د تاوتريخوالي لمبې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د تاوتريخوالي لمبې

پاکستان کې حکومت نن جمعه په لويو ښاورونو کې د موبايل يا ګرځند ټليفونونو شبکو کار ځنډولی، داسې حال کې چې مذهبي ډلې پر درېيمه پرله پسې ورځ د اسيې بي بي د خلاصون پر وړاندې احتجاجي لاريونونه کوي. د پاکستان سوپريم کورټ يا سترې محکمې د چارشنبې/شورو پر ورځ د دغې مسيحۍ مېرمنې پر وړاندې د مرګ سزا لغوه کړه او له زندانه یې د خوشي کولو امر ورکړ. پر دې ۲۰۰۹ کال اسلام د سپکاوی تور لګېدلی و، او بيا له ۲۰۱۰ کال کې له محکمېدو راهيسې زندان کې وه. حميد قیومي پرې نور حال لري.