هند کې د نړۍ تر ټولو لویه مجسمه

د انځور حقوق Getty Images

هند د ۲۹ اعشاریه نهه میلیاردو روپیو په لګښت د نړۍ تر ټولو لوړه مجسمه جوړه کړې. د هند خپلواکۍ یوه مبارز سردار ولب بهايي پټیل دغه مجسمه ۱۸۲ متره لوړوالی لري او په ګجرات ایالت کې له ژړو یا برونزو چمتو شوې ده.

هند د انځور حقوق Getty Images

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي، دغه مجسمه چې 'د یوالي مجسمه ' نوم ورکړل شوی، د سیلانیانو جذب لپاره به ګټوره وي، خو یو شمېر ځايي اوسېدونکي یې د پېسو بې ځایه استعمال بولي.

هند د انځور حقوق Getty Images

دغې پروژې ته د لومړي وزیر د خپلې خوښې پروژې په نظر کتل کېږي، ځکه سردار پټیل چې ګجرات کې زېږېدلی و، د لومړي وزیر خوښ و او نوموړي ۲۰۱۰ کې دغه پروژه په پام کې نیولې وه، چې هغه مهال ښاغلی مودي په ګجرات ایالت کې اعلی وزیر و.

هند د انځور حقوق Getty Images

ځايي چارواکي هیله من دي، چې د دغې مجسمې لیدو ته به هر کال تر دوه نیم میلیونو پورې سلانیان ورځي، چې د ایالت له مرکزي ښار احمد اباده نژدې دوه سوه کیلومتره لرې جوړه شوې ده.

هند د انځور حقوق Getty Images

لومړي وزیر نرېندرا مودي رسماً د دغې مجسمې پرانیسه وکړه. سردار ولب بهایي پټېل په خپلواک هند کې د کورنیو چارو لومړنی وزیر او د لومړي وزیر مرستیال و.

دغه مجسمه ۶۷ زره ټنه وزن لري او د زلزلې او توپاني بادونو پر مهال د خوندي پاتې کېدو وړتیا لري. د مجسمې چمتو کولو لپاره د ژړو ۱۲۰۰۰ څادرونه کارول شوي دي.

هند د انځور حقوق Getty Images

مجسمې او ورسره ودانیو یې نژدې ۲۰ زره مربع متره ساحه نیولې، چې ۱۲ مربع کیلومتره مصنوعي جهیل یې هم خوا کې دی. د ګڼ شمېر چینايي کارکونکو په ګډون ۲۰۰۰ کارکونکو د مجسمې په چمتو کولو کې برخه درلوده.