د تګ نوی توان
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د تګ نوی توان

سويزرلنډ کې ساینسپوهانو دريو داسې کسانو ته چې ورته ويل شوي وو، خپل ټول ژوند به ګرځنده څوکۍ کې تېروي، د دې توان ورکړی چې بيا وګرځي. څېړونکو د دغو دريو واړو ملاتيرونو شاوخوا داسې برېښنايي الې لګولې، چې له مغوزونو يې پښو ته د اشارو رسېدو کې مرسته کوي. د ډېرې حيرانۍ خبره دا ده، چې زيانمنې شوي عصبي ريښې داسې ښکاري بيا وده کوي. داسې حال کې چې دا درملنه او رغېدا نه ده، ساينسپوهان هيله لري دوی به راتلونکي کې ان لا ښې پايلې ولري. بي بي سي دې څېړنې او ناروغانو ته ځانګړی لاسرسی موندلی او دا يې په اړه راپور دی.