د ټرمپ مېرمن: نړۍ کې تر ټولو ډېره زه ځورول کېږم

  • 12 اکتوبر 2018 - 20 تله 1397
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افریقا د سفر پر مهال ملانیا دا مرکه کړې ده.

د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ وايي، ځکه یې د انټرنېټي ځورونې ضد کمپاین پیل کړی چې پخپله نړۍ کې تر ټولو ډېره ځورول شوې ده.

له اې بي سي تلوېزون سره اوږده مرکه کې دا هم وايي، چې د سپینې ماڼۍ په لوېدیځ وزر کې پر ځینې کارمنانو هم باور نه لري، چې دا ور سره یو دفتر کې کار کوي.

* د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

* د امریکا لومړۍ مېرمن افریقا کې څه کوي؟

مېرمن ټرمپ دا هم وايي، چې کومې ښځې د جنسي ځورولو تور ګوي، باید کره سندونه ولري.

له هغې سره دا مرکه د اروپا د څلورو هېوادونو د سفر پر مهال تېره اونۍ افریقا کې شوې ده.

تر هر چا ډېر

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملانیا وايي، د سپینې ماڼۍ پر ځینې کارکوونکو هم باور نه لري.

ملانیا ټرمپ وایي: زه ویلی شم چې نړۍ کې تر هر چا ډېره ځورول کېږم

خبریال ټام لیمس یې پوښتي: ته په ریښتیا هم د نړۍ تر ټولو ډېره ځورول کېږې؟

"یوه له دوی، که ته په ریښتیا دا وګورې چې خلک زما په هکله څه وايي".

* د امریکا لومړۍ مېرمن څوک ده؟

* ایوانکا ټرمپ، د امریکا اصلي لومړۍ مېرمن؟

مېرمن ټرمپ پوښتل کېږي چې که د ټرمپ ور ساتې وی؟

هغه خاندي او وايي "ښه، زه هیله لرم".

ټرمپ ته شکایت

د انځور حقوق Abc
Image caption مېرمن ټرمپ وايي، کومې ښځې د جنسي ځورونې تور لګوي باید کره سندونه ولري.

هغه دا هم وایي، چې د سپینې ماڼۍ ځینې کارکوونکو باندې باور نه لري، ځکه یې د هغو په هکله ډونلډ ټرمپ ته ریښتیا ریښتیا وویل.

کله چې وپوښتل شوه، د ډونلډ ټرمپ غبرګون څه و؟

"ښه، ځینې له دوی اوس دلته کارنه کوي".

ملانیا ټرمپ د امریکا د لومړۍ مېرمنې په توګه له ولسمشر ټرمپ پرته تېره اونۍ د افریقا څلورو هېوادونو- ګانا، ملاوې، کینیا او مصر- ته سفر درلود.

* د ډانیلز او ډونلډ ټرمپ د مینې کیسه کوم لور ته ځي؟

* د ټرمپ مېرمن وینا کې د ځینو خبرو په غلا کولو تورنه شوې

له اې بي سي سره مرکه کې هغې دا هم وویل، چې کومې ښځې د جنسي ځورولو تور لګوي، پکار ده، پاخه سندونه ولري.

خو دا یې څرګنده نه کړه چې له دې خبرې یې مطلب څه دی.

"زه د ښځو ملاتړې یم، خو ته یو کس ته یوازې دا نه شې ویلی چې زه جنسي ځورول شوې یم، یا تا زما سره دا کار کړی دی".

پر رسنیو نیوکې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملانیا له ټرمپ پرته افریقا ته سفر درلود.

هغه زیاتوي چې ځینې وخت رسنۍ په دا ډول تورونو سره له پولې وځي:

"کیسه داسې انځوروي چې سمه نه وي، دا سم کار نه دی".

افریقا ته د خپل سفر لومړیو کې هغې د سترې محکمې د قاضي بریټ کاوانا دفاع وکړه.

پر هغه هم تور لګېدلی چې د لېسې یوه پېغلوټې یې جنسي ځورولې وه ، خو نوموړي دا تور رد کړ

د مېرمن ټرمپ مرکې ته پراخ غبرګون ښودل شوی دی.