اسیه بي بي څوک ده او څه تور پرې لګېدلی و؟

اسیه بي بي
Image caption د ۲۰۰۹ کال جون کې د اسیه بي بي خلاف قضیه ثبت شوې وه

اسیه نورین بي بي د پنجاب ایالت ننکانه سیمې اوسېدونکې او عیسوۍ ده. دغه سیمه مرکزي ښار لاهور ته نژدې ۵۰ کیلو مترۍ کې پرته ده.

۲۰۰۹ کال کې د سیمې یوه باغ کې د اسیه او یو شمېر کلیوالو ښځو تر منځ شخړه وشوه او ادعا کېږي، چې هغې د اسلام پیغمر ته (درې ځله) له سپکاوي ډکې څرګندونې وکړې.

ویل کېږي شخړه له ونو د مېوې راټولو پر مهال پیل شوې وه.

اسیه بي بي یو ګیلاس کارولی و، چې ښځو ویل د هغې عقیدې له کبله ناپاک شوی او دوی یې نه شي کاروولی.

څارنوالانو ویل ښځو هغې ته ویلي و، چې باید اسلام ومني، خو په ځواب کې اسیه بي بي د اسلام پیغمبر ته 'درې ځله له سپکاوي ډکې ' څرګندونې کړې.

د انځور حقوق ARSHAD ARBAB
Image caption د پېښور په ګډون د پاکستان یو شمېر ښارونو کې د اسیه بي بي خوشې کېدو خلاف مظاهرې شوې

ویل کېږي اسیه له پېښې څو ورځې وروسته د کلیوالو جرګې ته ور وغوښتل شوه او هلته یې بښنه وغوښته.

وروسته یوه ډله کلیوالو دغه ښځه له کوره وایستله او پولیسو ته یې وسپارله.

وروسته څه موده هغه په شیخو پوره او ملتان زندانونو کې ساتل کېده او د ۲۰۰۹ کال جون میاشت کې د اسیه بي بي خلاف د ننکانه سیمې یوه جومات ملا قاري محمد سالم په مدعیت محکمه کې عریضه وشوه.

په عریضه کې ویل شوي و، چې اسیه بي بي له کلیوالو ښځو سره لفظي شخړه کې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی کړی دی.

د اسیه بي بي د سزا لغوه کولو سره پاکستان کې مظاهرې

پاکستان: د والي سلمان تاثیر وژونکى اعدام شو

نوموړې د محاکمې پر مهال وویل، چې د اسلام منلو لپاره پرې فشار اچول شوی و او د انکار له کبله یې پرې تور پورې شو.

۲۰۱۰ کې ځايي محکمې نوموړې د اعدام په سزا محکومه کړه او دې سره لومړنۍ پاکستانۍ ښځه شوه، چې د اعدام په سزا محکومه شوه.

څلور کاله وروسته لاهور کې استناف محکمې د هغې سزا تایید کړه او اسیه بي بي د پاکستان سترې محکمې ته د استناف غوښتنې عریضه وکړه.

د اکتوبر پر اتمه نېټه پاکستان سترې محکمې د هغې پر استناف غوښتنې پرېکړه وکړه، چې اکتوبر ۳۱ مه یې اعلان کړه. سترې محکمې د اسیه خلاف عریضې خارجولو او د هغې خوشې کولو امر وکړ.

قانوني ماهرین وايي، سترې محکمې اسیه بي بي د دریو دلیلونو پر بنسټ خوشې کړه:

  • په ځنډ د پولیسو لومړني رپوټ یا ایف ای ار ثبتول، چې هېڅ توضیحات یې هم نه دي ورکړل شوي.
  • د اسیه بي بي پر هغه اعتراف تمرکز چې له محکمې بهر یې کړی
  • د محکمو له لوري پر اسیه بي بي د لګول شویو تورونو کره والی او د هغې چاپېریال او شالید له پامه غورځول.

پر اسیه بي بي له تورونو لګېدو وروسته په خپله سیمه کې د هغې کورنۍ اوسېدل هم ګران شول او بالاخره یې په برتانیا کې پناه ومونده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسیه بي بي مېړه او لور وايي، پاکستان کې خپل خوندیتوب ته اندېښمن دي

پاکستان کې مذهب د سپکاوي مخنیوي قانون

پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي مخنیوي قانون له مخې د اعدام سزا ورکول کېدای شي. اعتراض کونکي وايي، دغه قوانین د لږکیو خلاف کارول کېږي. دغه قوانین لومړی ځل پر هندوستان د برتانوي واکمنۍ پر مهال ۱۸۶۰ کال کې تصویب شول او ورسته ۱۹۲۷ کال کې پکې زیاتوالی راوستل شو. له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۶ کال پورې د پوځي واکمن جنرال ضیاالحق حکومت پر مهال دغه قانون کې یو شمېر مادې ورزیاتې شوې. جنرال ضیاالحق غوښتل د دغه قانون له مخې احمدیه فرقې پاکستانیان چې ۱۹۷۳ کال کې نامسلمان بلل شوي وو، له مسلمانانو نور هم جلا کړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اسیه بي بي د محاکمې په تړاو پاکستان کې دوه ډوله نظرونه رامنځته شول.

۲۰۱۱ کال کې د پنجاب ایالت پخواني ګورنر یا والي سلمان تاثیر په زندان کې د هغې لیدو ته ورغی او هغه یې بې ګناه وبلله، چې له کبله یې خپل ساتونکي ممتاز قادري په ډزو وویشت او ویې واژه.

پاکستان کې یو شمېر مذهبي تنظیمونو د هغه چا لپاره نیم میلیون روپیو جایزه اعلان کړه، چې اسیه بي بي ووژني.

د دغې قضیې په تړاو په نړیواله کچه هم بحثونه راپورته شول. د رومن کیتولیک کلیسا پخواني مشر پاپ بېنډیکټ له پاکستاني حکومته غوښتي و، چې اسیه بي بي خوشې کړي او اوسني پاپ د نوموړې له کورنۍ سره لیدلي.

د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ کې د نوموړې سزا خلاف د ایټالیا روم ښار کې سلګونو خلکو مظاهره وکړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پنجاب پخوانی اعلی وزیر سلمان تاثیر له اسیه بي بي سره له لیدو وروسته خپل ساتونکي په ډزو وواژه

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا فسیفیک اسیا برخې مرستیال مشر ډېوډ کرفتس ویلي:

''دا سخته بې عدالتي ده، د اعدام سزا خو لرې خبره ده، په لومړي سر کې اسیه بي بي باید رسماً تورنه شوې نه وای. ''

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم دغه محاکمه څو ځله یاده کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فرانسه کې د اسیه بي بي خوشې کېدو لپاره مظاهرې شوې وې

اړونده مطالب

ورته مطالب