د مولانا سمیع الحق وژنه: چا ستایلی چا غندلی
مولانا سمیع الحق پاکستان کې یوه ډېره بانفوذه څېره وه
په پښتونخوا کې د مشهور پاکستاني ملا سمیع الحق پر وژنه د ولایت په کچه ویر اعلان شوی.
مولانا سمیع الحق چې د "طالبانو پلار" بلل کېږي، پرون په راولپنډۍ کې داسې مهال ووژل شو چې ویل کېږي د حکومت خلاف د اسلام پالو مظاهره چیانو ملاتړ ته ورغلی و.
د سمیع الحق مړی په اکوړه خټک کې چې هلته د پښتنو د ستر شاعر خوشحال خان قبر هم دی، خښېږي.
د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامد الحق تېره شپه ناوخته رسنیو ته وویل، پلار یې داسې وخت وژل شوی چې دده په ټکو پاکستان کې "لویه ډرامه" روانه وه.
حامد الحق وايي، ښايي د مولانا سمیع الحق د وژنې ترشا پاکستان کې ځینې لاسونه وي، خو دده په ټکو ددې ترشا هند، امریکا، اسراییل او بهرني لاسونه هم دي، چې د بل چا په وسیله یې پاکستان کې دا کار کړی.
د مولانا سمیع الحق وژنې ته غبرګونونه بېلابېل وو: طالبانو پرې بې له ځنډه د ویر څرګند کړی، پاکستاني صدر اعظم عمران خان لویه ضایعه بللې، خو د خواله رسنیو یوشمېر افغان کاروونکو یې د خپل ولس د یوه "لوی کړوونکي" په توګه له منځه تګ د افغانستان په ګټه بللی دی.
پاکستان
عمران خان
عمران خان وايي، د سمیع الحق د قتل څېړنه به کوي
د پاکستان لومړی وزیر عمران وايي، پاکستان یو لوی دیني عالم له لاسه ورکړ. ده ویلي ددې وژنې څېړنه به کېږي او قاتلین به یې د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د سمیع الحق پر وژل کېدو غمشریکي ښودلې ده.
د پاکستان د پوځ ویاند د پوځ د مشر په استازولۍ د مولانا سمیع الحق پر وژنې خپګان ښودلی او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.
"افغانستان کې جهاد"
د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفي د سمیع الحق پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې د خپل پلار په شان بللی دی. دی وايي، د سمیع الحق لاره به د هغه تر وژلو وروسته هم دوام ومومي، چې څرګنده اشاره یې افغانستان کې جګړه ده چې دوی یې "جهاد" بولي.
طاهر اشرفي ویلي، هغه کسان ناسم فکر کوي چې د مولانا سمیع الحق په وژلو به په افغانستان کې جهاد پای ته ورسېږي:
"دوی تېروتنه کوي، په خدای قسم په افغانستان کې به جهاد دومره په قوت کې شي چې هېڅ باطل با پاتې نه شي."
خواله رسنۍ
طالبانو د هغه څه له امله د مولانا سمیع الحق ستاینه کړې چې په روانه جګړه کې یې د طالبانو ملاتړ کړی. وسله والو طالبانو د هغه وژنه د اسلام د دښمنانو کار بللی.
د خواله رسنیو یوشمېر کارنو د هغه پر وژل کېدو خواشیني ښودلې.
افغان طالبانو هم د مولانا سمیع الحق مړینه په یوه خپره کړې اعلامیه کې پاکستانیانو ته یوه لویه ضایعه بللې ده.
طالبانو د هغه څه له امله د مولانا سمیع الحق ستاینه کړې چې په روانه جګړه کې یې د طالبانو ملاتړ کړی. وسله والو طالبانو د هغه وژنه د اسلام د دښمنانو کار بللی.
خو ځینو نورو خواله رسنیو کاروونکو د سمیع الحق پر وژنې خوښي ښودلې. یوه خواله رسنیو کاروونکي لیکلي، د مولانا سمیع الحق په وژل کېدو د فتواګانو یوه لویه دروازه وتړل شوه.
لیکوال او شنونکي مشتاق رحیم پر خپل ټویټر لیکلي:
''د پاکستان سیاسي کړیو کې منځلارې کسان سرګوشي کوي، 'چې څه کرې هغه به ریبې. ' له دې ښکاره ده چې په دې ټول پوهېدل چې نوموړي په تېره کابو نیمه پېړۍ زموږ په سیمه کې څه کول. ''