'راتلونکي افغان حکومت کې به طالبانو ته 'ډېره' ونډه ورکړله شي؟'

طالبان
Image caption امریکایۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي روسیه له طالبانو سره د اړیکو پاللو په پلمه غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، پاکستان په دې نظر دی چې امریکا په افغانستان کې پر طالبانو د جګړې له لارې نه شي بریالۍ کېدای.

د دې ورځپاڼې په وینا پاکستان د سولې د هڅو ملاتړ کړی او په اسلام اباد کې دیپلوماتان په دې نظر دی چې پاکستان ښايي تمه ولري طالبان د یوه جوړجاړي په صورت کې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې تر هغې ډېره ونډه ولري چې افغان او یا امریکايي چارواکي یې طالبانو ته په نظر کې لري.

امریکایۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي روسیه له طالبانو سره د اړیکو پاللو په پلمه غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي. ورځپاڼه لیکي د مسکو دا اقدام شاوخوا درې لسیزې وروسته له هغه کېږي چې د افغانستان په جګړه کې د ماتې په پایله کې شوروي اتحاد ړنګ شو.

خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې همکاري غوښتې

ورځپاڼه لیکي د طالبانو او روسیې دا راشه درشه وروسته له هغه پيل شوه چې د تیر کال په سپتمبر میاشت کې طالبان مسکو ته د سولې په نامه خبرو لپاره وبلل شول.

د ورځپاڼې له مخې د روسیې تمرکز د افغانستان پرشمالي سیمو دی او دغه هېواد غواړي د سولې په خبرو کې د یوه منځګړي په توګه خپل رول وساتي.

د واشنګټن پوسټ په دې مطلب کې دغه راز ادعا شوې ده چې روسیه له امریکا، چین، پاکستان، هند او ایران سره د افغانستان په تړاو کې په خبرو کې ښکېله ده او په دې کار سره غواړي شرایط د خپلې ګټو په پام کې نیولو سره برابر کړي.

واشنګټن اګزماینر خپرونې د امریکا کانګرس د استازو جرګې د مشر پاول رایان هغه خبره راخیستې چې ویلي یې دي افغانستان ته د تېر سفر پرمهال یې داسې پرمختګونه لیدلي چې دی وايي زړه یې خوشاله کړی.

ده ویلي د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د ډونالډ ټرمپ ستراتیژۍ ته باید وخت ورکړل شي چې اغېز یې معلوم شي. دی زیاتوي، امریکا باید په افغانستان کې ترهګرۍ سره مبارزه باید لومړیتوب وي او په ورته وخت کې په کار ده د سولې او پخلاینې لپاره کار ورکړي.

د سعودي خبریال جمال خاشقجي د مړي او ژوندي لا درکه کېدو مساله لا هم د ډېرو نړیوالو ورځپاڼو د سر موضوع ده، په همدې لړ کې برتانوۍ ورځپاڼه ټایمز لیکي آیا د سعودي ولیعهد به وژغورل شي؟ د دې مطلب لیکوال وايي د خاشقجي په قضیه کې د ټولو پام یوه هېواد او په دغه هېواد کې یوه کس ده، هېواد سعودي عربستان او کس ددغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان دی.

ترکيه 'د سعودي خبریال د وژل کېدو ثبوت لري'

د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلی خاشقجي، چې پر سعودي حکومت یې نیوکې کولې، د اکتوبر پر دویمه ترکیه کې د سعودي کونسګلرۍ ودانۍ ته له ننوتو وروسته نه دی لیدل شوی.

د دې مطلب لیکوال په دې نظر دی چې په سعودي کې ډیر داسې مسالې شته چې لوېدیځ وال پرې خوښ نه دي خو څومره چې د خاشقجي په مساله لودیځ مشران پر سعودي غوصه دي په تېر کې داسې نه دي لیدل شوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ظاهراً د ولسمشر ټرمپ پر هغو څرګندونو نیوکه کړې چې ویلي و له سعودي عربستان سره د خبریال جمال خاشقجي د مسالې پر د ملیاردونو ډالرو معاملې نه ځنډوي.

ورځپاڼه پوښتنه کوي پرته له دې چې دې ته وکتل شي چې سعودي امریکا ته څه ورکوي آیا له دغه هېواد سره ملګرتیا پر دې ارزي چې د یوه نیوکه کوونکي پر وژنه سترګې پټې کړل شي داسې څوک چې د ورځپاڼې په وینا یوازینې ګناه یې دا کړې چې رښتیا یې ویلي.

ورته مطالب