'د مولانا سمیع الحق د وژنې انګیزه شخصي وه'

مولانا سمیع الحق

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

"نیوزویک" مجلې لیکلي، "د طالبانو پلار په خپل کور کې ووژل شو" او انګیزه یې شخصي وه.

"نیویارک ټایمز" ورځپاڼې لیکلي، "د طالبانو پلار ووژل شو". دا ورځپاڼه لیکي، تر اوسه د مولانا سمیع الحق د وژنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د هغه د وژنې پیښه غیر معمولي ښکاري.

نیویارک ټایمز لیکي، د هغه وژنه به د پاکستان پر کورنیو چارو دومره اغېز ونه کړي، خو د افغان سولې لپاره پر روانو هڅو به یې اغېز حتمي وي.

"نیوزویک" مجلې په همدې تړاو یوه مطلب کې لیکلي، "د طالبانو پلار په خپل کور کې ووژل شو" او انګیزه یې شخصي وه. نیوزویک لیکي، که څه هم سمیع الحق ناندریز میراث تر شا پرېښی او په اړه یې نظرونه سره وېشلي دي، خو د ددغه هېواد لومړي وزیر عمران خان د هغه مړینه لویه ضایعه بللې او ویلې یې دي پاکستان یو لوی دیني عالم له لاسه ورکړ.

"دیپلومات" خپرونې لیکلي آیا روسیه کولی شي په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته وکړي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د مطلب لیکوال وايي، د روسیې له خوا د افغان سولې په تړاو روانې هڅې ټاکلی لوری نه لري او کوم ځانګړی هدف نه تعقیبوي.

ورځپاڼه د طالبانو په تړاو په تېرو نژدې دوه لسیز کې د روسیې دریځ ته کتنه کوي او زیاتوي روسیې په لومړي کې له امریکا سره د طالبانو د رژیم په پرځولو کې مرسته وکړه، خو اوس غواړي د خپلو ځانګړو چینلونو له لارې ظاهراً دغه ډله سولې ته وهڅوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان د حکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ د اسیه بي بي د قضیې پر سره د شوې هوکړې له امله په غوسه ښکاري او په خپله سرمقاله کې لیکلي یو ځل بیا حکومت سخت دریځو ته تسلیم شو، داسې سخت دریځي چې تاوتریخوالی کوي او پر دیموکراسۍ او قانون باور نه لري.

لیکوال د روسیې او اوکرایین په تړاو د روسیې او امریکا اختلاف ته کتنه کوي، خو زیاتوي دغه دواړه سیال هېوادونه کېدای شي د افغانستان په مساله کې یوه خوله شي.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان د حکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ د اسیه بي بي د قضیې پر سره د شوې هوکړې له امله په غوسه ښکاري او په خپله سرمقاله کې لیکلي یو ځل بیا حکومت سخت دریځو ته تسلیم شو، داسې سخت دریځي چې تاوتریخوالی کوي او پر دیموکراسۍ او قانون باور نه لري.

ورځپاڼه لیکي قانون خپله فیصله کړې وه او په کار وه چې دغه مېرمنې چې اوس بې ګناه ګڼل کېږي خوشې شوې وای.

ورځپاڼه په پای کې زیاتوي، د تېرو درېیو ورځو پیښو ته په کتو چې ژوند په کې په ټپه درول شوی و، داسې ښکاري چې په پاکستان کې واقعي مشرتابه نشته ځکه کړکېچ او انارشیزم په هر ځای کې خپور دی او شونې ده چې ددې پېښو پایلې به په نژدې راتلونکو ورځو کې جوتې شي.