پر ايران اقتصادي بنديزونه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر ايران اقتصادي بنديزونه

د ایران ولسمشر حسن روحاني ژمنه کړې ده چې د امریکا لخوا پرې نوي لګول شوي بندیزونه به ماتوي. د امریکا نوي بندیزونه د ایران د تېلو او بانکي کاروبار په نښه کوي.

دا پرې امریکايي ولسمشر له هغه وروسته ولګول چې امریکا یې له ایران سره له یوه اټومي تړونه وایستله. خو ښاغلی روحاني وايي دا بندیزونه ناقانونه، غېر عادلانه او د نړیوال مقرراتو خلاف دي.