'ملا برادر د خلیلزاد په شخصي غوښتنه خوشی شوی؟'

زلمی خلیلزاد د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغو ډيپلوماتيکو سرچينو ورځپاڼې ته ويلي، دا يوازې طالبان نه و چې د ملا برادر د خوشى کېدو غوښتونکي و، بلکې له افغان چارواکو سره د ښاغلي خليلزاد په گڼو کتنو کې هم دا غږ پورته شوى و.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په واشنگټن کې د ځينو سرچينو په وينا ليکلي، چې ملا برادر د زلمي خليلزاد په شخصي غوښتنه له بنده پرېښودل شوى.

دغو ډيپلوماتيکو سرچينو ورځپاڼې ته ويلي، دا يوازې طالبان نه و چې د ملا برادر د خوشي کېدو غوښتونکي و، بلکې له افغان چارواکو سره د ښاغلي خليلزاد په گڼو کتنو کې هم دا غږ پورته شوى و.

ورځپاڼه وايي د واشنگټن په ډيپلوماتيکو کړيو کې دې پرمختيا ته په دې سترگه کتل کېږي چې ښايي د امريکا او پاکستان د اړيکو ښه کېدو د شونتيا ور پرانيزي. ورځپاڼه دې ته هم اشاره کوي چې امريکايي چارواکي رسما" په دې تړاو څرگندونې نه دي کړي.

خلیلزاد ولسمشر غني سره پر خپل سفر غږېدلی

عرب نیوز

عرب نيوز ورځپاڼې د افغان چارواکو هغې وينا ته اشاره کړې چې وايي پاکستان ته غځېدلې د اورپکو د سمبالښت يا تمويل يوه مهمه لاره تړل شوې. ورځپاڼه ليکي افغانستان کې څه د پاسه ٢٠ اورپکې ډلې فعالې دي او له چتراله بدخشان ولايت ته د غځېدلې لار تړل کېدل به اورپکو ته لوى گوزار وي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند سيد غفور جاويد عرب نيوز ته ويلي چې په دغو سيمو کې بهرني جنگيالي فعال دي چې شمېر يې کله کم او کله ډېرېږي چې ځنې مهال ان تر پنځوسو زرو هم زياتېږي.

ورځپاڼې د پارلمان د غړي عبيدالله بارکزي وينا هم راخيستې چې وايي په دې وروستيو کې له سوريې او عراق هم د داعش غړي له بېلابېلو لارو افغانستان ته ننوتي.

د انځور حقوق Alamy
Image caption د افغانستان د دفاع وزارت وياند سيد غفور جاويد عرب نيوز ته ويلي چې په دغو سيمو کې بهرني جنگيالي فعال دي چې شمېر يې کله کم او کله ډېرېږي چې ځنې مهال ان تر پنځوسو زرو هم زياتېږي.

ده زياته کړې چې د بېلابېلو هېوادونو استخباراتي ادارې دغو کسانو سره مرسته کوي چې افغانستان ته ورشي او له امريکايي ځواکونو سره وجنگېږي.

سنډې ټایمز

برتانوۍ سنډې ټايمز ورځپاڼې د "جهادي ناوې بېرته برتانيا ته ستنېږي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى. مطلب کې راغلي شاوخوا اتيا ښځې چې د داعش د يوې ښځينه ترهگريزې ډلې غړي دي بريتانيا ته پر لار دي.

دغه ښځې چې بچيان يې هم ورسره دي په سوريه کې د داعش له ماتې وروسته نيول شوې او په توقيف کې وې. ورځپاڼه وايي په دوى کې دوه بريتانيوۍ سپين پوستې ښځې چې پلار يې وړاندې د بريتانيا په پوځ کې سرتېرى و، يوه ښځه چې خپلې زده کړې د تکنالوژۍ په برخه کې بشپړې کړې، د دغې ډلې غړي دي چې د نړۍ يو له تر ټولو بدنامو ترهگريزو ډلو ده.

ورځپاڼه وايي پر بريتانيا او اروپايي حکومتونو زياتېدونکى فشار دى چې سوريه کې د کوردانو د ولکې په سيمو کې له شته توقيفځايونو خپلې جهادي ناوې بېرته ستنې کړي.

دغه مېرمنې چې ډېرى يې د داعش له غړو سره واده لپاره سوريې ته تللې وې بريتانيا ته په را رسېدو ښايي ونيول شي او ان دا شونتيا هم شته چې ماشومان يې ترې واخيستل شي. خو حکومتي چارواکي ويلي د ثبتونو د نشتوالي له امله ښايي بريالۍ محاکمې ستونزمنې شي.

فايننشل ټايمز:

د انځور حقوق EPA
Image caption خاشقجي د سعودي عربستان پر ځواکمن ولیهد برالا نیوکې کولې.

د جمال خاشقجي کوژدنې د ولسمشر ټرمپ بلنه رد کړې

فايننشل ټايمز ورځپاڼې ليکلي د سعودي ژورنالست جمال خاشقچي وژنې د عرب حکومتونو هغو نيوکه کوونکو يا منتقدينو ته ترهونکى پيغام ورکړى چې په مستبدو رژيمونو کې په سختۍ د ژوندې پاتېدو هلې ځلې کوي.

ورځپاڼه وايي دا کړنه ډېرى حکومت مخالفو سياستوالو او فعالينو لپاره يوه نښه ده چې عرب رژيمونه د يوۀ بل عرب پسرلي د بيا رامنځته کېدو مخنيوي لپاره ټينگ هوډ لري.

ورځپاڼه وايي د سعودي عربستان، عربي اماراتو بحرين او مصر واکمنان چې د ورځپاڼې په وينا اووه کاله وړاندې عرب پسرلي ولړزول د منتقدينو مخنيوي لپاره د زورواکۍ لارې چارې غوره کړي.

ورته مطالب