'افغانستان له پاکستان سره د پرانیستو پولو ملاتړ کوي'

زاخیلوال د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ښاغلي زاخيلوال همداراز رياته کړې چې افغانستان پر ډيورند کرښې د اغزن تار لگولو خلاف دا چاره د خلکو پر راشه درشه او د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو پر خپلمنځيو اړيکو محدوديتونه رامنځته کوي.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې پاکستان کې د افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال په وينا ليکلي چې افغانستان پاکستان سره د پرانيستو پولو په تړاو د لومړي وزير عمران خان د هڅو ملاتړ کوي.

عمران خان واک ته له رسېدو وروسته په خپله وينا کې ويلي و چې غواړي له افغانستان سره د اروپايي هېوادونو په بڼه پرانيستې پولې ولري.

ورځپاڼې د افغان سفير له خولې ويلي اړتيا ته چې سوداگري وغوړېږي، فرهنگي راشه درشه او د خلکو تگ راتگ ازاد شي. ښاغلي زاخيلوال ويلي په همدې حال کې هېواد يې په دې باور هم دى چې د افغان گډوالو خپل هېواد ته بېرته ستنېدل تر ټولو ښه کار دى.

ښاغلي زاخيلوال همداراز رياته کړې چې افغانستان پر ډيورند کرښې د اغزن تار لگولو خلاف دا چاره د خلکو پر راشه درشه او د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو پر خپلمنځيو اړيکو محدوديتونه رامنځته کوي. ورځپاڼه وايي ښاغلي زاخيلوال وويل د ترهگرو د راشې درشې مخنيوى د تگلارو بدلونه ته اړتيا لري نه دا چې د خلکو په راشه درشه کې خنډونه رامنځته کړل شي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز "هغه هوايي شرکت سره چې سفر کوئ څومره خوندي دى؟" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى. ورځپاڼې تېره ورځ د اندونيزيا د يوۀ هوايي شرکت د الوتکې نسکورېدو ته په اشاره وايي چې له ٢٠٠٧ م کال راهيسې تر ٢٠١٦ م کال پورې د دغه شرکت پر اروپايي الوتنو بنديز و.

د انځور حقوق INDONESIA SEARCH AND RESCUE
Image caption تېره ورځ اندونیزیا کې د لاین ایر شرکت اړوند بوینګ ۷۳۷ په نوم یوه مسافر وړونکې الوتکه جاکارتا ته نژدې سمندر کې لوېدلې ولوېده

اندونیزیا: د ۱۸۹ مساپرو الوتکه سمندر کې لوېدلې

امريکا خو ان په همدې مهال کې پر ټولو اندونيزيايي شرکتونو بنديزونه لگولي و. خو بيا ٢٠١٦ م کال کې دا بنديزونه په يوۀ څه رعايت لېرې کړل شول. ورځپاڼه وايي امريکا او اروپايي ټولنه د هوايي هيوادونو د هوايي چلند او د هوايي شرکتونو د خونديتابه ارزونې کوي چې تاسو له يوۀ هوايي شرکت د الوتکې ټکټ پېرلو وړاندې د شرکت په تړاو شوې دغه ارزونې پر دغو وېبپاڼو کتلى شئ.

نړيوال هوايي چلند خونديتابه ارزونې پروگرام يا "انترنېشنل اويېشن سفتي اسسمېنت پروگرام" ، د ملگرو ملتونو نړيوال ملکي هوايي چلند اداره يا " انترنېشنل سيول اويېشن اورگناېزېشن" او يا د اروپايي ټولنې هوايي خونديتابه نوملړ يا "اېر سېفتي لېست".

اروپايي ټولنې ته له الوتنې منع کړل شويو شرکتونو نوملړ کې د اريانا افغان هوايي شرکت او کام اېر نومونه هم راغلي دي.

ډان:

ډان ورځپاڼې په خواله رسنيو کې د پښتونخوا د ايالتي ادارې هغه اعلان په تړاو غبرگونونو ته کتنه کړې چې وايي د نجونو ښوونځيو ته د نارينه مشهورو څېرو او سياستوالو پر ورتگ يې بنديز لگولى. ايالتي ادارې ويلي له دې وروسته د نجونو د ښوونځيو ادارې خپلو غونډو او سپورتي سياليو ته يوازې نوموتې ښځې او د پارلمان ښځينه غړې د ميلمه په توگه ور بللى شي.

د ښوونې او روزنې په برخه کې د خيبر پښتونخوا د اعلى وزير سلاکار ضياالله بنگښ د ايالتي ادارې د پرېکړې دفاع کړې او ويلي دي چې د دغې سيمې دود او دستور د نجونو ښوونځيو ته د نارينه ورتگ ته اجازه نه ورکوي، او د همداراز ويلي چې له دې وروسته به د زده کوونکو د مېندو او پلرونو د شکايت له امله رسنيو ته هم د دغه راز دستور په تړاو د رپوټ جوړولو اجازه نه ورکول کېږي.

خو دې پرېکړې د خواله رسنيو کاروونکي په دوه برخو وويشل ځينو دا طالباني کېدل وبلل او ځينو بيا زده کړو د نجونو د لاسرسي ښه کولو لپاره ښه گام وباله.

د ملالې يوسفزۍ پلار ضياء الدين يوسفزي پر ټوېټر له لومړي وزير عمران خان پوښتلي آيا دغه بدلون او نوى پاکستان و چې تا يې ژمنه کړې وه؟

گلف نيوز:

گلف نيوز ورځپاڼه وايي د دوبۍ په يوه سيمه کې هغو سلو کاريگرو ته چې پر سړک د نل ځغلولو چارې تر سره کوي هره ورځ غرمه مهال د يوې ناپېژندل شوې ښځې لخوا د خوړو وړيا پاکټونه يا بستې ورکول کېږي. هر يو کاريگر ته يو پاکټ ور رسېږي چې په کې د څښاک اوبو يو بوتل، يوه مڼه او د جوسو يو کوتی وي.

ورځپاڼه وايي دا خواړه يوه هندۍ توکمه ښځه لېږي او دا چاره له تېرو نهو مياشتو راهيسې هره ورځ تر سره کېږي.

ورځپاڼه وايي دا ښځه چې له تېرو ديرشو کلونو راهيسې دوبۍ کې ژوند کوي وې نه غوښتل چې نوم يې واخيستل شي او ورځپاڼې ته يې وويل ما گاډى چلوه او دوى مې وليدل چې ځېنې د ونې لاندې ناست و نو غوښتل مې مرسته ور سره وکړم او د يوې شېبې هوساينه ور په برخه کړم. نو ځکه دا کار کوم.