د یرغمل پوځیانو د خوشي کولو لپاره پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر

د انځور حقوق IRNA
Image caption جواد ظریف هیله من دی چې پاکستاني چارواکي په خپلو ژمنو ودرېږي او ایراني سرتېري خوشي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چارشنبې په ورځ پاکستان ته لاړ، چې د دغه هېواد له چارواکو سره پر یرغمل شویو ایراني سرتېرو خبرې وکړي.

جواد ظریف د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلو سره وویل:

"پکاره ده چې له پاکستانیو چارواکو سره ګټورې خبرې ولرو او پایله کې دغه عزیزان خپل وطن ته ستانه شي".

هغه زیاته کړه: "د ایران د پخوانیو پلاویو په هر سفر او زما سره په ټلیفوني خبرو کې پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې دوی د دې پوله ساتو د خوشي کولو لپاره ټولې هڅې کوي".

* د ایران د سپاه پاسداران ۱۴سرتېري تښتول شوي

* ایران: پاکستان کې د وسلوالو پټنځي په نښه کوو

د اکټوبر پر څوارلسمه د ایران د سپاه پاسدران څوارلس سرتېري له پاکستان سره پر پوله د سیستان بلوچستان په میرجاوه کې وتښتول شول.

هغه مهال په سیستان بلوچستان کې د سپاه پاسدران د ځمکني پوځ قدس قرارګاه په یوه خبرپاڼه کې د دې سرتېرو تښتول کېدل ومنل:

"د انقلاب ضد ډلګیو د نفوذي عواملو یا عامل په خیانت او اړیکې سره ایراني ځواکونه تښتول شوي دي".

فارس خبري اژانس وايي، د لومړنیو اټکلونو له مخې تښتول شوي کسان اول په خوړو سره بې هوشه شوي او بیا جیش العدل د پاکستان خاورې ته لېږدولي دي.

چا د تښتولو مسوولیت ومانه؟

د انځور حقوق Irib
Image caption ایرانِ سرتيرِ د اکتوبر پر ۱۶ میرجاوه کې وتښتول شول.

هغه مهال د ایران سیستان بلوچستان کې فعالې جیش عدل ډلې وویل، چې دغه ۱۴ سرتېري یې تښتولي دي.

دې ډلې وروسته وویل که ایران ځینې بلوڅ بندیان ازاد کړي او د دوی پر دیني مرکزونو له بریدونو لاس واخلي، نو دا یرغمل به خوشي کړي.

جیش العدل ځان د سنیانو په تېره د سیستان بلوچستان د خلکو مدافع بولي.

خو د ایران حکومت دا ډله ترهګره او د سعودي او امریکا څارګرو ادارو پورې تړلې بولي.

جیش العدل له دې مخکې هم د ایران له امنیتي ځواکونو سره نښتې کړې دي او د څو وسلوالو بریدونو مسوولیت یې هم منلی دی.

جیش العدل څه ده؟

د انځور حقوق Irna
Image caption ویل کېږي ایراني پوله ساتي اول بې هوشه شوي بیا تښتول شوي.

جیش العدل ځان د عدالت او برابرۍ پوځ او سني بولي.

ایران دې ډلې ته جیش الظلم وايي.

دا ډله د ایران د لسګونو سرتېري د وژلو دعوه کوي

پنځه کاله مخکې(۱۳۹۲ لمریز کال) د ایران د پوله ساتو له وژل کېدو سره دې ډلې دا کار د ځوانو بلوڅانو، کوردانو او اهوازیانو دفاع وبلله.

وروسته یې دا کار د سوریې جګړې او له بشار اسد سره د ایران ملاتړ پورې تړلی وباله.

له جیش العدل مخکې د جندالله په نوم ډلې وسلوالو د ایران پوله ساتي وژل او بیا پاکستان ته تښتېدل.

خو ایران د دې ډلې مشر عبدالمالک ریګي ونیو او بیا یې اعدام کړ، دا یې هم وویل چې د هغه ډله یې له منځه یووړه.

د ایران د استخباراتو وزیر محمود علوي د ۱۳۹۳ لمریز کال عقرب یا لړم میاشت کې وویل، چې د جیش العدل یو پوځي مشر عبدالرووف ریګی او د هغه ورور یې پاکستان کې وژلي دي.

عبدالرووف ریګي د جیش العدل د بېلې شوې جیش النصر ډلې مشر و.