د جمال خاشقجي کوژدنې د ولسمشر ټرمپ بلنه رد کړې

خدیجه جنكيز ترکيې کې له یوه ځايي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، فکر یې کاوه دغه بلنه امریکا کې د خلکو پر فکر د اغېز لپاره ده. د انځور حقوق EPA
Image caption خدیجه جنكيز ترکيې کې له یوه ځايي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، فکر یې کاوه دغه بلنه امریکا کې د خلکو پر فکر د اغېز لپاره ده.

د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي کوژدنه خديجه چنكيز وايي، د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ بلنه یې رد کړې، ځکه د هغې په وینا ښاغلی ټرمپ د خاشقجي وژنې پلټنو کې رښتینی نه دی.

اغلې چنكيز ترکيې کې له یوه ځايي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، فکر یې کاوه دغه بلنه امریکا کې د خلکو پر فکر د اغېز لپاره ده. خاشقجي درې اونۍ مخکې د استانبول سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوی و.

ریاض په دغه وژنه کې د شاهي کورنۍ ښکېلتیا ردوي او دا د 'خپلسرو جاسوسانو ' عمل بولي. مخکې اغلې جنكيز یوه لیکنه کې چې نیویارک ټایمز خپره کړه ویلي و:

''که د هغه څه په اړه معلوماتو راټولولو کې چې سعودي کونسلګرۍ کې پېښ شول، ولسمشر ټرمپ رښتینې برخه واخلي، هغه ورځ به یې پر بلنه غور وکړم. ''

ولسمشر ټرمپ وايي د سعودي څرګندونو په اړه 'ډاډه نه دی ' خو د بندیزونو له خبرې سره نوموړی د دواړو هېوادونو تر منځ د مهمو اړیکو یادونه کوي.

ولسمشر ټرمپ دغه راز وايي 'ښايي ' ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د پېښې په اړه معلومات نه درلودل. خاشقجي د سعودي عربستان پر ځواکمن ولیعهد برالا نیوکې کولې.

د جمعې پر ورځ ټلویزیوني مرکه کې داسې حال کې چې اوښکې یې پر مخ بهیدې اغلې جنكيز هغه ورځ یاده کړه، چې خاشقجي تری تم شوی و.

د جمال خاشقجي مشر زوی د سفر تر بندیز وروسته واشنګټن ته رسېدلی

ټرمپ: د خاشقجي 'وژنه تر ټولو ناوړه تاریخي پټونه' ده

نوموړې وویل، که خبره وای چې 'سعودي چارواکو د هغه وژلو لپاره توطئه جوړه کړې ' هېڅکله به یې هغه ته اجازه نه وه ورکړې، چې د کونسلګرۍ ودانۍ ته ننوځي.

هبیر تورک ټلویزیون سره مرکه کې نوموړي وویل:

''زه غواړم له لوړه پوړه تر ټیټه پوړه هغه ټول کسان چې دغه وحشت کې ښکېل وو، سزا وویني او عدالت ته وړاندې شي. ''

نوموړې وايي، تر اوسه سعودي چارواکو ورسره اړیکه نه ده نیولې، خو په خبره یې که د خاشقجي ورک شوی مړی هم وموندل شي د خښولو مراسمو کې به یې د ګډون لپاره سعودي عرب ته نه ځي.

د انځور حقوق EPA
Image caption خاشقجي د سعودي عربستان پر ځواکمن ولیهد برالا نیوکې کولې.

سعودي څارنوالۍ اوس وايي د خاشقجي وژنه 'د قتل عمد ' پېښه ده او ترک ولسمشر رجب طیب اردګان له ریاضه غوښتي باید ومني چې د دغې وژنې امر چا کړی او مړی چېرې دی.

بل لور ته د جاشقجي زوی له کورنۍ سره د امریکا متحدو ایالتونو ته رسېدلی دی. له دې مخکې د نوموړي د پلار له لوري د هېواد پر مشرتابه د نیوکو له کبله له هېواده د وتلو بندیز لګېدلی و، خو اوس دغه بندیز ليرې شوی دی.

ورته مطالب