واشنګټن یمن کې د ایتلاف پر جنګي الوتکو سون توکي دروي، ایتلاف ځان بسیا بولي

د سعودي جنګي الوتکې د انځور حقوق AFP/getty
Image caption د سعودي جنګي الوتکې

په داسې حال کې چې امریکايي رسنیو یمن کې ایتلاف پر جنګي الوتکو د امریکا له خوا د سون توکو د بندیز رپوټ ورکړی، د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي، د امریکا سون توکو ته اړتیا نه لري.

دوو امریکايي چارواکو ویلي، هېواد یې د سعودي عربستان په مشرۍ یمن کې د ایتلاف پر جنګي الوتکو سون توکي دروي.

دغو دوو امریکايي سرچینو رویټرز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، اوسمهال پر دې موضوع له دواړو لورو سره خبرې روانې دي.

بل خوا، د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي، د یمن جګړه کې یې جنګي الوتکې د امریکا سون توکو ته اړتیا نه لري.

د سعودي عربستان یوې خبري سرچینې ویلي: "سعودي عربستان او د ایتلاف نورو هېوادونو وروستیو کې د خپلو الوتکو د سون توکو کچه لوړه کړې ده."

وړاندې ناروې ویلي وو، چې سعودي عربستان ته به د هر ډول دفاعي توکو صادرول ودروي.

د یمن بل مخ

ملګري ملتونه: یمن کې د لوږې ختمولو کې پاتې راغلي یو

منصور هادي: یمن کې د سعودي ښکېلتیا له تمې ډېره اوږده شوه

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اینا اریکسن سوریډ وویل: "په اوسني وضعیت کې مو هوکړه وکړه چې د سعودي پوځي او دفاعي موخو د ملاتړ په پار خپل توکي ودروو."

دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د خبریال جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته پر ریاض د نړیوالو غوسه ډېره شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اینا اریکسن سوریډ وویل: "په اوسني وضعیت کې مو هوکړه وکړه چې د سعودي پوځي او دفاعي موخو د ملاتړ په پار خپل توکي ودروو."

ناروې وايي، اوسلو تېر کال پر ریاض د ۴٫۸۶ میلیون ډالرو دفاعي توکي پلورلي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ښايي په یمن کې جنګي جرمونه کړي وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د خاشقجي وژنې نړیواله غوسه او غبرګونونه درلودل

یمن کې د روانې جګړې له کبله شاوخوا ۱۴ میلیون وګړي د لوږې له ناورین سره مخامخ دي.

تېره میاشت، جرمني وویل سعودي عربستان ته به د جرمني وسلو صادرول ودروي.

د یمن روانه جګړه کې لږترلږه لس زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې ځایه شوي دي.

د انځور حقوق MOHAMAD HAMOUD
Image caption له ۲۰۱۵ کال راهیسې یمن کې جګړې پراخه ویجاړي رامنځ ته کړې ده.

یمن کې له ۲۰۱۵ راهیسې جګړې پراخه ویجاړي رامنځ ته کړې ده.

جګړه هغه مهال پیل شوه، چې حوثي یاغیانو د هېواد ډېری لوېدیځې سیمې ونیولې او ولسمشر عبد ربه منصور هادي له هېواده بهر تښتېدو ته اړایستل شو.

ورته مطالب