د اسیه بي بي د سزا لغوه کولو سره پاکستان کې مظاهرې

Image caption اسیه بي بي پر ۲۰۰۹ کال د اسلام پېغمبر ته په سپکوونکو خبرو تورنه شوه.

د پاکستان سترې محکمې د چارشنبې په ورځ( د اکتوبر ۳۱) عالي محکمې له خوا یوې عیسوۍ ته د مرګ اورول شوې سزا لغوه کړه.

نوموړې پر ۲۰۰۹ کال د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه او پر ۲۰۱۰ کال ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د اسیه بي بي پرضد جوړې شوې دوسیې مدعي قاري محمد سالم دعوه کړې چې نوموړې پېغمبر ته سپکاوی منلی دی.

خو د اسیه بي بي وکیل سیف الملوک وايي سترې محکمې د فرضیو له مخې د اسیه بي بي خلاف پرېکړه کړې وه.

قاضیانو هم په نننۍ غونډه کې وویل، څارنوالي په ترتیب سره په دې کې پاتې راغله چې د قضیې اړوند تور په مسوولیت سره ثابت کړي.

* د مشال خان وژنې قضیه کې ۵۷ کسان رسماً تورن شول

* پاکستان: د والي سلمان تاثیر وژونکى اعدام شو

د محکمې له دې پرېکړې وروسته د پاکستان مختلفو ښارونو لکه پېښور، لاهور، اسلام اباد او کې مظاهرې شوې دي.

د دې لاریونونو له امله ځینې ښارونو کې لارې تړل شوې او لاروني په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.

د ځینې رپوټونو له مخې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ هم تاوتریخوالی شوی دی.

وتلې لیکواله فاطمه بوټو د عالي محکمې پر پرېکړه تبصره کړې او هیله منه ده چې اسیه بي بي کورنۍ او د هغې وکیل خوندي پاتې شي.

د اسیه بي بي دوسیه

Image caption لاریونوالو ځینې سیمو کې لارې هم تړلې دي.
  • د ۲۰۰۹ کال جون کې پر اسیه بي بي کروندو کې نورو ښځو تور پورې کړ چې د اسلام پېغمبر شان ته یې ناسمې کلیمې کارولې دي.
  • ورپسې کال محکمې هغې ته د مرګ سزا واوروله.
  • پر ۲۰۱۴ کال د لاهور ستره محکمه کې د اسیه بي بي اپيل رد شو او د مرګ سزا همداسې پاتې شوه، وروسته هغې عالي محکمې ته مخ واړاوه.
  • پر ۲۰۱۶ کال د هغې د دوسیې اورېدل پیلېدل، خو د اړوند پلاوي یوه قاضي د خپل شمولیت بښنه وغوښته.
  • د همدغه کال اکتوبر کې د عالي محکمې درې کسیز پلاوي له درې ګړیو بحث وروسته بیا هم اړوند پرېکړه په ځای وساتله.
  • د اسیه بي بي د خوشي کولو لپاره نړۍ کې وړاندیزونه وشول.
  • تېر کې د پنجاب د والي یا ګورنر سلمان تاثیر ساتونکي ممتاز قادري دغه والي هم په دې وژلی و چې د اسیه بي بي په ملاتړ یې خبرې کړې وې.

نړیوال فشار

د انځور حقوق fb
Image caption پښتون مشال خان هم مذهب ته د سپکاوي په تور ووژل شو، خو وروسته معلومه شوه چې نوموړي دا کار نه دی کړی.

د اسیه بي بي دوسیې ته د نړیوالو پام هم اوښتی و.

د رومن کاتولیک عیسویانو د هغه وخت مذهبي مشر پاپ بینیډکټ د پاکستان پر حکومت فشار اچاوه چې اسیه بي بي خوشې کړي.

اوسني پاپ فرانسېس هم د اسیه بي بي له کورنۍ سره لیدلي دي.

د ۲۰۱۸ کال د پرورۍ پر ۲۴ هم اسیه بي بي ته د مرګ سزا اورولو خلاف د ایټالیا روم ښار کې سلګونو کسانو مظاهره وکړه.

دوی کولو سیم تیاتر مخ ته ټولېدو سره دې لروغونې ودانۍ ته سور رنګ ور کړ.

د بښنې نړیوالې محکمې هم په یوه بیان کې هغې ته سزا لویه ناانصافي بللې وه.

مذهب ته د سپکاوي قانون

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان کې مختلفو مذهبي سیاسي ډلو د اسیه بي بي پرضد لاریون کړی دی.

څېړنیزه اداره پیو ریسرچ سېنټر پر ۲۰۱۵ کال یوه رپوټ کې وویل، چې د نړۍ ۲۶ سلنه هېوادونو کې مذهب ته د سپکاوي له امله د سزا قانون شته، چې د دې هېوادونو ۷۰ سلنه کې مسلمانان اکثریت دي.

په دې هېوادونو کې مذهب ته د سپکاوي له امله جرمانه یا د بند سزا هم شته، خو پاکستان، ایران او سعودي کې دا ډول کسان پر جریمه او بند سربېره د مرګ سزا سره هم مخ کېږي.

د برتانوي راج پر مهال په ۱۸۶۰ کلونو کې د قانون له مخې مذهبي غونډو ته مزاحمت، هدیرو ته سپکاوی، مذهبي باورونو ته سپکاوی یا د عبادتځي ورانول یا یې سپکاوی کول جرم وګڼل شول چې سزا یې تر لسو کلونو بند هم کېدلی شوه.

خو په ۱۹۸۰ کلونو کې د پاکستان پوځي مشر جنرال ضاالحق څو نورې مادې هم دغه قانون ته ور زیاتې کړې.

  • ۱۹۸۰ کال تر دریو کلونو سزا هغه کس ته چې د اسلام سترو شخصیتونو ته سپکاوی کوي.
  • ۱۹۸۲ کال کې قران ته سپکو کلیمو ویلو له امله یو کس ته عمر بند سزا
  • ۱۹۸۶ محمد ص ته د سپکو خبرو کوونکي شخص ته مرګ یا عمر بند سزا