مراکشۍ خپل مین وژلی، پوخ کړی او پاکستاني کارګرانو ته یې وریجو کې ورکړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغې دېرش کلنې ښځې پوليسو ته ويلي چې اووه کاله يې له مالي پلوه دغه کس چې شل کاله عمر يې درلود سمبالاوه او کله چې هغه يې د پرېښودو پرېکړه وکړه نو دا په غوسه شوه او ویې واژه.

گلف نيوز ورځپاڼې ليکلي چې په عربي اماراتو کې پر يوې مراکشۍ توکمې تور پورې شوى چې خپل مين يې وژلى، ټوټې ټوټې کړى، غوښه يې ورته له وريجو سره پخه کړې او بيا يې خپل کورته نژدې د ودانۍ پر ېو شمېر کارگرانو خوړلې.

ورځپاڼه وايي په دې ښځې هغه مهال پوليس پوه شول چې د دې د مين ورور کورته ورغى او د انسان يو غاښ يې د کوفتې په ماشين کې وموند.

دغې دېرش کلنې ښځې پوليسو ته ويلي چې اووه کاله يې له مالي پلوه دغه کس چې شل کاله عمر يې درلود سمبالاوه او کله چې هغه يې د پرېښودو پرېکړه وکړه نو دا په غوسه شوه او ویې واژه.

د عربي متحده اماراتو څارنوالي وايي، دغې مراکشۍ خپل مین نژدې درې میاشتې وړاندې العین ښار کې وژلی و.

د اماراتو انګلیسي "ده نېشنل" ورځپاڼې ویلي، یادې ښځې په څېړنو کې ویلي، دا جرم د "لېونتوب شېبه" کې شوی.

ویل کېږي دا ښځه به محاکمه شي.

یاده ښځه او مین یې اوه کاله یوځای اوسېدل، خو پای کې مین ورته وویل چې غواړي له یوې بلې مراکشۍ نجلۍ سره کوزده وکړي.

که څه هم پولیسو د قتل د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ښځې د خپل مین د بدن ټوټې او غوښه له وریجو سره پخه کړې او د خپل کور څنګه ته یوه پروژه کې یې پاکستاني کارګرانو ته ورکړې دي.

پولیسو دا ښځه روغتون ته بېولې چې د عقلي روغتیا څرک یې ولګوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب