سعودۍ خویندې چا وژلې، امریکا یې پلټنه کوي

Tala Farea, 16, and Rotana Farea, 22 د انځور حقوق NYPD
Image caption پولیس وايي، د ۱۶ کلنې تالا او ۲۲ کلنې روتانا مړي تېره اونۍ وموندل شول، چې په یوه لاسټیک تړل شوي وو.

د امریکا نیویارک کې د دوو سعودي نجونو، چې خویندې وې، د وژل کېدو ناڅرګندتیا د امریکا پولیس لا نورو څېړنو ته اړ کړي. د دواړو مړي د نیویارک هډسن اوبو کې موندل شوي.

پولیس وايي، د ۱۶ کلنې تالا او ۲۲ کلنې روتانا مړي تېره اونۍ وموندل شول، چې په یوه لاسټیک تړل شوي وو.

د څېړنو په اړه چارواکو ویلي وو، اوس لا وختي دی چې وویل شي د نجونو د وژلو تر شا جنايي انګیزه وه او یا دا چې دوی ځانوژنه کړې ده.

خو پولیس وايي، دواړو نجونو وړاندې امریکا کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه.

امریکايي چارواکو ویلي، روتانا له مور او پلار سره په ۲۰۱۵ کال ویرجینیا ایالت ته تللې وه، خو وروسته له خپل کوره وتښتېده.

ترکیه: جمال خاشقجي تر ستوني نیول شوی او وژل شوی

د امریکا فلوریډا کې د ۲ کسانو وژل او ۱۴ ټپي کېدل

امریکا کې سعودی محصل یوه برید کې وژل شوی

څېړونکو ویلي، د دواړو د مړینې یا وژل کېدو په اړه لاهم ناڅرګندتیا شته، ځکه د دواړو مړي د هغوی د اوسېدو له ځایه شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره لیرې موندل شوي.

په امریکا کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ویلي، د قرباني شویو له کورنیو سره یې اړیکه نیولې ده. دواړې نجونې واشنګټن کې له خپل ورور سره یوځای زدکوونکې وې.

نیویارک ټایمز ورځپانې د نیویارک د پولیسو له خولې ویلي، د دغو خویندو مور ته د هغوی د مړو له موندل کېدو یوه ورځ وړاندې د سعودي د سفارت د یوه کارکوونکي له خوا تیلیفون ورغلی او له دې کورنۍ نه یې له امریکا نه د وتلو غوښتنه کړې، ځکه چې په وینا یې روتانا او تالا په امریکا کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.

نیمګړي معلومات

د انځور حقوق NYPD
Image caption تېره اونۍ پولیسو ددې لپاره ددغو نجونو کښل شوي انځورننه خپاره کړل، چې هویت یې معلوم شي

د دواړو نجونو مړي په هډسن اوبو کې داسې مهال وموندل شول، چې تور کالي یې اغوستي وو او په ملا او پښو کې دواړې یوځای په یوه لاسټیک تړل شوې وې.

پولیسو په لومړي سر کې وویل، دواړو نجونو د جورج واشنګټن له پله نه اوبو ته ځانونه اچولي، خو وروسته یې دا احتمال هم رد کړ، ځکه چې د دوی پر بدن کوم ټپ یې ونه موند چې ګني له پله یې دې ځانونه غورځولي وي.

نیویارک کې پولیسو د تېرې جمعې په ورځ د هغوی د هویت په پېژندلو وتوانېدل.

د نیویارک ښار د پولیسو یوه مشر څېړونکي خبریالانو ته وویل، د دواړو نجونو په دې کیسه کې ځینې "نیمګړتیاوې" شته، چې په وینا یې څېړونکو لاهم دغه نیمګړتیاوې نه دي پوره کړې.

ورته مطالب