له خبر ترک، ټليوزيون سره ژړغونې مرکه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له 'خبر ترک'، تلوېزيون سره ژړغونې مرکه

د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس بحرين کې يو ګډ پيغام ورکړی، د خليج عرب هېوادونو ته یې ډاډ ورکړی چې امريکا لا اوس هم دې سيمې په اړه ځواکمنه سټراټيژيکه ژمنيا لري. خو دا خبره یې هم کړې چې امريکا به تېره نژې موده د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژلو په څېر چلن هم ونه زغمي، چې ځينې لوېديځ هېوادونه شک کوي، د سعودي مشرتابه یې امر ورکړی و. د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير منلې ګنې ځينو کسان له خپلو واګو تېر شوي، خو ده دې پېښې خبرپوښنې په اړه ځينې لوېديځې رسنۍ په پارېدنه تورنې کړې.