"عمران خان دې د نړۍ د مسلمانانو خلیفه شي"

عافیه صدیقي د انځور حقوق Getty Images
Image caption عافیه صدیقي دا مهال امریکا کې زنداني ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا پاڼه کې ویلي، د امریکا هوسټن کې د دغه هېواد کونسلګرۍ چارواکي له زنداني پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي سره لیده کاته کوي او وروستی ځل یې ورسره د اکتوبر پر نهمه لیدلي دي.

وینا پاڼه کې ویل شوي دغه لیدنه کې عافیه صدیقي لومړي وزیر عمران خان ته یوه پیغام کې ویلي، غواړي خپل هېواد ته ستنه شي.

عافیه صدیقي په خپل پیغام کې وايي، تل یې عمران خان ته د یوه اتل په نظر کتلي دي او دا غواړي چې عمران خان د ټولو مسلمانانو خلیفه شي.

بل لور ته د عافیه صدیقي خور فوزیه صدیقي وايي، امریکايي چارواکي په مشروط ډول پاکستان ته د عافیه صدیقي سپارلو ته چمتو دي.

فوزیه صدیقي وايي، د خور خوشې کولو بدل کې یې امریکایان ځینې غوښتنې لري. نوموړې وایي، د امریکایانو غوښتنې به تر هغې نه په ډاګه کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې لیدلي نه وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عافیې خور فوزیه صدیقي وایي، امریکایان د عافیې خوشې کولو ته چمتو شوي دي

عافیه صدیقي په ۲۰۰۸ کال کې افغان پولیسو له کیماوي موادو او ځینو اسنادو سره نیولې وه. ویل کېږي چې په دې اسنادو کې د یوه احتمالي خونړي برید په اړه خبرې شوې وې.

د امریکا ایف بي ای ادارې پر عافیه صدیقي د القاعده ملاتړ تور هم پورې کړی.

چارواکو هغه مهال ویلي وو، کله چې له نیول کېدو یوه ورځ وروسته محکمه کې له عافیې نه د دې اسنادو په اړه پوښتنه وشوه نو هغې د ځواب پر ځای له یوه ساتونکي اېم ۴ ډوله ټوپک په زور واخیست او پر ساتونکو یې ډزې وکړې.

وروسته امریکايي محکمې نوموړې پر پوځیانو او حکومتي چارواکو د ډزو پېښه کې تورنه بللې وه او د ۲۰۱۰ کال سپتمبر کې یې د ۸۶ کاله زندان سزا ورکړه.

د عافیه صدیقي مدافع وکیل بیا ادعا کړې، چې هغې د وېرې او ترهې په حالت کې ډزې کړې وې او دغه پېښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل هم په یوه ټوېټر پیغام کې ویلي، اسلام اباد ته د امریکا بهرینو چارو مرستیالې وزیرې الېس وېلز په سفر کې ژمنه شوې، چې امریکایان به د عافیه صدیقي د خوشې کولو پر موضوع غور کوي.

"امریکا د پاکستان پر دوو کمپینو بندیزونه لګوي"

پاکستان: امریکا دې زموږ خپلې پیسې بېرته راکړي

له بي بي سي سره خبرو کې د عافیه صدیقي خور فوزیې یوه بله ادعا هم وکړه.

د هغې په وینا په جون میاشت کې د پاکستان کونسلګرۍ د عافیې په اړه یو رپوټ چمتو کړی.

د دې رپوټ له مخې، امریکا کې د زندان چارواکو ویلي، که عافیه دین بدل کړي نو سملاسي به یې خوشې کړي.

فوزیه صدیقي وايي، خور یې په جنسي توګه هم ځورول کېږي او عبادت ته نه پرېښودل کېږي.

نوموړې دغه راز د عافیه صدیقي خوشې کېدو لپاره درې لارې په ګوته کړې، چې یوه یې د هغې په خبره د پاکستان لخوا د هغې نړیوالې هوکړې غړیتوب تر لاسه کول دي، چې له مخې یې مجرمان خپلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان یو شمېر مذهبي ګوندونو د عافیه صدیقي خوشې کېدو لپاره مظاهرې کړې

نوموړې دویمه لار د پاکستان او امریکا تر منځ په دې اړه خبرې او درېیمه هم د امریکايي ولسمشر لخوا د بښنې فرمان بللی دی.

فوزیه صدیقي ادعا کوي، چې د پخواني ولسمشر باراک اوباما حکومت پر مهال دې لړ کې چمتوالی کېده، خو په خبره یې پاکستان حکومت پر مناسب وخت کوم اقدام و نه کړ.

ورته مطالب