نړۍ د هندي عکاسانو د کمرې له نظره

Prince Studio, Bhavnagar, Gujarat, 2016 د انځور حقوق Ketaki Sheth/PHOTOINK
Image caption د ګجرات پرنس سټوډیو ۲۰۱۶
Presentational white space

۲۰۱۴ کال کې د هند مهارشټر ایالت یوه مشهورې جایزه ګټونکې عکاسې کیتاکي سېټ د یوه ساحلي کلي عکاس منوري سټوډیو ته د ورتلونکو کلیوالو عسکونه واخیستل.

Presentational white space
Phototech Studio, Calicut, Kerala, 2016 د انځور حقوق Ketaki Sheth/PHOTOINK
Image caption د کېرالا کالیکټ سټوډیو ۲۰۱۶
Presentational white space

هغه وايي د عکس اخیستو دغې دودیزو عکاسخانو له لیدو وروسته ورسره فکر پیدا شو، چې باید د هېواد لر او بر کې وګرځي او د سیمه ییزو عکس اخیستونکو یو څرک د کمرې له نظره له نورو سره هم شریک کړي.

له هغه وروسته ۲۰۱۵ کال کې هغې د هند لر او بر ته سفرونه وکړل.

په اتو ایالتونو کې یې ۶۰ سټوډیو ګانو ته سر ورښکاره کړ.

ځینو عکس اخیستونو په مینه ورته هرکلی ووایه، خو ځینو بیا په تروه ټنډه غبرګون وښود.

دې کې دغه دوې غبرګونې هم وې، چې د کلیزې پر ورځ د عکس اخیستو لپاره یوې ځايي سټوډیو ته ورغلې وې.

Presentational white space
Jagdish Photo Studio, Manori, Maharashtra, 2015 د انځور حقوق Ketaki Sheth/PHOTOINK
Image caption د مهاراشټر منوري جګدېش فوټو سټوډیو
Presentational white space

نوموړې وايي، د ګڼو غوره تصویرونو له موندلو وروسته یې په کتابي بڼه د چاپ کولو فکر ورپیدا شو او همداسې وکړل. په دغه ټولګه کې د عسکونو اخیستو بهیر او د سټوډیوګانو څرنګوالی د عسکونو موضوع ده.

Presentational white space
Babas Studio, Trivandrum, Kerala, 2016 د انځور حقوق Ketaki Sheth/PHOTOINK
Image caption د کېرالا ترېواندروم ښار باباس سټوډیو
Presentational white space

په پورتني عکس کې لیدل کېدونکي میړه - ښځه د پاسپورټونو لپاره عکس اخیستو ته ورغلي وو، خو کله چې اغلې سېټ له دوی وغوښتل دواړه د مینې یادګاري عکس اخیستو لپاره راضي شول.

Presentational white space
Krishna Digital Photo Studio, Jaipur, Rajasthan, 2016 د انځور حقوق Ketaki Sheth/PHOTOINK
Image caption د راجستان جیپور کرشنا سټوډیو
Presentational white space

دغه راز دغه بزګر د ځمکې رسمیاتو لپاره عکس اخیستو ته ورغلی و، چې اغلې سېټ ورنه د ځانګړي عکس اخیستو غوښتنه وکړه. هغه وايي ځینو سټوډیو ګانو کې به د مشتریانو ګڼه ګوڼه وه، خو کله به داسې هم کېدل چې له بازاره به یې لاروي د عکس لپاره راګرځول چې یوه بېلګه لاندې عکس کې دوه هلکان وینو.

Presentational white space
Thara Studio, Ramanathukara, Kerala, 2016 د انځور حقوق Ketaki Sheth/PHOTOINK
Image caption د کېرالا ایالت یوه سټوډیو
Presentational white space

اغلې سېټ وايي، ځینې عکس اخیستونکي داسې هم وو، چې بیا د دې لپاره یې دویم ځل کمرې ته له کېناستو انکار کاوه. دې کسانو کې اغلې سېټ هغه ناوې هم شامله بولي، چې دا یې عکس ته د ( بې باوره ناوې ) نوم ورکوي. هغه وايي ناوې ویل ستړې ده او دویم ځل یې کمرې ته له کېناستو انکار وکړ، خو دې یې هغه مهال عکس واخیست چې د سټوډیو عکاس د هغې عکس اخیستو لپاره د خپلې کمرې پر سمولو بوخت و.

Presentational white space
Studio 786, Cuttack, Orissa, 2016 د انځور حقوق Ketaki Sheth/PHOTOINK
Image caption د کټک اړیسې ۷۸۶ نومې سټوډیو
Presentational white space

د هند پر عکاسخانو مخکې هم کار شوی، خو د اغلې سېټ سبک دودیز نه و. هغې د سټوډیو عادي رڼا کاروله او په دوستانه ماحول کې یې پر عادي لاسي کمرې عکسونه اخیستل.

کیتاکي سېټ د ممبۍ اوسېدونکې ده او همالته کار کوي، خو په دغه ټولګه کې کې یو ځای شوي عکسونه یې د ډیلي یوه نندارتون برخه وو.