افغان پیلوټ په تېروتنه د تښتونې پیغام استولی

پیلوټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې رپوټ کې ویل شوي چې سم لاسي د الوتکې له پیلوټه چې کندهار ته تلله وغوښتل شول چې الوتنه ونکړي او د هغه ځانګړي موټر چلوونکي ته چې الوتکه ځغاست لیکې ته برابروي وویل شول چې الوتکه یوې ګوښې ته کړي.

ټایمز اف انډیا د رپوټ له مخې پرون په نوي ډيلي کې د یوه افغان پیلوټ له خوا په تېروتنې سره د تښتونې پیغام واستول شو او په دې سره د هوايي ډګر د چارواکو په ذهن د هغې الوتکې خاطره را وګرځېده چې په ۱۹۹۹ کال کې د واکمنۍ پرمهال رامنځته شوه او یوه هندۍ الوتکه کندهار ولایت ته وتښتول شوه.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې سم لاسي د الوتکې له پیلوټه چې کندهار ته تلله وغوښتل شول چې الوتنه ونکړي او د هغه ځانګړي موټر چلوونکي ته چې الوتکه ځغاست لیکې ته برابروي وویل شول چې الوتکه یوې ګوښې ته کړي. سمدلاسه د ځانګړي ځواک سرتیري ورسیدل او له الوتکې را تاو شول.

دې الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۲۴ تنه سواره و. ورځپاڼه زیاتوي کله چې جوته دا پیغام په تېروتنه سره استول شوی و، له دوه ساعته ځنډ وروسته الوتکې ته اجازه ورکړل شوه چې د کندهار پر لور الوتنه وکړي.

نیویارک ورځپاڼې په یوه راپور کې په کندهار کې د ماشومانو ګوزن ضد واکسین په وړاندې ننګونو ته کتنه کړې او زیاتوي ځینې کورنۍ لا هم دا ډول واکسین له اسلامي اصولو سره په ټکر کې بولي او خپلو ماشومانو ته یې نه ورکوي.

ورځپاڼه زیاتوي تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ځینې کورنۍ وايي طالبان د واکسین پر کمپاین شک کوي او دوی وېره لري که واکسیناتورانې د دوی کورونو ته ننوځي نو د طالبانو هدف به وګرځي. خو طالبانو ویلي دوی د واکسین خلاف نه دي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption رپوټ زیاتوي په ځینو سیمو کې ملایان د واکسیناتورانو سره ملتیا کوي چې خلکو ته د واکسین په اړه معلومات ورکړي او په ځینو سیمو کې د واکسین ترڅنګ ماشومانو ته ډالۍ هم ورکوي.

او ځینې بیا د طالبانو له ویرې زړه نه ښه کوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

رپوټ زیاتوي په ځینو سیمو کې ملایان د واکسیناتورانو سره ملتیا کوي چې خلکو ته د واکسین په اړه معلومات ورکړي او په ځینو سیمو کې د واکسین ترڅنګ ماشومانو ته ډالۍ هم ورکوي.

وايي په یوه سیمه کې یوې میرمنې نه غوښتل خپل ماشوم واکسین کړي خو ماشوم هغه ډالۍ غوښتله چې واکسیناتور له ځان سره راوړې وه نو مور یې اړ شوه چې ماشوم واکسین کړي.

تهران ټایمز ورځپاڼه لیکي په موسکو د افغانستان د سولې په تړاو غونډه چې طالب استازو هم په کې برخه لرله د افغانستان په تاریخ کې د یوه نوي څپرکي پرانستل دي.