د لیسټر سیټي څښتن د چورلکې لوېدو کې وژل شوی
په ۲۰۱۰ کال یې لیسټر سیټي د ۳۹ میلیون پونډو په مقابل کې واخیست
لیسټر سیټي منلې ده چې څښتن یې او تایلنډۍ میلیاردر ویچای سريوادهاناپرابها او څلور نور کسان د انګلیسي لوبډلې لوبغالي بهر د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې پیلوټ هم دی.
پېښه د شنبې په ماخوستن اته نیمې بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې چورلکه له پورته کېدو شېبه وروسته ولوېده.
عیني شاهدانو وویل، چورلکه تر لیسټر لوبډلې تر سټوډیوم پورې په هوا کې وه چې په لوېدو سره یې اور واخیست.
لیسټر د انګلستان یو مرکزي ښار دی. ددغه ښار د فوټبال لوبډله ۱۳۴ کلن تاریخ لري.
سټوډیوم کې زرګونه ګېډۍ ګلان له ویچای سره د غمشریکۍ په پار اېښودل شوې دي.
یوه عیني شاهد ویلي، د لیسټر لوبډلې یو لوبغاړی یې ولید چې له لوبغالي بهر یې د الوتکې د لوېدو ځای ته منډې وهلې.
ځینې عیني شاهدانو ویلي، چې د الوتکې په لوېدو سره له الوتکې د اور یوه لمبه پورته شوه.
د سريوادهاناپرابها د ملکیت په دوران کې لیسټر سیټي پر انګلیسي لوبډلې په ۲۰۱۶ کال بریالۍ شوه.
چورلکه کې ایزابیلا روزا لیچویکز، اریک سوافیر او کافیبورن بونبار هم وژل شوي.
یوه عکاس ریان براون چې لوبغالي کې یې عکاسي کوله ویلي، چورلکه یې په کینګ لوبغالي کې تر لوېدو مخکې ولیده.
هغه د بي بي سي "لایف ۵" رادیويي پروګرام ته ویلي "د چورلکې ماشین ودرېد سرمې راپورته کړ چې یو تیز غږ مې واورېد او بیا چاودنه وشوه".
د لیسټر سیټي مینه والو سلګونه ګلان د وژل شویو غمشریکۍ کې کېښودل
د تایلنډ فوکس هانټ فوټبال اکادیمۍ لوبغاړو هم د وژل شویو غمشریکۍ کې ګډون وکړ
مینه والو د لوبغالي دېوال ته د ګلانو ګېډۍ کېښودې
د سکای نیوز سپورت شبکې خبریال راب ډورسټ ویلي، چورلکه له لوبغالي پورته شوه. څو ثانیې وروسته یې پیلوټ کنټرول له لاسه ورکړ.
یوه بل عیني شاهد ویلي، ښکارېده چې د چورلکې شاتنۍ برخې کار پرېښود، همدا وو چې وچورلېده او بیا ولوېده.
چورلکه لوبغالي کې د پورته کېدو پرمهال
ویچای سريوادهاناپرابها څوک دی
ښاغلی ویچای د تایلنډ و او په ۲۰۱۰ کال یې لیسټر سیټي واخیست
- د څلورو ماشومانو پلار
- میلیاردر او کینګ پاور نړیوالې ټولنې بنسټګر
- فوربس مجلې په تایلنډ کې د شتمنو کسانو د نوملړ پنځم کس بللی
- په ۲۰۱۰ کال یې لیسټر سیټي د ۳۹ میلیون پونډو په مقابل کې واخیست
- د لیسټر سیټي په مشرۍ کې دغه کلپ په ۲۰۱۶ کال پر انګلیسي کلپ بریا ومونده