عمران خان سخت دریځو لاریونوالو ته: له دولت سره ډغرې مه وهئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسیه بي بي سزا لغوه کولو پسې، پېښور، لاهور، اسلام اباد، کراچۍ او ملتان کې مظاهرې وشوې.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه د لومړي وزير عمران خان دا وینا د هغه تر ټولو لوى برى بولي چې سخت دريځو ته يې وويل له دولت سره ډغرې مه وهئ.

عمران خان وويل که دا کار دوام وکړي نو حکومت به اړ شي چې ستاسو پر وړاندې خپله دنده ترسره کړي.

د عمران خان وينا وروسته له هغه مخې ته راغله چې محکمې دين ته په سپکاوي تورنه يوه ښځه بري کړه او مذهب پالې ډلې لارو او کوڅو ته را ووتلې.

دا ډول تورن کسان د مرګ سزا سره مخ کېږي او اسیه بي بي هم له ۲۰۱۰ کال راهیسې په مرګ محکومه شوې وه، خو د پاکستان سترې محکمې د چارشنبې په ورځ د نوموړې د محکومیت په هکله د عالي محکمې پرېکړه لغوه کړه.

قاضیانو وویل، څارنوالي په ترتیب سره په دې کې پاتې راغله چې د قضیې اړوند تور په مسوولیت سره ثابت کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسیه بي بي خاوند او لور وايي، چې پاکستان کې خپل خوندیتوب ته اندېښمن دي.

د محکمې له دې پرېکړې وروسته د پاکستان مختلفو ښارونو لکه پېښور، لاهور، اسلام اباد او کې مظاهرې پیل شوې او ځینې لویې لارې وتړل شوې.

له دې پېښو وروسته عمران خان په تلوېزوني وینا کې وویل، چې لارې بندولو سره د خلکو د روزي ګټلو په مخ کې خنډ اچول کېږي.

"د دې تاوان چاته رسېږي، زموږ پاکستان ته. عامو خلکو ته، غریبو ته، تاسو سړکونه تړئ د خلکو ژوند خنډنی کوئ".

هغه دا هم وویل چې د پاکستان دوښمن عناصر دا خبرې کوي چې پوځ کې بغاوت وکړئ، قاضیان قتل کړئ.

هغه دا ډول خبرو کوونکو ته په خطاب کې زیاته کړه: له حکومت سره ډغره مه وهئ.

د انځور حقوق ARSHAD ARBAB
Image caption تحریک لبیک د جمعې په ورځ ټول پاکستان کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده.

دا ډول مظاهرې تر ډېره مذهبي ګوندونو کړې او د دې لاریونونو د مخکښې ډلې تحریک لبیک مشر حسین رضوي د جمعې په ورځ ټول پاکستان کې د احتجاج خبره کړې ده.

خو عمران خان د کومې مذهبي ډلې له نوم یادولو پرته وايي، هغوی چې دا ډول مظاهرې کوي غواړي راتلونکو ټاکنو لپاره ملاتړي پیدا کړي.

"دا اسلام ته خدمت نه دی، دا له هېواد سره دوښمني ده، د هېواد دوښمن کسان دا ډول خبرې کولی شي".

ورځپاڼه وايي لومړي وزير د دغو ډلو پر وړاندې چې پخوا ټولو داسې گڼله چې څوک ورته څه نشي ويلى، پرېکنده او پياوړى دريځ خپل کړ.

ورځپاڼه وايي د عمران خان دغه دريځ د کرکې او د مذهبي تنگ نظرۍ پر وړاندې و.

د خان وینا ستایل

Image caption عمران خان وايي، څوک چې مظاهرې کوي عامو خلکو ته تاوان رسوي.

د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثیر زوی شهباز تاثیر هم د عمران خبرو ته غبرګون کې ویلي، الله عمران خان او موږ ټول وساته.

د سلمان تاثیر مېرمن امنه تاثیر هم د ښاغلي خان دا وینا ستایلې ده.

سلمان تاثیر د خپل ساتونکي له خوا په دې ووژل شو چې د اسیه بي بي په ملاتړ یې خبرې کړې وې.

له سولې سره د امریکايي ځواکونو وتل

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا دفاع وزیر وايي، افغانستان کې سولې راتلو سره به بیا دوی د پوځیان د وتلو خبره له اړوند حکومت سره کوي.

اېکانوميک ټايمز ورځپاڼې د امريکا د دفاع وزير جيمز متيس هغه وينا مهمه بللې چې ويلي، کله چې افغانستان ته سوله راغله نو بيا په هغه جگړه ځپلي هېواد کې د امريکا د پوځ هر راز رول مشروط او په تړاو به يې د هماغه مهال له حکومت سره پرېکړه کېږي.

ښاغلي متيس د افغانستان جگړې په تړاو د ولسمشر ټرمپ تگلارې ته په اشاره ویلي دې قضيې ته د يوې سيمه ييزې ستونزې په سترگه گوري.

ښاغلي متيس وويل موخه سيمه کې د خلکو ساتنه ده نو ځکه په ځينو حالاتو کې يې هغه سيمې هم پرېښي چې لږ خلک پکې مېشت دي.

جنرال متېس د افغان ځواکونو روزنې ته په اشاره وويل دوى توانېدلي چې د ولايتونو د مرکزونو د نيونې مخه ډب کړي او هغوى پرېنږدي چې د ټاکنو بهير گډوډ کړي لکه څنگه چې طالبانو گواښ کړى و.

ښاغلي متېس افغانستان کې پخلاينه مهمه بللې او ويلي دي چې زلمى خليلزاد د همدې موخې لپاره په دنده گومارل شوى چې په وينا يې دې موخې لپاره سخت په کار بوخت دى.

هغه ويلى دا پلان د دوى په اند، په سم لور روان دى خو په خواشينوونکې توگه د دې منل گران دي چې پرمختگ او تاوتريخوالى هممهاله سره پرمخ تللى شي.

پر سعودي زیاتېدونکی فشار

د انځور حقوق Reuters
Image caption جمال خاشقجِ د اکتوبر په دویمه استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته تللو سره وژل شوی.

نيويارک ټايمز وايي برتانيا او امريکا ناببره پر سعودي ډيپلوماتيک فشار ډېر کړى چې په يمن کې جگړې ته د پاى ټکى کېږدي.

ورځپاڼه وايي د يمن د حوثيانو او سعودي په مشرۍ روانې جگړې د انسان په لاس جوړ شوى د نړى تر ټولو ناوړه بشري ناورين رامنځته کړى چې لږ تر لږه يې د لسو زرو کسانو ژوند اخيستى او ميليونونه نور يې د ولږې څنډې ته ټيل وهلي.

ورځپاڼه وايي د يمن پر حالت نړيوالو نيوکو په داسې حال کې زور اخيستى چې سعودي په استانبول کې د جمال خاشقچي د وژل کېدو له امله تر سختې څارنې لاندې دى.