داسې ازموینه چې په ټول ښار کې ژوند په ټپه دروي

کوریا د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا د اته ساعته پرلپسې امتحانونو یوه لړۍ ده، چې د زده کونکو د راتلونکي عاید، اوسېدو ځای ځایګی او ان شخصي اړیکو پرېکړه هم پکې کېږي.

د جنوبيکوریا په لر او بر کې نژدې نیم میلیون زده کونکي هغې ازموینې ته کښیني چې له دې مخکې ټول عمر ورته چمتوالی کوي.

دغه کانکور ته ورته ازموینه پوهنتون ته د داخلې وړتیا لرلو لپاره ده، چې په ځايي توګه 'سونیونګ ' بلل کېږي.

دا د اته ساعته پرلپسې امتحانونو یوه لړۍ ده، چې د زده کونکو د راتلونکي عاید، اوسېدو ځای ځایګی او ان شخصي اړیکو پرېکړه هم پکې کېږي.

هر کال د نومبر میاشت کې د دغې ازموینې پر مهال یو ډول د ژوند نورې چارې په ټپه درېږي.

Image caption زده کونکي د دغه امتحان چمتوالي لپاره کلونه کلونه چمتوالی کوي

پر دغه ورځ پلازمېنه سیوول کې چوپه چوپتیا خپره شي، دکانونه او بانکونه تړلي وي، الوتکې ځای پر ځای ناستې وې، پوځيان تمرینات نه کوي، د ونډو بازار ناوخته پرانیستل کېږي او ډېر ودانیز کارونه په ټپه ولاړ وي.

د ښار دغه چوپتیا یوازې د پولیسو هغو موټر سایکلونو له سایرن سره ماتېږي، چې ناوخته شوي زده کونکي د ازمویني مرکزونو ته رسوي.

د ډېرو زده کونکو مېندې پلرونه د ازموینې مرکزونو ته د اولادونو له تلو وروسته معبدونو ته ځي او د ازموینې تر پایه په دعاوو بوخت وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغه امتحان لپاره چمتوالی هم عجیب دی.

د دغه امتحان لپاره چمتوالی هم عجیب دی. د کوریا له لر او بره یوه میاشت مخکې یانې سپتمبر کې ۵۰۰ امتحان اخیستونکي ښوونکي د غرنۍ سیمې ګانګون یوه نامعلوم ځای ته بیول کېږي، ټیلیفونونه یې ضبط کېږي او بشپړه میاشت له نورې نړۍ سره د اړیکو اجازه نه ورکول کېږي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې پوهنتون ته داخلې یوه ازموینه له دومره سخت ذهني فشار سره تړلې ده؟

هغه پېغلې چې ناروغي هم ورته پېغور ده

کانکور ازموینه: تر ټولو لوړه نومره نجلۍ ګټلې

کانکور سره تړلې ستونزې څنگه هوارېدى شي؟

یو ځواب یې ښايي دا وي، چې کوریا د ځمکې پر مخ له هغو هېوادونو یو دی چې ډېرو اوسېدونکو یې لوړې زده کړې کړې او د نفوس یو- درېیمه برخه خلک یې د پوهنتون له سند درلودو سره هم بې رزګاره دي.

په تېره لسیزه کې دغه هېواد کې د ځوانو بې روزګارو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او معتبرو پوهنتونونو کې داخله هېڅکله دومره ګرانه نه وه.

د سږ کال ازموینه کې به اویا سلنه زده کونکي پوهنتونونو ته لار ومومي، خو له دوه سلنې به هم لږ زده کونکي وکولای شي، چې د سکای په نامه لوړو زده کړو ادارې ته کامیاب شي، چې کوریا کې ورته د اکسفورډ، کمبریج یا هارورډ پوهنتونونو په سترګه کتل کېږي.

د سکای په څېر معتبرو تعلیمي ادارو کې داخلې ته د مشهورو شرکتونو هغې ټولګې کې د دندې موندلو لارې په نظر هم کتل کېږي چې د (چایبول) یا شتمنې قبیلې په نامه هم یادېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سیوول اقتصادي مرکز

د کوریا اقتصاد په دغسې څو شرکتونو پورې تړلی چې ایل جي، هنډايي، ایس کې، لوټي او په دوی کې بیا تر ټولو لوی سامسونګ پکې شامل دي.

د نړۍ لر او بر کې ځانوژنه د ځوانانو مړینې دویم لوی لامل دی، خو په سویلي کوریا کې له لس کلنۍ تر ۳۰ کلنۍ پورې د ځوانانو لپاره دا د مړینې لومړنی لوی لامل دی.

د اقتصادي ودې او همکارۍ سازمان یوه رپوټ کې ویل شوي د ۱۱ او ۱۵ کلنۍ تر منځ عمر کسانو کې د ذهني فشار له کبله هم سویلي کوریا د نړۍ له بل هر صنعتي هېواده مخکې دی.

سیوول کې د رواني ناروغیو یو ډاکټر کیم تای هیونګ وايي، کوریایانو سره له لومړي سره ښه پوهنتون کې د داخلې او مناسبې دندې موندلو اندېښنه پیدا کېږي. هغه وايي:

''پر ماشومانو له خورا کم عمرۍ ذهني فشار ډېرېږي. د لومړني ښوونځي زده کونکي په دې اړه غږیږي چې کومه دنده کې ښه معاش یا نتخواه ورکول کېږي. ''

Image caption په امتحان کې د ګډون لپاره ځانګړې پاڼې ورکول کېږي

خو ګڼ شمېر ماهرین یوازې تعلیمي فشار د ځوانانو ځانوژنې سبب نه بولي.

دوی وايي د ښارونو لویوالی او دغه راز د کورنیو غړیو تر منځ د دودیزو نژدې اړیکو نشتوالی هم د یوازیتوب د احساس، ژور خفګان او ځانوژنې سبب کېږي.

کوریايي چارواکو په دغه هېواد کې د رواني ناروغیو مخنیوي لپاره پراخې هلې ځلې کړې، تېره یوه لسیزه کې ګڼ روغتونونه جوړ شوي او د عامه پوهاوي کمپاین شوی، خو همدې تېره یوه لسیزه کې دغه هېواد کې د ځانوژنې شمېرې هم پرلپسې لوړې شوې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یو شمېر زده کونکو مېندې پلرونه د دوی بریا لپاره معبدونو کې دعا کوي.