'افغانستان کې د داعش ۷۰٪ جنګیالي پاکستانیان دي'

داعش د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د 'اسلامي دولت' ډلې زیات غړي ان تر اویا سلنې پاکستانیان دي او نور یې د افغانانو ترڅنګ عربان ، ازبکستانیان ، چیچنیایان او چینایان دي.

هندۍ ورځپاڼې 'ایکانومیک ټایمز' د افغانستان د دفاع وزارت د مرستیال هلال الدین هلال له قوله لیکي، په افغانستان کې شاوخوا پنځوس زره اورپکي شته چې یو زیات شمېر یې پاکستانیان دي او په یوویشتو ترهګرو ډلو پورې تړاو لري.

نوموړي دا خبرې د بیجینګ شیانګشان امنیتي کانفرانس کې کړي دي. ده ویلي له دې ډلې څه باندې اته زره یې نړیواله ترهګر دي.

هلال زیاته کړې د اورپکو زیاته برخه د طالبانو ډلې پورې تړلي دي او شاوخوا دوه زره یې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې غړي دي.

ننګرهار کې پر ټاکنیز کمپاین د داعش ځانمرګي برید ۱۴ کسان وژلي

د ده د معلومات له مخې د 'اسلامي دولت' ډلې زیات غړي ان تر اویا سلنې پاکستانیان دي او نور یې د افغانانو ترڅنګ عربان ، ازبکستانیان ، چیچنیایان او چینایان دي.

'د افغانستان ولسي جرګې ټاکنې د ولسواکۍ لپاره یو بری دی'، دا د 'ارب نیوز' ورځپاڼې د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی چې وايي د تېرې شنبې ورځې (تله ۲۸مه) ټاکنې د افغانستان لپاره تاریخي وې او له ګڼو ستونزو سره، سره په ټاکنو کې د خلکو ګډون یو ښکاره پیغام درلود او هغه دا چې خلک ولسواکۍ او د بیان آزادۍ ته ژمن دي او دا یې وښودله چې دوی غواړي خپل برخلیک د ټوپک د شپېلۍ له لارې نه بلکې د خپلې رایې په کارولو وټاکي.

Image caption 'لانګ وار ژورنال' وايي، پاکستان ځکه اوس ملا عبدالغني برادر خوشی کړ، چې هغه پخوانی اغېز نه لري

'لانګ وار ژورنال' په یوه مطلب کې د سولې په برخه کې د ملا برادر رول په اړه ناهیلي ښکاره کوي او لیکوال یې وايي د هغه خوشې کېدل به د پخلاینې پر هڅو اغېز ونه لري؛ ځکه دی نهه کاله د طالبانو له لیکو لرې پاتې شوی.

لیکوال وايي، دا د پوښتنې وړ ده چې پاکستان ولې دی اوس خوشی کړ؟ د ده په نظر دا ځکه چې پاکستان پوهېږي ملا برادر پخوانی اغېز نه لري، بلکې برعکس دده خوشي کولو سره پاکستان وښودله چې دا دی یو څه کوي، خو زیاتوي پاکستان دا ډول ظاهري کارونه کوي، خو په ورته وخت کې خپلې دوه مخې لوبې ته هم ادامه ورکوي.

ملا برادر څوک دی، او څومره مهم دی؟

ده ته دا هم کومه نا آشنا خبره نه ښکاري چې د ملابرادر د خوشي کولو په اړه د طالبانو په اعلامیه پاکستان ته د ملامتیا هېڅ ګوته نه ده نیول شوې چې ولې ملا برادر یې دی نهه کاله بندي کړي و؛ ځکه طالبان له همدې پاکستانه ملاتړ، خوندي ځای او داسې نور ترلاسه کوي.

ورته مطالب