ترکیه: جمال خاشقجي تر ستوني نیول شوی او وژل شوی

خاشقجي د انځور حقوق PA
Image caption جمال خاشقجي له اصله سعودی و او امریکایي رسنیو ته یې لیکنې کولې

د ترکیې حکومت په لومړي ځل د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې د څرنګوالي په اړه رسمي اعلامیه خپره کړې.

په اعلامیه کې ویل شوي، په استانبول ښار کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته تر ننوتلو سملاسي وروسته جمال خاشقجي تر ستوني نیول شوی او وژل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي، د جمال خاشقجې وژنه وار د مخه پلان شوې وه او تر وژل کېدو وروسته د هغه مړی ټوټې ټوټې شوی او له منځه وړل شوی دی.

جمال خاشقجي د اکتوبر پر دویمه نېټه د سعودي کونسلګرۍ ته له ورتلو وروسته تری تم شو، او تر دې دمه یې مړی نه دی موندل شوی.

ترکیې د خپلې وروستۍ ادعا په اړه تر اوسه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د ترکیې لوی څارنوال عرفان فدان ویلي، تېره دوشنبه یې د دې قضیې په تړاو له خپل سعودي سیال سره هم ولیدل او دې کتنې کومه د پام وړ پایله نه درلوده.

د جمال خاشقجي کوژدنې د ولسمشر ټرمپ بلنه رد کړې

د جمال خاشقجي مشر زوی د سفر تر بندیز وروسته واشنګټن ته رسېدلی

ټرمپ: د خاشقجي 'وژنه تر ټولو ناوړه تاریخي پټونه' ده

خاشقجي له اصله سعودی و او امریکایي رسنیو ته یې لیکنې کولې او تر ډېره یې د سعودي عربستان پر حکومت نیوکې کولې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان تېره اونۍ د سعودي پاچا سلمان سره هم په دې تړاو خبرې وکړې.

دواړه مشران پر دې سلا شول چې د جمال خاشقجې وژنه به په جدي توګه څېړل کېږي.

ځینو ترکي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د خاشقجي د وژنې غږیز او تصویري ثبوتونه هم لري.

د نوموړې ترکۍ کوژدنې خدیجه چنګېز تېره اونۍ له یوه ترکي تلویزیون سره مرکه کې وویل، که پوهېدلی چې جمال خاشقجي به وژل کېږي نو هېڅ کله به یې هم اجازه نه وای ورکړې چې د سعودي کونسلګرۍ ته ورشي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د خاشقجي ترکۍ کوژدنې خدیجه چنګېز وايي، که پوهېدلی چې هغه به وژل کېږي هېڅ کله به یې هم اجازه نه وای ورکړې چې د سعودي کونسلګرۍ ته ورشي.

سعودي چارواکو په پيل کې ټینګار کاوه چې خاشقجي له کونسلګرۍ نه روغ رمټ وتلی دی.

خو د څو اونیو ګنګوسیو او نړیوال فشار وروسته یې په خپله کونسلګرۍ کې د هغه وژنه ومنله، او د پلټنو ژمنه یې وکړه.

دا هم د لوستلو دي:

ورته مطالب