر مشهور دی.

دا به سخته وي چې دار السلام کې داسې څوک پیدا کړې چې هغه یا کورنۍ یې ونه پېژني.

خو له دې سره سره چې نوموړی د هېواد یواځنی میلیاردر و، مګر د خپل امنیت په غم کې نه و.

هغه کله هم له ځان سره امنیت ساتي یا ګارډان نه ګرځول.

هغه خاکسار انسان او داسې نه معلومېږي چې میلیاردر دی.

د دارالسلام د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي چې دیوجي د فیټنیس مینوال و او له امنیت ساتو پرته به کلب ته خپل موټر کې تلو.

دارالسلام کې تښتول

د تنزانیا د پلازمېنې نوم دارالسلام عربي دی او د امن استوګنځی مانا لري.

د بي بي سي خبریال اتومن مټولیا وايي، د نوم په څېر دا ښار د نایجیریا او سوېلي افریقا د پلازمېنو لاګوس او ژوهانسبرګ پرتله ډېر خوندی دی.

که څه هم تزانیا کې د اپوزیسیون مشران او پر حکومت نیوکګر تښتول شوي یا پرې بریدونه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د محمد دوجي په څېر یو سوداګر تښتول کېږي.

سوداګر کله هم د تښتولو له خطر سره مخ شوي نه دي او تر ډېره دوی یوازې تګ راتګ کوي، په دوی کې ځینې ممکن موټروان ولري خو امنیت ساتي نه لري.

مګر د ښاغلي دیوجي تښتول یو لوی ټکان بلل کېږي.