د کانګرس نوې غړې د کور کرایه نشي ورکولی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوکاسیو کورتیز وايي، د کمپاین پېسې یې له کاغذي لفافو پوره کړی

د امریکا کانګرس ته ټاکل شوې تر ټولو کم عمره ښځه پلازمېنه واشنګټن کې په کرایې د کور موندلو لپاره پېسې نه لري.

د کانګرس دغې نوې غړې الګزندریا اوکاسیو کورتیز له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، لومړي معاش ته منتظره ده، چې وکولای شي کور په کرایه ونیسي.

بل لور ته د فوکس نیوز خبریال اډ هنري وايي، دغه ښځه پوره رښتیا نه وايي، ځکه د یوې مجلې پښتۍ انځور لپاره یې داسې کالي اغوستي، چې بیه یې 'زرګونو ' ډالرو ته رسېږي.

ځواب کې نوموړې ټویټر کې ولیکل، دغه کالي یې خپل نه دي. کورتیز وايي:

''یو څه پېسې مې سمپولې وې او هیله کوم تر جنورۍ پورې مې پرې ګوزاره وشي. ''

د نوموړې دغه ټویټر پیغام په غبرګون کې یو شمېر خلکو له هغې سره خواخوږي څرګنده کړې. ۳۴ کلنه کورتیز له نیویارکه کانګریس ته بریالۍ شوې ده.

مېرمن کورتیز د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال هم د فقر، بیوزلۍ، د وسایلو غیر عادلانه وېش او کډوالۍ مسایلو سره په مبارزې خبرې کړې.

پلار یې د پورتوریکو دی، دا برونکس کې زېږېدلې، ځان د کارګرانو طبقې اړوند بولي او د سږ کال تر پیله یې په رستورانونو کې مزدوري کوله. له هغه وروسته د ټولنیزې خدمتګارې په توګه معاش ورکول کېده.

مېرمن کورتیز بون اپټایټ مجلې ته ویلي، د ټاکنیز کمپاین اتیا سلنه لګښت یې له کاغذي لفافو یا پاکټونو پوره کړی دی.

نوموړې د کمپاین پر مهال رسماً چارواکو ته ویلي و، تېر کال یې ۵۶۵۰۰ ډالر ګټلي دي.

هغې د پنجشنبې پر ورځ یوه ټویټر پیغام کې وویل، واشنګټن کې د اوسېدو ستونزې ته په کتو سره داسې ښکاري چې د امریکا ټاکنیز نظام د کارګرانو لپاره نه دی چمتو شوی، چې دوی هم وکولای شي مشري وکړي.

خو اوکاسیو کورټیز لومړی ځل د واشنګټن کورونو کرایې ډېروالي شکایت نه دی کړی.

د تېر پرتله سږنیو ټاکنو کې ډېرو ښځو د امریکا کانګرس ته لار موندلې.

معمولاُ واشنګټن هغو لسو ښارونو کې ګڼل کېږي، چې د کورونو کرایه پکې تر ټولو ډېره ده. دغه ښار کې په اوسط ډول د یوې خونې کور میاشتنۍ کرایه ۲۱۶۰ ډالرو ته رسېږي.

ورته مطالب