سګرټ او شکر د سړو پرتله پر ښځو ډېره د زړه حمله راولي

ښځې د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه ښځې چې سګرټ څکوي، د سړو پرتله یې د وینې فشار یا شکر لوړ او د زړه د حملې خطر زیات وي.

څېړونکي وايي، هغه ښځې چې سګرټ څکوي، د سګرټ څکوونکو سړو پرتله ډېرې د زړه له حملې سره مخامخېږي.

د اکسفورډ پوهنتون ډاکټرانو، چې دا څېړنه یې کړې ده، ویلي د څېړنو پایله یې د سګرټ څکوونکو ښځو لپاره د خطر زنګ کېدای شي.

دا څېړنه پر شاوخوا نیم میلیون خلکو چې عمرونه یې د ۴۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ وو، په اوو کلونو کې ترسره شوې او د بریتانیا طبي خپرنۍ کې چاپ شوې.

یاده څېړنه ښيي چې شکر ناروغي او د وینې فشار هم د سګرټو په شان ښځو ته ورته زیان رسوي.

په دې سره، هغه ښځې چې سګرټ څکوي، د سړو پرتله یې د وینې فشار یا شکر لوړ او د زړه د حملې خطر زیات وي.

څېړنه: سګرټي ښځې تر نارينه وو زياتې د زړه په ناروغۍ اخته کېږي

د زړه عمر او د زړه روغتیا تر منځ تړاو

هرو ۱۰ مړینو کې ۱ د سګرټ څکولو له امله ده

سګرټ څکول د ځینو پر سږو ولې اغېز نه کوي؟

ډاکټران وايي، دا ښځې باید د سړو په شان درملنه وکړي او د سګرټو پرېښودو ته وهڅولې شي.

د دې اوه کلنۍ څېړنې په یوه پړاو کې پر ۵۰۸۱ کسانو د زړه حمله ورغلې چې درېیو کې یوه یې ښځه وه.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption هغه ښځې چې سګرټ څکوي، د هغو ښځو پرتله چې سګرټ نه څکوي درې برابره ډېرې د زړه له حملې سره مخامخېږي.

که څه هم د زړه حمله د عمر په ټولو پړاوونو کې شته، خو په ښځو کې د سړو پرتله ټیټه ده.

هغه ښځې چې سګرټ څکوي، د هغو ښځو پرتله چې سګرټ نه څکوي درې برابره ډېرې د زړه له حملې سره مخامخېږي.

او هغه سړي چې سګرټ څکوي، د هغو سړو پرتله دوه برابره ډېر د زړه له حملې سره مخامخېږي، چې سګرټ نه څکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption او هغه سړي چې سګرټ څکوي، د هغو سړو پرتله دوه برابره ډېر د زړه له حملې سره مخامخېږي، چې سګرټ نه څکوي.

د وینې لوړ فشار هم د ښځو لپاره د سړو پرتله خطرناک دی.

ددې رپوټ موندنې ښيي چې لومړی او دویم ډول ډیابټ د سړو پرتله د ښځو لپاره د زړه د حملې له اړخه خطرناک ګڼل کېږي.

دا هم د لوستلو دي:

ورته مطالب