مشهور نړیوال هنرمندان چې مسلمان شول

د انځور حقوق Getty Images

ایرش هنرمنده شنیډ اوکونر د هنر له نړۍ لومړنی شخصیت نه دی، چې د اسلام دین یې منلی دی. له دې مخکې هم یو شمېر هنرمندانو د اسلام دین منلی، چې دلته یوه لنډه کتنه ورته کوو.

شنیډ ۱۹۹۰ کلونو کې 'نتهنګ کمپیرز ټو یو ' نومې سندره خورا مهشوره شوه.

نوموړې وايي د اسلام له منلو وروسته یې خپل نوم 'شهدا ' ته اړولی دی. مېرمن شهدا په یوه ټویټر پیغام کې له هغو کسانو مننه کړې، چې د هغې اسلام منلو له کبله یې خوښي څرګنده کړې.

پروسږ کال نوموړې خپل نوم بدل کړی و او مګدا ډېوټ ته یې اړولی و.

له دې مخکې ۱۹۹۰ کال کې د یوه امریکايي ټلویزیون خپرونه کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده نوموړې د پاپ تصویر څېرلی و، چې له کبله یې ناندرۍ رامنځته شوې وې.

اسلام

له هغې وروسته د فرانسې لورډز ښار کې د کلیسا کشیشه یا راهبه شوه، خو کیتولیک کلیسا ښځو ته داسې اجازه نه ورکوي او د نوموړې دنده هم نه وه تایید شوې.

شنیډ اوکونر د هنر او فلم نړۍ لومړنی شخصیت نه دی، چې اسلام مني. له دې مخکې هم یو شمېر مشهورو شخصیتونو د دین په توګه اسلام منلی دی، چې لاندې یې د ځینو نومونه وړاندې کېږي.

کیټ سټېونز/ یوسف اسلام

اسلام د انځور حقوق Getty Images

د برتانیا مشهور سندرغاړي کیټ سټیونز د ۱۹۷۷ په دسمبر کې د اسلام له منلو وروسته ۱۹۷۸ کال کې رسماً خپل ځان ته د یوسف اسلام نوم غوره کړ. یو کال وروسته نوموړي د خیریه چارو لپاره د موسیقۍ شخصي الات وپلورل او موسیقي یې پرېښوده. خو ۲۰۰۶ کال کې نوموړی بېرته موسیقۍ ته ستون شو او ۲۸ کاله وروسته یې د 'ان ادر کپ ' په نامه د سندرو ټولګه خپره شوه.

کرسټین بیکر

اسلام د انځور حقوق Getty Images

د جرمني یوې ټلویزیوني خپرونې کوربنه کرستین بېکر له مشهورو جرمن شخصیتونو یوه ده، چې اسلام یې منلی. نوموړې ۱۹۹۲ کې د پاکستان له اوسني لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل او له هغه درې کاله وروسته یې ۱۹۹۵ کال کې د دین په توګه اسلام ومانه.

لورین بوت

اسلام د انځور حقوق Getty Images

لورین بوت برتانوۍ خبریاله، ژورنالیسته او د بشري حقونو فغاله ده. نوموړې د برتانیا پخواني لومړي وزیر د مېرمنې شېري بلیز ناسکه خور ده. نوموړې ۲۰۱۰ کال کې له سهیل احمد نومي مسلمان سره له واده کولو وروسته اسلام ومانه.

۲۰۱۰ کال کې نوموړې د اسلام ټلویزیوني چینل مراسمو کې له حجاب سره راڅرګنده شوه. هغې وویل، فلسطین کې یې د خبریالي په توګه تجربه د دې لامل شوه، چې د اسلام په هکله یې پوهاوی ډېر شي.

ډیو چیپل

اسلام د انځور حقوق Getty Images

کامیډین، ممثل او لکوال ډیو چیپل ۱۹۹۸ کې اسلام ومانه. نوموړي ۲۰۰۵ کال کې له ټایم مجلې سره خبرو کې وویل، 'معمولاً زه د خپل مذهب په اړه په عام محضر کې خبرې نه کوم، ځکه نه غواړم زه یا زما تېروتنې له دغې ښکلا سره وتړل شي او فکر کوم دا کافي ښایست دی، چې په سمه توګه زده کړه کېږي. '

اي ار رحمان

اسلام د انځور حقوق Getty Images

اي ار رحمان د هندي موسیقۍ له خورا مشهورو څېرو یوه ده. نوموړی په یوه هندو کورنۍ کې وزېږید او نژدې ۲۰ کلن و، چې اسلام یې ومانه. د دین له منلو وروسته نوموړي خپل نوم له اي اېس دلیپ کومار نه الله رکها رحمان ته واړاوه، چې د مخفف اي ار رحمان په نامه پېژندل کېږي.

۔

اړونده مطالب

ورته مطالب