فیسبوک؛ د ایران اړوند ۸۲ پاڼې حذف کړې دي

Iran flag over Facebook logo

د خواله رسنیو فیسبوک شبکې ویلي، یوشمېر داسې پاڼې یې حذف کړې دي چې 'جعلي خبرونه یې خپرول'. فیسبوک زیاتوي، دغه پاڼې د ایران اړوندې دي، خو لا مالومه نه ده چې د ایران حکومت یې تر شا و او که نه.

ویل کېږي دغو پاڼو په امریکا او برتانیا کې پر عامه افکارو اغېز کاوه.

د فیسبوک په وینا،‌ په دې پاڼو کې د توکم پالنې، بې اتفاقۍ او له ډونلډ‌ ټرمپ او کډوالۍ سره د مخالفت اړوند مطالب خپرېدل.

دغه شبکه زیاتوي،‌ یادې پاڼې یې تېره اونۍ پېژندلې، خو تر اوسه یې د چلوونکو او په دې اړه مالومات نه دي ترلاسه کړي چې ترشا یې د ایران د حکومت لاس و او که نه،‌ خو په اړه یې څېړنه روانه ده.

فیسبوک وايي، دا پاڼې یې پر فیسبوک او د فیسبوک پر اړوند انسټاګرام موندلې چې د فیسبوک قوانین یې مات کړي دي.

ښځې خپل جنین پر فیسبوک پلورلو ته وړاندې کړی

د فیسبوک د ونډو بازار ولې وغورځېد؟

فیسبوک اداره د خپلې وېبپاڼې "مشهور" مخونه څاري

هکرانو د شاوخوا ۵۰ میلیونه کسانو فیسبوکونو ته لار موندلې

لکه څرنګه چې فیسبوک وايي، دغو پاڼو په ۲۰۱۶ کال فعالیت پیل کړی،‌ خو اصلي فعالیتونه یې تېر کال کړي دي.

د اتلانتیک کانسیل په نامه شرکت چې ددغو

پاڼو د منځپانګې اروزنې دنده یې لرله ویلي، ددغو پاڼو ډېری چلوونکو هڅه کوله چې ځانونه لیبرال امریکایان معرفي کړي.

یاد څېړنیز شرکت وايي، خو برعکس چلوونکي یې په تېره اګسټ میاشت کې وپېژندل شول، چې ایرانیان دي او د اسرائیلو او سعودي عربستان پرضد به یې تبصرې کولې.

د انځور حقوق Facebook
Image caption یوه تبصره،‌ چې دغو له یادو پاڼو خپره کړې وه،‌ فیسبوک ډیلیټ کړې ده.

فیسبوک د بي بي سي دې پوښتنې ته چې دغو پاڼو څومره مخاطبین لرل، په ځواب کې ویلي، تر اوسه په دې اړه ډاډه نه دی.

خو اتلانتیک کانسیل شرکت ویلي، ځینو دغو پاڼو دا توان درلود چې ګڼ‌ مینه وال ورمات کړي چې ان ځینې ویډیوګانې یې تر ۱۳ میلیون لیدونکو پورې هم رسېدلې وې.

فیسبوک دا ګام داسې مهال اخیستی چې امریکا کې تر څه کمو دوو اونیو کې د کانګرس ټاکنې کېږي او برتانیا هم له اروپايي ټولنې د وتلو د وروستۍ پرېکړې په درشل کې ده.

ورته مطالب