اردوغان: د خاشقجي وژنه وار له مخه پلان شوې وه

اردغان د انځور حقوق AFP/EPA
Image caption اردوغان وویل، د خاشقجي وژونکي دې ترکیه کې محاکمه شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژلو پلان کونسلګرۍ ته د هغه تر تللو څو ورځې د مخه جوړ شوی و.

ښاغلي اردوغان د سې شنبې په ورځ د ترکیې پارلمان ته خبرو کې وویل، داسې ثبوت لري چې ښیي جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ کې په ډېره بې رحمۍ وژل شوی.

* جمال خاشقجي؛ سعودي یې وژل اوس لویه تېروتنه بولي

* د افغان- شوروي جګړې خبریال جمال خاشقجي څومره پېژنئ؟

ښاغلي اردوغان تور ولګاوه چې د جمال خاشقجي تر وژنې وړاندې ۱۵ تنه سعوديان په درېیو ډلو کې ترکیې ته ورغلي وو.

ده زیاته کړه، دې ډلې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې نصب شوې امنیتي کامرې هم لېرې کړې وې.

نوموړي زیاته کړه، سعودي عربستان باید ووایي چې د خاشقجي مړی چېرته وړل شوی او دا سپیناوی دې هم وکړي چې د هغه د وژلو امر چا کړی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جمال خاشقجي د اکتوبر پر دویمه نېټه استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته ورغلی و

نوموړي په دې اړه ډېر جزیات ور نه کړل چې له ترکیې سره څه ډول ثبوتونه شته، خو و یې منله چې سعودیانو د دې قضیې په لړ کې ۱۸ مشکوک کسان نیولي دي.

ولسمشر اردوغان وویل، په دې وژنه کې ښکېل کسان باید په ترکیه کې محاکمه شي، ځکه جرم د ترکیې پر خاوره شوی.

سعودي چارواکو لا هم په ښکاره نه دي ویلي چې د اکتوبر پر دویمه نېټه په استانبول کې د دوی په کونسلګرۍ کې څه پېښ شول، خو له څو ورځو ځند وروسته یې لږ تر لږه اوس دا منلې ده چې جمال خاشقجي وژل شوی.

د ترکیې ولسمشر په داسې وخت کې دا څرګندونې وکړې چې په ریاض کې د پانګونې یوه لویه نړیواله ناسته پیل شوې ده.

د جمال خاشقجي د وژنې د قضیې په درشل کې کابو ۴۰ لویو شرکتونو په دې ناسته کې له ګډونه انکار کړی و.

خو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په ګډون یو شمېر نور مشران، د اقتصاد وزیران او د نړیوالو شرکتونو مشران په دې غونډه کې موجود دي.

ورته مطالب