له عمران خان چا سوالګر جوړ کړ؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان له یوه لوړپوړي ولسي او پوځي پلاوي سره چین ته تللی دی.

د پاکستان دولتي ټلويزيون يوې تېروتنې خواله رسنيو کې د پاکستان پر لومړي وزير عمران خان ملنډو ته لار پرانيسته.

لومړي وزير عمران خان د چين واکمن کمونست گوند انسټيټوټ ته وينا اوروله او دا وينا يې پاکستان کې د دولتي ټلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدله.

د ټلويزيون پر پردې د چين د پلازمينې نوم بېجينگ چې ښاغلي خان پکې وينا کوله په تېروتنې د انگريزۍ ټکى بېگڼگ ليکل شوى و چې مانا يې درويزه يا سوال کول دي.

* د عمران خان چورلکې پر سپرلۍ ملنډې

* عمران خان لاریونوالو ته: له دولت سره ډغرې مه وهئ

دې تېروتنې ځکه ځان ته ډېر پام واړوه چې ښاغلي خان چين ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د پاکستان ستر مالي ملاتړی بلل کېږي د خپل هېواد د اقتصادي ستونزو يادونه وکړه.

د ټلويزيون پر پرده د بېگېنگ يا درويزې ټکى شلو ثانيو لپاره وکتل شو خو دومره بس و چې پر خواله رسنيو د بېگېنگ هشتگ جوړ شي او خلک پرې طنزيه تبصرې وکړي.

پر عمران خان ملنډې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان د چین ولسمشر سره.

د عبدالله نعيم په نوم يوه ټوېټر کارن لکيلي "ان ملي ټلويزيون پر عمران خان ملنډې وهي او وايي درويزه يا سوال کوي."

د نعمان مسعود په نوم بل ټوېټر کارن ليکلي "کله چې د پي. ټي. وي د چلولو لپاره متقاعد پوځي افسران ټاکئ نو داسې قصدي تېروتنې کېږي."

* عمران خان: پاکستان کې زيږېدلو افغان کډوالو ته پاسپورټ ورکوو

* عمران خان د افغانستان په تړاو د پاکستان د پوځ نظر ولې خپل کړ؟

د ډاکټر سيد ابو زر په نوم يوه بل کس پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي "زموږ مشر سوال کوي الحمدالله"

مريم بيا پر خپله ټوېټر پاڼې ليکلي " زه داسې يو لومړى وزير غوره گنم چې د خپلو خلکو او هېواد لپاره سوال وکړي د داسې يو لومړي وزير پر ځاى چې د خپل جيب ډکولو لپاره درويزه کوي".

د راگف په نوم يو ټوېټر کارن بيا وايي "نن شپه به يو کس له دندې شړل کېږي."

د تلوېزون ځواب

د پاکستان دولتي ټلويزيون پي. ټي. وي دغې ټيپي تېروتنې ته په اشاره پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي:

"په بيجينگ کې د لومړي وزير عمران خان د وينا ژوندي خپرولو پر مهال يوه ټيپي تېروتنه وشوه چې د شلو ثانیو لپاره د ټلويزيون پر پرده وه او بيا وروسته لرې کړل شوه. دا پېښه د خواشينۍ وړ ده او له مقرراتو سره سم د اړوند کسانو پر ضد سخت گام اخيستل شوى."

عمران خان په يوه رسمي سفر چين ته تللى او له هغه هېواده پاکستان کې د مالي کړکېچ هواري لپاره د ميلياردونو ډالر مرستې ترلاسه کولو هڅه کوي.