د اسیه بي بي مدافع وکیل له پاکستانه وتلی دی

مدافع وکیل سیف الملوک د خپلې موکلې له خوشې کېدو وروسته له هېواده وتلی دی د انځور حقوق AFP
Image caption مدافع وکیل سیف الملوک د خپلې موکلې له خوشې کېدو وروسته له هېواده وتلی دی

د پاکستان ستره محکمه کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي د تورنې اسیه بي بي مدافع وکیل سیف الملوک د شنبې پر ورځ له خپلې کورنۍ سره یو ځای له هېواده وتلی دی. د بي بي سي خبریال وایي، سیف الملوک د وژل کېدو له خطر سره مخامخ و او له همدې کبله بهر ته تللی دی.

له اي ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې سیف الملوک وویل، نه شي کولای پاکستان کې پاتې شي، ځکه له هېواده بهر به وکولای شي د خپلې موکلې استازیتوب وکړي.

له دې مخکې نوموړي بي بي سي ته ویلي و، له خوشې کېدو وروسته باید اسیه بي بي هم کوم بل هېواد ته لاړه شي. ویل کېږي یو شمېر لویدیځو هېوادونو هغې ته د پناه ورکولو وړاندیز کړی دی.

تېره شپه د پاکستان حکومت له هغو مظاهره کوونکو سره یوې هوکړې ته ورسېد چې اسلام ته د سپکاوي په تور د نیول شوې مسیحۍ مېرمن اسیه بي بي پر براءت قهرېدلي وو.

هغې ته مخکې د مرګ سزا اورول شوې وه. اسیه بي بي له هېواده وتلو ته نه پرېښودل کېږي، خو لا روښانه نه ده چې د څومره مودې لپاره.

مظاهره کوونکي به دغه راز اجازه ولري، چې د هغې د خوشې کېدو د پرېکړې خلاف د پاکستان سترې محکمې ته د استیناف عریضه هم وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسیه بي بي د خوشي کولو پروړاندې پاکستان کې سخت دریځو درې ورځې پرله پسې مظاهرې وکړې.

ټول اعتراض کوونکي چې د تېرو درېیو ورځو اعتراضونو پرمهال نیول شوي وو، اوس خوشي کېږي.

پاکستان کې د حکومت او 'تحریک لبیک' ترمنځ د احتجاج ختمولو پرېکړه شوې ده، چې پیغمبر ته په سپکاوي تورنه اسیه بي بي به د څار په هغه نوملړ کې بېرته شاملېږي چې له هېواده د وتلو بندیز پرې لګول شوی.

اسیه بي بي په ۲۰۱۰ کال د اسلام پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته په سپکاوي تورنه شوې وه، خو تېره اونۍ یې د خوشي کولو امر وشو چې پاکستان کې درې ورځې پرله پسې مظاهرې وشوې.

پاکستان کې د اسیه بي بي خوشې کېدو خلاف احتجاجونه

اسیه بي بي څوک ده او څه تور پرې لګېدلی و؟

د اسیه بي بي د سزا لغوه کولو سره پاکستان کې مظاهرې

پاکستان: مولانا سمیع الحق د چړې برید کې وژل شوی

د تحریک لبیک او حکومت ترمنځ تازه هوکړه کې د مذهبي چارو لپاره وفاقي وزیر صاحبزاده نورالحق قادري، د‌ پنجاب د قانون صوبايي وزیر راجه بشارت او د تحریک لبیک سرمنشي پیر محمد افضل قادري لاسلیکونه وکړل.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدي بي بي سي ته وویل: ''موږ باید له دوو غوراویو کار اخیستی وای: یا مو زور کارولی وای،‌ که دا کار مو کړی وای خلک پکې وژل کېدل، او دا کار حکومت باید نه وای کړی. موږ د خبرو هڅه وکړه او په خبرو کې تاسو یو څه له لاسه ورکوئ او یوڅه لاسته راوړئ."

Image caption د تحریک لبیک او حکومت ترمنځ د هوکړې پنځه مهم ټکي

''موږ باید د سخت دریځو پروړاندې ګامونه واخلو، موږ د دا ډول تاوتریخجنو لاریونوالو پرضد ګام اخیستو ته اړ کېږو،‌ خو اوس یې دا حل نه دی."

د تحریک لبیک او حکومت ترمنځ‌ هوکړه کې دا هم راغلي چې حکومت به د اسیه بي بي په تړاو قضیه نه بندوي،‌ د احتجاج پرمهال ټول نیول شوي کسان به خوشي کوي او د هغوی پروړاندې د هر راز ترسره شوي تاوتریخوالي څېړنه به کېږي.

په مقابل کې تحریک لبیک منلې ده چې خپل ټول لاریونوال به د لاریون ختمولو ته هڅوي او په سوله ییز ډول به ستنېږي.

Image caption د ۲۰۰۹ کال جون کې د اسیه بي بي خلاف قضیه ثبت شوې وه

چارواکو وړاندې ویلي وو،‌ چې په پام کې ده ددې اونۍ وروستیو کې اسیه بي بي خوشې شي.

بي بي سي ته روانه اونۍ کې د هغې وکیل سیف ملوک وویل،‌ موکله یې د خپل ځان د خوندیتوب لپاره یوه لوېدیځ هېواد ته د تللو اړتیا لري.

د هغې پناه ته ځینې هېوادونه وړاندیز شوي دي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي کوونکو لپاره په پراخه کچه د لویې سزا ورکولو غوښتنه وشوه

قانوني ماهرین وايي، سترې محکمې اسیه بي بي د دریو دلیلونو پر بنسټ خوشې کړه:

  • په ځنډ د پولیسو لومړني رپوټ یا ایف ای ار ثبتول، چې هېڅ توضیحات یې هم نه دي ورکړل شوي.
  • د اسیه بي بي پر هغه اعتراف تمرکز چې له محکمې بهر یې کړی
  • د محکمو له لوري پر اسیه بي بي د لګول شویو تورونو کره والی او د هغې چاپېریال او شالید له پامه غورځول.

پاکستان کې مذهب د سپکاوي مخنیوي قانون

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د تاوتريخوالي لمبې

پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي مخنیوي قانون له مخې د اعدام سزا ورکول کېدای شي. اعتراض کونکي وايي، دغه قوانین د لږکیو خلاف کارول کېږي. دغه قوانین لومړی ځل پر هندوستان د برتانوي واکمنۍ پر مهال ۱۸۶۰ کال کې تصویب شول او ورسته ۱۹۲۷ کال کې پکې زیاتوالی راوستل شو. له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۶ کال پورې د پوځي واکمن جنرال ضیاالحق حکومت پر مهال دغه قانون کې یو شمېر مادې ورزیاتې شوې. جنرال ضیاالحق غوښتل د دغه قانون له مخې احمدیه فرقې پاکستانیان چې ۱۹۷۳ کال کې نامسلمان بلل شوي وو، له مسلمانانو نور هم جلا کړي.

ورته مطالب