جرمن نرس د ۱۰۰ ناروغانو پر وژنه اعتراف وکړ

هوګل د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption هوګل د سل ناروغانو پر وژنه اعتراف کړی

په جرمني کې یوه پخواني نرس د خپلې محاکمې پر لومړۍ ورځ اعتراف کړی چې سل ناروغان یې وژلي دي. پلټونکي وایي، ۴۱ نیلز هوګن په دوو روغتونونو کې د دندې پر مهال ناروغانو ته تر ټاکل شوې کچې ډېر درمل ورکړي وو او په دې توګه یې قصداً سل کسان وژلي دي.

هوګل دا مهال په عمري بند محکوم او زندان کې دی.

رپوټونه وايي، هوګل ۳۸ ناروغان په اولډنبرګ او ۶۲ نور د جرمني شمال ډلمنهورسټ کې د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ وژلي دي.

برلین کې د بي بي سي خبریاله جیني هېل وايي "دا قضیه په جرمني کې د طبي چارواکو لپاره ډېره حساسه ده."

دا قضیه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په جرمني کې د ډله ییزې وژنې تر ټولو ناوړه پېښه بلل شوې.

پر 'زرګونو ماشومانو د جرمني کشیشانو جنسي تېری'

جرمني کې افغان کډوال د قتل په تور زنداني شو

اردوغان جرمني کې د اروپا لوی جومات پرانیست

څېړونکي وايي، هوګل شاید تر دې هم ډېر ناروغان وژلي وي خو د هغوی مړي سوځول شوي.

د وژل شویو د کورنیو د ملاتړ ډلې یو مشرې پټرا کلین ویلي: "هیله لرو هر تور یې جرم ثابت شي چې په دې سره د وژل شویو کورنۍ د ارامۍ ساه واخلي."

په ۲۰۰۵ کال د هوګل له دې کړنو هغه مهال پرده پورته شوه، چې په ډلمنهورسټ روغتون کې یې یوه ناروغ ته داسې درمل ورکړل، چې ډاکټر یې د ورکولو سپارښتنه نه وه کړې، همدا وو چې په ۲۰۰۸ کال د قتل د هڅې په جرم په ۷ کلونو بند محکوم شو.

په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د محاکمې پرمهال محکمې د دوو قتلونو، د دوو قتلونو د هڅې او د ناروغانو د ځورولو په تور محاکمه کړ.

په ۲۰۱۵ کال نوموړي د محاکمې پرمهال وویل: "رښتیا هم پښېمانه دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د محاکمې پرمهال محکمې د دوو قتلونو، د دوو قتلونو د هڅې او د ناروغانو د ځورولو په تور محاکمه کړ.

هویګل د رواني ناروغیو یوې ډاکټرې ته منلې ده چې ۳۰ کسان یې وژلي.

په دې سره، څېړونکو ومونده چې د نوموړي تر پالنې لاندې ۱۳۰ ناروغان بستر شوي وو، چې نوموړي د وینې د رګونو او د زړه د سیستم د بندولو اړوند درمل ورکړي.

په ټولو هغو روغتونونو کې د هوګل د کار تاریخچه څېړل شوې ده.

ورته مطالب