پاکستان کې د اسیه بي بي خوشې کېدو خلاف احتجاجونه

د پاکستان سترې محکمې له لوري د عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي خوشې کولو له امر وروسته د پاکستان یو شمېر ښارونو کې له پرون راهیسې احتجاجونه روان دي.

کراچۍ

د عکس سرچینه، RPA

د عکس تشریح،

د سترې محکمې له پرېکړې وروسته د لبیک یا رسول الله تنظیم پلویانو ساحلي ښار کراچۍ کې مظاهره کړې.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د لاهور په ګډون د هېواد یو شمېر سیمو کې بازارونه تړلي وو

د عکس تشریح،

پنجاب کې د اطلاعاتو ایالتي وزیر فیاض الحسن چوهان بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه، چې حکومت په سوله ییز ډول د احتجاج ختمولو لپاره له مظاهره کونکو سره خبرې کوي.

د عکس سرچینه، AFP / Getty

د عکس تشریح،

فیاض الحسن چوهان وايي دوی هیله من دي، چې د پنجشنبې تر ماښامه به احتجاج پای ته ورسېږي. نوموړی وايي کېدای شي د اسیه بي بي نوم د هغو کسانو نوملړ کې شامل شي، چې له هېواده یې پر وتلو بندیز لګېدلی.

د عکس سرچینه، AFP / Gettty

د عکس تشریح،

د پنجاب اطلاعاتو وزیر وايي، د تاوتریخوالي ګډونوال چې مملکت ننګوي، یاغیان بلل کېږي او دوی به حساب ورکوي

د عکس سرچینه، AFP / Getty

د عکس تشریح،

د کوټې او پېښور په ګډون د پاکستان یو شمېر لویو او کوچنیو ښارونو کې احتجاج شوی

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د چهار شنبې پر ورځ پاکستان سترې محکمې د اسیه بي بي د اعدام سزا لغو کړه او ویې ویل که نوموړې بل جرم نه وي کړی، سملاسي باید خوشې شي.