د ټرمپ او سي‌ اېن اېن خبریال لفظي شخړه ناندریزه شوه

  • 8 نومبر 2018 - 17 لړم 1397
ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جېم اکوسټا له ټینګار وروسته ولسمشر ټرمپ هغه ته لا نورې سپکې سپورې وویلې

سپینې ماڼۍ وروسته له هغه د سي اېن اېن د یوه خبریال کاري اجازه نامه ځنډولې چې له ولسمشر ټرمپ سره یې په یوه خبري کنفرانس کې لفظي شخړه رامنځته شوه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز ویلي چې د سي اېن اېن خبریال جېم اکوسټا ته به له دې وروسته هلته د خبرونو د پوښښ اجازه ورنکړل شي، ځکه چې د خبري کنفرانس پر وخت سپینې ماڼۍ یوه ښځینه کارکوونې یې ټېله کړې.‌

د چارشنبې پر ورځ‌ ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کولې.

کله چې د سپینې ماڼۍ لپاره د سي اېن اېن تلویزیون خبریال جېم اکوسټا له هغه نه د امریکا او مکسیکو پر ګډه پوله د را ټولو شویو کډوالو په اړه پوښتنه وکړه، ولسمشر ټرمپ د هغه خبره ور غوڅه کړه او اجازه یې ورنکړه چې خپله پوښتنه وکړي.

د جېم اکوسټا له ټینګار وروسته ولسمشر ټرمپ هغه ته لا نورې سپکې سپورې وویلې،‌ او زیاته یې کړه چې سي اېن اېن باید پر خپل دې خبریال د شرم احساس وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جېم اکوسټا د سپینې ماڼۍ لپاره د سي اېن اېن تلویزیون ځانګړی خبریال دی

د دې لفظي شخړې پر وخت د سپینې ماڼۍ یوې ځوانې کار کوونکې هڅه وکړه چې له ښاغلي اکوسټا نه مایکروفون بېرته واخلي، خو هغه مقاومت وکړ.

له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکربي پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره کړه.

په ویډیو کې ظاهراً داسې ښکاري‌ چې له ولسمشر ټرمپ سره د لفظي شخړې پر وخت د سي اېن اېن خبریال دا ځوانه کار کوونکې ورو غوندې ټېل وهي.‌

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، له دا ډول چلند وروسته دوی پرېکړه کړې چې جېم اکوسټا به نور سپینې ماڼۍ ته نه ور پرېږدي. ‌

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، له دا ډول چلند وروسته دوی پرېکړه کړې چې جېم اکوسټا به نور سپینې ماڼۍ ته نه ور پرېږدي

خو ګڼ شمېر کسانو پر خواله رسنیو لیکلي چې دا ویدیو اېډېت شوې او جعلي ده،‌ او جېم اکوسټا هېڅ کله هم ښځینه کار کوونکې ته لاس نه دی ور اوږد کړی.

په همدې خبري ناسته کې یو شمېر نورو خبریالانو هم د جېم اکوسټا دفاع وکړه، خو ولسمشر ټرمپ پر هغوی هم ملنډې ووهلې.

په امریکا کې د خبریالانو ټولنو او ګڼ شمېر کسانو د سپینۍ ماڼۍ دا پرېکړه غندلې او د سي اېن اېن د خبریال ملاتړ یې کړی.

پخپله سي اېن اېن هم د سپینې ماڼۍ تورونه رد کړي او د خپل خبریال دفاع یې کړې.

ښاغلي ټرمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د استازو جرګه دیموکراتانو ته بایلوده، خو په سنا مجلس کې د جمهوري‌ پالو اکثریت پر ځای پاتې شو.‌

یاده دې وي چې د ولسمشر د واکمنۍ له پیل راهیسې نوموړی د سي اېن اېن په ګډون له یو شمېر امریکایي رسنیو سره ښې اړیکې نه لري، او دا شبکې یې د جعلي خبرونو په خپرولو تورنې کړي.‌

ورته مطالب