ښځو سره یارانې لپاره هالنډی خپل عمر کمول غواړي

هالنډ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دې کس په وینا که خلک خپل نوم او حنسیت بدلوي نو دی هم حق لري چې خپل عمر بدل کړي

یوه هالنډي چې روزونکی دی محکمې ته عریضه کړې چې عمر یې وربدل کړي او په دې توګه یې له مېرمنو سره د پېژندګلوۍ امکانات زیات شي.

۶۹ کلن اېميل راتېلبند غواړي د زېږېدو ورځ یې د ۱۹۴۹م کال د مارچ له ۱۱ نه د ۱۹۶۹م کال د مارچ ۱۱ ته واوړي.

دی وايي اوس خلک خپل جنسیت هم بدلولی شي. د هغه په وینا اوس داسې وخت راغلی چې تاسې کولی شئ خپل جنسیت او نوم بدل کړئ، نو ولې زه نه شم کولئ چې خپل عمر بدل کړم؟

د ارنهېم په ښار کې ځايي محکمې ویلي د ښاغلي راتېلبند قضیه به په راتلونکو څلورو اوونیو کې وڅېړي او حکم به ورکړي.

خو بیا هم چارواکي د دې قضیې په اړه شکمن دی او په دې باور دي چې د قانون داسې ماده نه شته چې د هغې له مخې دې څوک خپله د زېږېدو نېټه بدله کړي.

له امریکا وروسته هالنډ افغان روباټګرو نجونو ته مډال ور کړ

هالنډ کې برېښنا تولیدوونکی سړک

یو قاضي وايي غواړي په دې پوه شي چې له هغو ۲۰ کلونو سره به څه کېږي چې ښاغلی راتلبند یې د له منځه وړلو غوښتنه کوي. قاضي وايي، پوښتنه داده چې هغه وړوکی هلک څوک و؟

هغه وخت یې مور او پلار څوک و؟

له ژونده خوند اخیستل

ښاغلی راتلبند وايي، داسې احساس کوي چې له ده سره یې د عمر په اړه توپیري چلند کېږي. دا د ده په کار موندنه او له مېرمنو سره یې په پيژندګلوۍ کې ستونزې پيدا کوي.

هغه زیاتوي کله چې د تیندر په نوم د پېژندګلوۍ وېب پاڼې ته ورځي او خپل عمر ۶۹ کلن لیکي نو له ښځو سره یې په پېژندګلوۍ محدودیتونه لګوي، خو که دی ولیکي چې ۴۹ کلن دی نو کولی شي کور راونیسي، په اسانۍ دنده ومومي، بېلابېل موټر وچلوي او له ښځو سره ملګرتیا وکړي.

ښاغلی راتېلبند زیاتوي، ډاکتران ورته وايي چې بدن یې د ۴۹کلن دی او ځان ورته ځوان سړی معلومېږي.

نوموړي تېر کال پر فېسبوک ولیکل چې یوه ورځ هندارې ته ولاړ و او د زوړوالي د احساس پر ځای یې فکر کاوه، څنګه کولی شي له ژونده خوند واخلي.

دی وايي کله یې چې خپل عمر بدل کړ نو تقاعد به هم نه اخلي. ښاغلی راتېلبند چې د رسنیو سره تړاو لري او روزونکی دی د سږکال په پيل کې بودیزم ته ور واوښت په نیورولوژیک پروګرام کې روزونکی دی.

دی په فلمونو کې د کرکترونو غږونه تمثیلوي.

اړونده مطالب