نادیه مراد د داعش بند کې څه لیدلي؟

د انځور حقوق Getty Images

سږکال د سولې نوبل جایزه په جګړه کې ښکېلو سیمو کې له ښځو سره د جنسي زورزیاتي‌ پر ضد دوو فعالانو ته ورکړل شوه، کوردۍ یزیدۍ نادیه مراد او د کانګو یوه ډاکتر دنیس موکو یګي ته.

نادیه مراد چې ایله ۲۵ کلنه ده د تېر کال مني‌ کې یې د خپل ژوند هیښوونکې کیسه د کتاب په بڼه ولیکله چې "وروستۍ نجلۍ" نومېږي. د نادیې کتاب نړۍ د نادیې له کیسې خبره کړه.

نادیه لومړنۍ ښځه ده چې د داعش په زندان کې د خپل بندیتوب په موده کې د کیسې په لیکلو د بندي ښځو پر حال نړیوال خبر کړل.

یو عمده لامل چې د سولې نوبل جایزه دغو دوو فعالانو ته ورکړل شوه دا دی چې نه ستړې کېدونکې هڅې یې کړي چې په جګړو کې د وسلې په توګه د جنسي‌ تاوتریخوالي د کارولو مخه ونیسي.

د نادیې هيښوونکې کیسه

نادیه مراد د عراق موصل کې د سنجار کوجوی کلي کې زېږېدلې چې اوسېدونکي یې ډېری بزګر او شپانه دي. هغې له خپلو خویندو او وړونو سره هوسا ژوند درلود او په خوبونو کې یې ځان د تاریخ ښوونکې لیدله چې یو سینګارتون به هم ولري، خو دغه د خوبونو ژوند یې د ۲۰۱۴ کال د اګسټ پر ۱۵ هغه مهال پای ته ورسېد چې نادیه ۲۱ کلنه وه.

نادیه مراد د سولې نوبل جایزه ګټونکې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ یو شمېر مشرانو له نادیې سره وکتل چې په دې عکس کې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون ورسره لیدل کېږي.

نادیه په ۲۰۱۴ کال کې له زرګونو نورو ایزدي ښځو او نجونو سره د وینځو په توګه د داعش له خوا ونیولې شوې.

هماغه کال رپوټونه خپاره شول چې داعشیانو د دوی پر کلیو برید کړی او سړي یې په چړو وژلي. د نادیې وړونه هم په مړیو کې ول او مور یې هم ډېر ژر پسې مړه شوه. داعشیانو د خلکو مړي په ډله ییز قبرونو کې خاورو ته وسپارل او ځوانې ښځې او نجونې یې له ځانه سره بوتلې چې د جنسي ګټې لپاره یې وپلوري. نادیه هم یوه له هغو ګڼو نجونو وه چې د داعش منګولو ته ولوېده او د دې په وینا ناوړه راتلونکې یې په مخ کې وه.

نادیه د داعش له منګونو په تېښته څنګه بریالۍ شوه؟

کله چې په ۲۰۱۶ کال کې د بي‌بي سي‌ هارډ ټاک خپرونه کې له نادیې وپوښتل شول هغې د خپلې تېښتې کیسه داسې وکړه.‌

"لومړی ځل چې مې وغوښتل وتښتم له یوه سړي سره وم چې له ماسره یې بد چلند کاوه او پر ما یې جنسي تېری کړی و. له ځانه سره مې ویل چې باید وتښتم،‌ که څه هم ډاډه نه وم چې بریالۍ به شم. داعش اورپکو د موصل هرې سیمې کې رېښې غځولې وې. غوښتل مې د کړکۍ له لارې وتښتم خو یوه ساتونکي ژر ونیولم او بېرته یې کوټې کې واچولم."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نادیه مراد د کتاب سریزه لبنانۍ حقوقپوهې او د هالیووډ سینما د مشهور لوبغاړي جورج کلوني مېرمن امل کلوني لیکلې ده.

نادیې زیاته کړه "داعش داسې یو قانون لري، که له داعش سره یوه ښځه د تېښتې پرمهال ونیول شي، باید تر پخوا ورسره بې ارزښته چلند وشي. د همدې قانون پر بنسټ نیول شوې ښځه په کوټه کې بندې کېږي او په قرارګاه کې ټول اورپکي باید پرې جنسي‌ تېری وکړي. پر ما ډله ییز تېری وشو… هغوی دا کار مقاربتي جهاد ونوماوه.‌"

نادیې وویل وړاندې تر دې چې په تېښته بریالۍ شي څو ځلې له یوه پر بل خرڅه شوې وه.

نادیه وايي "وروسته سره له دې چې له دې قرارګاه تېښته راته ناشونې برېښېده. ما وکړای شول له یوې مسلمانې کورنۍ سره چې له داعش سره یې هېڅ اړیکه نه درلوده په تماس کې شم. له هغوی مې د مرستې غوښتنه وکړه. ورته مې وویل چې د دې په بدل کې به زما ورور هر هغه څه چې دوی وغواړي ور کړي. ‌دې کورنۍ راته وویل چې د داعشیانو ملاتړ نه کوي او هېڅ اړیکه ورسره نه لري. هر هغه مرسته چې یې کولی شوای له ما یې ونه سپموله. هغوی ما ته یو سرترپښو تور حجاب، ‌عبایه راکړه او د اسلامي‌ هویت کارت یې راکړ او پولې ته یې بوتلم. دې کورنۍ راسره مرسته وکړه چې وتښتم."

په همدې مرکه کې د بي‌بي‌سي‌خبریال ترې پوښتنه کوي چې ډېری داسې ښځو چې داعش سره وې ځانوژنه کړې او ویلي یې دي مرګ ته تر ژوند ترجیح ورکوي. تا ته هم تېښته د ځانوژنې برابر تمامه شوه؟

نادیې یې په ځواب کې وویل "چې د داعش لاس ته ولوېدې لکه مړه چې شوې… انسانان یو ځل مري خو موږ د داعش کنیزانې او وینځې هر ساعت کې یو ځل مړې کېدو. کله چې به هره شېبه بندیخونې ته د دوی د راننوتلو منتظرې وو زړه به مو له ډاره درېده، ځکه نه پوهېدو چې نور به زموږ په حق کې څه کوي... ما هېڅکله د ځانوژنې په اړه فکر ونه کړ، نه داعش سره تر بندي کېدو وړاندې او نه هم وروسته.‌ ډېرو نجونو ځانوژنه وکړه، یوه یې زما کلیواله وه."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نادیه: تمه لرم یوه ورځ په ټوله نړۍ کې ښځې وکړی شي د هغه څه په اړه چې پرې تېر شوي د خطر له احساس پرته خبرې وکړي.

څه چې په تېرو څو کلونو کې پر یزیدي او مسیحي ښځو تېر شول نه یوازې یې د دوی ژوند چې کورنۍ او ټولنه یې ور بدله کړه. اوس ډېری دا ښځې داسې نا ویلې کیسې لري چې لا اوس یې هم د بیانولو توان نه لري، او همدارنګه هغه ماشومان چې د داعشیانو له جنسي تېري نړۍ ته راغلي او راتلونکې یې یوه نړۍ ابهام سره مخامخ ده. تمه دا ده چې روانې هڅې او مرستې دا لار هواره کړي چې له داعش واکمنۍ پرځای پاتې تور میراث او ټپونه نړۍ ته ښکاره شي. هغه ټپونه چې درملنه یې ښايي نسلونه وخت ونیسي.

وروسته له دې چې نادیې د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه بي‌بي‌سي ته یې یوه مرکه کې وویل، وروستيو څلورو کلونو کې یې ډېر کړاوونه تېر کړي، خو د اوس لپاره تر ټولو مهم کار یې دا دی چې پیغام یې واورېدل شي.‌

نادیه وايي" تمه لرم یوه ورځ په ټوله نړۍ کې ښځې وکړی شي د هغه څه په اړه چې پرې تېر شوي د خطر له احساس پرته خبرې وکړي… خپله خبره ونه خوري او تر ټولو مهم چې… خوندي وي…"

نادیه مراد اوس په جرمني‌کې د ۱۰۰۰ نورو یزیدي پناه غوښتونکو ترڅنګ ژوند کوي او له هغو ښځو سره چې د جنسي زورزیاتیو قربانیانې دي مرسته کوي.

د دې کتاب "وروستۍ نجلۍ، زما د اسارت داستان او د اسلامي دولت پر وړاندې مبارزه" چې ۳۲۰ مخه لري د ۲۰۱۷ کال نومبر میاشت کې چاپ شو چې سریزه یې لبنانۍ حقوقپوهې او د هالیووډ سینما د مشهور لوبغاړي جورج کلوني مېرمن امل کلوني لیکلې ده.

ورته مطالب