خادم حسین رضوي څوک دی او پاکستان کې څه روان دي؟

خادم حسین رضوي د انځور حقوق Getty Images
Image caption خادم حسین رضوي د چارواکو خلاف د سختې لهجې له کبله مشهور دی

پاکستان سترې محکمې اسیه بي بي ته د عالي محکمې لخوا د اعدام ورکړې سزا لغو کړه او د هغې خوشې کولو امر یې وکړ، خو دغه پرېکړه د مذهبي ګوندونو او تنظیمونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوه.

پر اسیه بي بي تور و، چې د پنجاب ایالت ننکانه سیمې یوه باغ کې یې د مزدورۍ پر مهال له دوو مسلمانو مېرمنو سره د اوبو ګیلاس پر سر لفظي شخړه کې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی کړی و.

اسیه بي بي څوک ده او څه تور پرې لګېدلی و؟

د اسیه بي بي د سزا لغوه کولو سره پاکستان کې مظاهرې

بل لور ته د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان سترې محکمې پرېکړې خلاف د احتجاج کونکو مخکښ تنظیم 'لبیک یا رسول الله ' مشر مولانا خادم رضوي وویل، له حکومت سره د دوی خبرې په بشپړ ډول ناکامې شوې دي.

مولانا رضوي یوه ټویټر پیغام کې وویل، د پوځي استخباراتي ادارې ای ایس ای یوه افسر د 'نینې ' کولو ګواښ ورته کړی.

نوموړي پر خواله رسنیو د جمعې پر ورځ ټول هېواد کې د موټرو ځای پر ځای درولو غوښتنه هم وکړه.

مولانا خادم رضوي څوک دی؟

۵۲ کلن خادم رضوي د لاهور یوه جومات ملا امام و او تر دا وروستیو پورې ډېر نه پېژندل کېده. تېر کال پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي خلاف قانون کې د بدلون پر ضد له یوه اوږد مهاله او په ظاهره کامیاب پرلته وروسته مشهور شو او د بریلوي مسلک 'سني تحریک ' ملاتړ یې هم تر لاسه کړ.

نوموړي د پنجاب ایالت پخواني والي یا ګورنر سلمان تاثیر قاتل ساتونکي ممتاز قادري په پلوۍ څرګندونې وکړې، چې پاکستان حکومت اعلان کړ او ۲۰۱۷ کال کې د لبیک یا رسول الله تنظیم له تاسیس سره د پاکستان عملي سیاست ته داخل شو.

د خادم رضوي تحریک ویاند اعجاز اشرفي په وینا خادم حسین د پنجاب ایالت اټک سیمې اوسېدونکی، حافظ قران او شیخ الحدیث دی، چې په فارسي ژبه هم پوهېږي.

ښاغلی رضوي د ۱۹۶۶ کال د جون پر ۲۲ مه د اټک په نکه توت سیمه کې د حاجي لعل خان کره زېږېدلی دی. نوموړي دینه او جهلم دیني مدرسو کې له لومړنیو زده کړو وروسته د لاهور جامعه نظامیه رضویه کې لوړې دیني زده کړې کړې دي.

اعجاز اشرفي وايي، د ښاغلي رضوي خلاف بې شمېره قضیې پولیسو سره ثبت دي، خو د هغه په خبره ښايي د 'ولسي ملاتړ ' درلودو له کبله تر اوسه نه دی نیول شوی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پلازمېنې ته څېرمه فیض اباد سیمه کې پراخه مظاهره شوې

د خادم رضوي په اړه ویل کېږي چې په یوه ترافیکي پېښه کې له ټپي کېدو وروسته پلي تګ نه شي کولای. د ۲۰۱۷ کال په پرلت کې داسې ادعا هم کېده چې له نوموړي سره د پوځ ملاتړ شته، خو پاکستاني پوځ تل دغه ادعا رد کړې، البته د سلمان تاثیر قاتل په پلویتوب کې له نوموړي سره د پاکستان بریلوي مسلک مذهبي ډلو ملاتړ برالا و.

د پاکستان څارګرې ادارې ای ایس ای سترې محکمې ته یوه رپوټ کې د خادم حسین رضوي د عاید سرچینې مشکوکې بللې، خو خپله خادم حسین پروسږ کال د پرلت پر مهال اعلان وکړ، چې نامعلوم کسان سلګونه زره روپۍ بسپنه ورکوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د کراچۍ په ګډون د پاکستان ځینې ښارونو کې شپې مهال هم پرلتونه شوي

خادم حسین رضوي پر خواله رسنیو فعال دی او کله نا کله د چارواکو خلاف خورا سخته ژبه کاروي. هغه په هالنډ کې د کارتونونو سیالۍ پر مهال کراچۍ کې ویلی و، که اتومي بم یې درلودلای د کارتونونو له سیالۍ مخکې به یې ټول هالنډ له منځه وړی وای.

خادم حسین د لاهور ضمني ټاکنو کې اووه زه رای واخیستې او د سږ کال مارچ میاشت کې پاکستان سترې محکمې څارګرې ادارې ای ایس ای ته ګوتڅنډنه وکړه، چې د خادم رضوي د عاید او شتمنۍ په تړاو ولې معلومات نه لري.

د پاکستان پوځ غبرګون

بل لور ته د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ادارې مشر تورنجنرال اصف غفور د خادم حسین څرګندونو ته غبرګون کې له دولتي ټلویزیون سره د اسیه بي بي قضیې په اړه لومړی ځل خبرو کې د مولانا رضوي د خبرو یادونه وکړه، چې د ده په وینا د پوځ خلاف خبرې شوې دي.

نوموړی وايي، 'د پوځ خلاف خبرې خواشینونکې دي، یو حالت داسې راغلی چې د حکومت یو پلاوی د خبرو لپاره تللی او دغه پلاوي کې د پوځي استخباراتي ادارې ای ایس ای یو افسر هم شته. '

د انځور حقوق ISPR
Image caption تورنجرال اصف غفور وايي، د پوځ خلاف څرګندونې اندېښمنونکې دي

د جنرال غفور په خبره د لومړي وزیر د مرکچي ټیم غړی دی. جنرال غفور وايي، 'د پاکستان پوځ توجه یو بل لور ته مه اړوئ، هغې کچې ته مه ځئ، چې پوځ د قانون پلی کولو لپاره هغه څه وکړي، چې باید یې کړي. ' نوموړی وايي 'خبرو کې کښته پورته حالت راځي، خو باید دا وکتل شي، چې د غوره حالت پر لور پرمختګ وشي. '

نوموړي زیاته کړه، که قضیه د پاکستان پوځ ته لاړه شي، دوی به یې په تړاو پرېکړه وکړي.

که څه هم لومړی وزیر عمران خان په رسمي سفر پرون پنجشنبه چین ته لاړ، خو د اطلاعاتو فدرالي وزیر یې فواد چوهدري بیا نن ګهیځ وختي په یوه ټویټر پیغام کې وویل چې له مظاهره کونکو سره به نن هم خبرې کېږي.

نوموړي ادعا وکړه، چې حالت د حکومت کنټرول کې دی او هغه ګنګوسي یې رد کړل، چې ګواکې حکومت غواړي د مظاهره کونکو خپرولو لپاره له زوره کار واخلي. نوموړي ګواښنه وکړه، چې د حکومت صبر باید کمزوري و نه بلل شي.

مظاهرین څه غواړي؟

د تحریک لبیک مرکزي ویندوی اعجاز اشرفي له بي بي سره خبرو کې وویل، دوې مهمې غوښتنې لري، چې په خبره یې لومړۍ یې د اسیه بي بي قضیې پرېکړه کونکو دریو قاضیانو استعفا او دویمه د پاکستان سترې محکمې هغه پرېکړه بېرته اخیستل دي، چې اسیه بي بي ته یې د لاهور عالي محکمې له لورې ورکړل شوې اعدام سزا لغو کړه.

ښاغلی اعجاز وايي دوی دغه پرېکړه د قران کریم او پاکستاني اساسي قانون خلاف بولي. نوموړي زیاته کړه:

''حکومت او معتبرې ادارې بې مسوولیته خبرې کوي، ځکه تاوتریخوالی نور هم ډېر شوی. ''

عملاُ البته پاکستان کې د تورونو، سپیناوي او تاو تریخوالي دغه لړۍ یوازې د ټویټر پیغامونو تر حده محدوده نه ده، بلکې د پاکستان لویو او کوچنیو ښارونو کې تر ډېره حده د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي.

په هغو ویډیويي کلیپونو کې چې بي بي سي ته رسېدلي، مظاهرین لیدل کېږي، چې د جمعې پر ماسپښین د پلازمینې دیپلوماتیکې سیمې یا ریډ زون ته ننوځي.

لاهور کې د ګورنر یا والي دفتر مخې ته مظاهرین ولاړ لیدل کېږي.

د بي بي سي خبریال بلال احمد په رپوټ کې ویل شوي، چې د پېښور په جي ټي روډ د جمعیت علمای اسلام له لوري مظاهره کېږي او فردوس څلور لارې کې د مظاهرې لپاره چمتووالی کېږي.

د پاکستان لوی اقتصادي مرکز کراچۍ کې له ۳۲ ځایونو د مظاهرو او پرلتونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

Image caption پېښور کې جمعیت علمای اسلام مظاهره کړې

راولپنډۍ ښار کې له دريو ورځو راهیسې میټرو بس خدمات په ټپه ولاړ دي او په کراچۍ اورګاډي تم ځای کې اعلان شوی، چې مساپر د اورګاډي نه چلېدو له کبله کولای شي د خپلو ټکټونو پېسې بېرته واخلي.

مرکزي حکومت نن ګهیځ اعلان وکړ چې له سهاره تر ماښامه به پلازمېنه اسلام اباد، لاهور، ګوجرانواله او راولپنډۍ ښارونو کې مخابراتي شبکې فعالیت نه کوي.

که څه هم پلازمېنه کې د ګاډو تګ راتګ شته، خو اسلام اباد ته د تللې لویې لارې اوږدو کې د فیض اباد سیمه کې خنډونه درول شوي دي.

د مولانا رضوي تنظیم تېر کال هم پلازمېنې ته څېرمه فیض اباد سیمه کې اوږد مهاله پرلت کړی و چې له حکومت سره له یوې شپږ ماده يي هوکړې وروسته پای ته ورسېد.

وروسته داسې ویډیويي کلیپونه هم خپاره شول، چې د پاکستاني پوځ افسران د پرلت له پای ته رسېدو وروسته ګډونوالو ته پېسې ورکوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption خادم حسین رضوي اټک کې زېږېدلی، حافظ قران او شیخ الحدیث دی

پر مولانا رضوي هغه مهال داسې تورونه لګېدلي وو، چې پاکستان پوځ یې ملاتړ کوي، خو پاکستان پوځ دغه تورونه ردوي، بلکې د سږ کال مارچ میاشت کې د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې ای ایس ای د فیض اباد هغه پرلت په تړاو سترې محکمې ته یوه وړاندې کړي رپوټ کې خادم رضوي (بې ادبه) وباله.

هغه رپوټ کې ویل شوي و، 'خادم رضوي تر ځان لویو منصب لرونکو سره مغرور او ټیټ پوړه کسانو سره غیر مودب چلند کوي. '

د انځور حقوق Reuters

تر اوسه معلومه نه ده، چې پاکستان کې روان پرلتونه به کله او څنګه پای ته ورسېږي، خو د دغو مظاهرو د مخکښ خادم حسین رضوي په اړه، چې دا ځل یې د پوځ او عدلیې خلاف هم لهجه بدله ده، د بي بي سي پاکستان خبریال هارون رشید وايي، د خادم حسین د ویناوو له توندې او تېزې لهجې داسې ښکاري، چې له خپله قوته ډېر اغېزمن دی، ځکه پلویان یې نه یوازې د سپکو سپورو ستاینه کوي، بلکې کنځلو ته یې هم واه واوه کوي.

اړونده مطالب