د انسانانو پر غوښه روږدې پړانګه ووژل شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption د نړۍ د ټولو پړانګانو شپیته سلنه هند کې دي

هند کې له دوه کلن لټون وروسته هغه سړيخوره پړانګه وژل شوې چې ۱۳ کسان یې وژلي. چارواکو د دغې شپږ کلنې پړانګې نیولو لپاره خوشبويي هم کاروولې وه.

د ځنګلي ژویو ژغورنې پلویانو هڅه کوله د دغې پړانګې وژنې مخنیوي وکړي، خو د هند اعلی محکمې ویلي و، که له چارواکو سره بله لاره پاتې نه وي، دوی به د پړانګې وژلو موضوع کې کار نه لري.

د ځنګلونو چارو ادارې چارواکو په وینا د هغې لارې اوږدو کې له ښکاري ټوپکو او بې هوښه کونکو مرمیو سره یوه ګاډي کې سړو کمین نیولی و، چې 'ټي ون ' نومې پړانګه پرې وروستی ځل لیدل شوې وه.

بوراتي نومي کلي ته له هغه وروسته دغه سړي ولېږل شول، چې هلته د پړانګې لیدو خبر ورکړل شو.

محکمې ولې د پړانګ وژلو امر تایید کړ؟

زمرۍ د پړانګ بچي ته شیدې ور کوي

فراه کې پړانګ د ازادېدو پرمهال یو کس ټپی کړ

هندي ښوونځي کې پړانګ شپږ کسان وداړل

د یادې ادارې اعلامیه کې راغلي پړانګې د موټر له لیدو وروسته پرې حمله وکړه، کارکونکو پرې د بې هوښه کونکو مرمیو ډزې وکړې، خو دغه مهال له نژدې لسو مترو یوه مرمۍ پر هغې ولګېده او ووژل شوه.

دغې پړانګې د سږ کال اګست کې د سیمې یوه کلي کې درې کسان داړلي وو.

د پړانګې نیولو یا معلومولو لپاره نژدې سل کمرې لګول شوې وې، په ونو پورې اسان او وزې تړل شوي وو، چې څنګ ته یې کمین کې سړي هم ناست وو.

ابسیشن فارمین او کیلون کلاین نومې خوشبويي هم استعمال شوې وه، چې امریکا کې تجربو د زمریو او پړانګانو لپاره جذابه ثابته کړې.

ټي ون له ۲۰۱۶ کال وروسته لس کسان وژلي وو او د سږ کال اګست کې یې درې نور کسان ووژل.

د وژل شویو کسانو پر بدن پاتې لاړو معایناتو ثابته کړه، چې پړانګې وژلي وو.

د وژلو شویو کسانو مړي ځکه ډېر مسخ شوي وو، چې پړانګې له داړلو وروسته ځنګه ته څکولي وو. ویل کېږي د یوه سړي د پښې له خوړولو وروسته دغه پړانګه د انسانانو پر غوښه روږدې شوې وه.

د انځور حقوق INDIAN FORESTRY DEPT
Image caption چارواکي وايي، د پړانګې طبي معاینات به کېږي

هند کې د بېلا بېلو نسلونو او ډ‌ولونو نژدې ۲۲ سوه زمریان او پړانګان اوسي، چې د نړۍ ټولو زمریو شپیته سلنه کېږي.

یوازې مهاراشټر ایالت کې نژدې دوه سوه زمري او پړانګان د ځنګلي ژویو لپاره ځانګړو شویو ځنګلونو کې اوسي.

اړونده مطالب